د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو مشر: انساني قاچاقبران باید ونیول شي او نظامي محکمو کې محاکمه شي


ملګرو ملتونه وايي چې افغانستان کې اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ ترڅنګ د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوې دي.
ملګرو ملتونه وايي چې افغانستان کې اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ ترڅنګ د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوې دي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د یو فرمان په ترڅ کې د خپل حکومت د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې انساني قاچاقبران دې تعقيب، تثبيت او ونيسي او د سزا د ورکولو لپاره دې نظامي محکمو ته وسپاري.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۱ (مرغومې اول) په افغانستان کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده یو شپږ ماده ایز فرمان خپور کړی، چې په کې په دغه هیواد کې انساني قاچاق یو غیر شرعي عمل بلل شوی.

په دې فرمان کې ویل شوي: "په افغانستان کې له څو لسيزو ياده ستونزه وجود لري او له همدې امله د انسانانو ژوند په خطر کې غورځي".

افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې په تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ له امله ددغه هیواد په میلیونونو وګړي په بهرنیو هیوادونو او دننه په خپل هیواد کې له خپلو سیمو لیرې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

د کډوالو نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د لومړۍ اونۍ د یو راپور له مخې د ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له خپل هیواد څخه ګاونډیو او اروپايي هیوادونو ته تللي دي، چې ددغه شمیر ۸۵ فیصده یې ګاونډیو هیوادونو عمدتآ ایران ته تللي دي.

د طالبانو مشر د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ امر بالمعرف نهی عن المنكر او شكايتونو اورېدلو، سرحدونو، اقوامو او قبایلو او مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارلې چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه، د عامه پوهاوي تدبيرونه جوړ او عملي کړي او د انساني قاچاق په ناوړه عواقبو دې خلک پوه کړي.

همداشان په دې فرمان کې د خلکو د پوهاوې لپاره دیني عالمانو او د سیمه ییزو مخورو څخه هم مرسته غوښتل شوې ده.

په دې فرمان کې ویل شوي: "د کورنیو چارو وزارت مکلف دی هغه انساني قاچاقبران چې په مختلفو ولايتونو کې خلک په تېره بیا ځوانان له افغانستان څخه په قاچاقي او له خطرونو ډکو لارو وتلو ته هڅوي او لېږي، تعقيب، تثبيت او ونيسي... د کورنیو چارو وزارت دې انساني قاچاقبران له نیولو وروسته، د سزا لپاره نظامي محكمو ته معرفي کړي."

په دې فرمان کې ویل شوي چې که له کومو مرکزونو څخه د انساني قاچاق لپاره کار اخیستل کېده، د کورنیو چارو وزارت مکلفیت لري چې له تثبیت وروسته یې په جدي توګه بند کړي.

ددې فرمان کې ویل شوي: "نظامي محکمې دې انساني قاچاقبران لومړی په یو کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په درېم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.

د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ددغه حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ته هم سپارښتنې شوي چې په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د لسیزو جګړو د اغیزو سره مخ شوي میلیونه افغانان د یوې سختې پریکړې سره مخ دي، چې د ښه اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې دننه په هیواد کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي او که بهر ته کډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د ډسمبر په ۱۸ ( لیندۍ ۲۸) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په افغاسنتان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته افغانان په ځانګړي ډول افغانې ښځې په دوامدار ډول د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ او د ازادیو د محدودیت سره مخ شوي دي.

دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ ترڅنګ د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله په سلګونو زره افغانان له خپل هیواد څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په دې راپور کې د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي چې ددغه هیواد د نفوس نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي، چې له امله یې ښځې په یو غیر متناسب ‌ډول اغیزمنې شوې دي او میلیونه کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره د بشري مرستو په تادیاتو باندې متکي دي.

دغه سازمان ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو د سفر د علتونو په اړه ویلي چې د نورو لنډو سفرونو سربیره اکثره افغانان د اقتصادي فرصتونو، خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی او په دغو هیوادونو کې د خپلو خپلوانو لیدلو لپاره تګ راتګ کوي.د راپورونو له مخې افغانان لومړی ګاونډیو او سیمو هیوادونو ته ځي او بیا له هغو هیوادونو څخه اکثره یې اروپايي، امریکا او کاناډا ته کډه کوي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د ادارې (EUAA)، د معلوماتو له مخې افغانان په تیر ۲۰۲۳ کال کې ددغې ټولنې په ۲۷ هیوادونو کې د پناه غوښتنې په برخه کې په دوېیمه درجه کې ځای درلود.

تیرکال ۱۱۸ زره افغان پناه غوښتونکو د اروپايي ټولنې له هیوادونو د پناه غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۱۲ فیصده کموالی په کې راغلی وو. ددې ادارې د معلوماتو له مخې د هرو پنځه پناه غوښتونکو افغانانو له ډلې یوه یې میرمن وه.

دغې ادارې ویلي چې د افغان پناه غوښټونکو له دریو څخه یوې برخې څخه زیاتو کسانو په جرمني کې پناه غوښتې ده. تراوسه لا په ۲۰۲۴ کال کې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانو د مجموعي شمیر په اړه دغې ادارې معلومات نه دي خپاره کړي، خو د راپورونو له مخې ددغه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۴۵ زرو پورې افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په یو شمیر هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د طالبانو مشر دا فرمان په داسې حال کې ورکړی، چې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د تللو لړۍ لا هم دوام لري. د اې بي سي نیوز خبري شبکې د راپور له مخې د یونان په ختیځو سواحلو کې د رودس ټاپو سره نږدې اوړمه ورځ په یوه غرقه شوې کښتۍ کې اته تنه افغان کډوال مړه شوي او ۱۸ تنه نور ژوندي ژغورل شوي دي. د راپورونو له مخې یوناني پولیسو دوه ترکي وګړي ددغو افغان کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG