د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په ګډې پولې د افغان طالبانو د ترهګرۍ ضد اقدامات ستایلي دي


د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې د ټي ټي پي پر ضد د طالبانو هلې ځلې ستایلي دي.
د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې د ټي ټي پي پر ضد د طالبانو هلې ځلې ستایلي دي.

د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د افغان طالبانو هغه هڅې وستایلي چې د سرحد په دواړو خواوو کې د وسله والو د فعالیتونو په هکله د دې هیواد اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره یې کړیدي.

ښاغلي دراني امریکا غږ سره په مرکې کې د تحریک طالبان پاکستان ډله جدي موضوع وبلله او دا یې هم وویل چې افغان طالبانو د دې ډلې د "شنډولو" بهیر پیل کړی خو زیاته یې کړه، لا وختي دی چې ددې اقداماتو په نتیجې سړی وغږیږي.

د آصف دراني اشاره د افغان طالبانو هغه اقدام ته وه چې څه موده وړاندې یې اعلان کړی و د تحریک طالبان پاکستان غړي د سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته لیږدوي.

ښاغلي دراني په مرکې کې ومنله چې افغان طالبانو دا اقدامات کړي او زیاته یې کړ چې وبه ګوري څه ډول نتیجه ورکوي.

هغه وویل، "د افغانستان حکومت (طالبانو) دا اقدام کړی چې اوس په ابتدائي پړاو کې دی. لا وختي ده چې په هکله یې تبصره وشي خو که چیرته د ټي ټي پي غړي په واقعیت کې نورو سیمو ته ولیږدول شي او په سرحد کې د سولې سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي او مونږ به یې هرکلی وکړو".

د پاکستان دې جګپوړي چارواکي په مرکې کې وویل چې د طالبانو په غوښتنې یې د ټي ټي پي د مشرانو سره خبرې پیل کړلې تر څو قناعت ورکړل شي چې د تشدد څخه لاس واخلي خو زیاتوي چې دا خبرې تیر کال پدې خاطر بې نتیجې شوې چې دې وسله والو "غیر منطقي" غوښتنې درلودې.

دراني زیاته کړه چې د پاکستان د حکومت لپاره د خبرو لار نوره نده پاتې او "یوازینۍ لار دا ده چې دا وسله وال تسلیم شي او د قانون سره مخ شي".

سره لدې چې په کابل کې د طالبانو حکومت پدې ټینګار کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته خو د پاکستان ځانګړي استازي په مرکې کې وویل چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ځیني غړي هم په افغانستان کې فعال دي او زیاته یې کړه چې پاکستان او چین د طالبانو څخه هیله لري چې د دې ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي.

چین تیره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي و چې ترهګري لا هم په افغانستان کې یوه غټه ستونزه ده او د هغو ډلو په خلاف یې د طالبانو څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه چې ګمان کیږي پدې هیواد کې فعالیت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي پخپلو خبرو کې ویلي و، "د داعش- خراسان، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ترهګر ځواکونه د یو بل سره همکاري کوي چې ددې هیواد او سیمې امنیت د خطر سره مخ کړي".

پاکستان داسې مهال د ټي ټي پي پر ضد د افغان طالبانو د هڅو هرکلی کوي چې تیره اوونۍ د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغه خبرې بې اساسه وبللې چې ویلي یې و، اسلام اباد او دوشنبه د افغانستان له اړخه د ورته امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

خواجه اصف دا څرګندونې له پاکستان څخه د تاجیکستان د دفاع د وزیر شیرعلي میرزو په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پر مهال کړې وې.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د خواجه اصف څرګندونې بې اساسه وبللې او زیاته یې کړه چې "په کار نه دي دغسې بې ځایه او د اسنادو پرته اندیښنې مطرح شي".

تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه وړاندې چې طالبان افغانستان ونیسي، د رپوټونو له مخې ټي ټي پي په پاکستان کې طالبانو ته پنا ورکړې وه او د جګړې لپاره به یې ورته وسله وال هم استخدام کول.

XS
SM
MD
LG