افغانستان کې د ملګرو ملتونود کډوالو عالي کمیشنري له ایران څخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه تر دوو میلیونو بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان ته په کتنې ویلي چې د سپټمبر د میاشتې راهیسې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR)، د افغانستان د دفتر مشرې کارلوین ګلوک د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي ویډیوي پیغام کې ویلي چې هر اونۍ له ایران څخه په لسګونو زره کډوال افغانستان ته داخلیږي.
دغې کمیشنرۍ ویلي: "زه د افغانستان او ایران ترمنځ په یو سرحد کې ولاړه یم. تیرکال په سلګونو زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. اکثره ستنیدونکي د یو این ایچ سي ار د سلامشورې پر خلاف په جبري ډول ستانه کړای شوي دي. په تهران کې ایراني مقاماتو ویلي چې پلان لري چې د را روان ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې دوه میلیونه د قانوني اسنادو نلرونکي بهرني وګړي له دغه هیواد څخه ستانه کړي".
ددې دمخه ایراني چارواکو ویلي و چې په پام کې لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه له دغه هیواد څخه تر دوو میلیونو پورې د قانوني راسنادو نلرونکي بهرني وګړي له هیواد څخه وشړي. ایراني رسنیو د راپور له مخې په ایران کې د میشتو بهرنیو وګړو تر ۹۰ فیصدو پورې افغانان دي.
کارلوین ګلوک، ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې افغاسنتان ته د تازه ستنیدونکو شمیر کې د پام وړ ډول زیاتوالی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د افغانستان د دفتر مشرې ویلي چې د یو این ایچ سي ار دريځ دادی چې ستنیدل باید په داوطلبانه، خوندي او باعزته ډول اوسي .
که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو دقیق شمیر نه دې څرګند کړی، خو د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (IOM)، د ډسمبر په ۱۸(لیندۍ ۲۸) په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر میاشتې د ایران او پاکستان په ګډون د بهرنیو هیوادونو څخه څه باندې یو میلیون د قانوني اسنادو نلرونکي افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي: "سږکال د آی او ایم د غبرګون ټیمونو ایران او پاکستان سره په څلورو سرحدي بندرونو کې وطن ته ۱.۲ میلیونو د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوالو ستنیدل او هم د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۰۰ زره کسانو ستنیدل ثبت کړي دي".
دغه سازمان ویلي چې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ددغه شمیر ۶۶ فیصده یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې اکثره دغه ستنیدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنیږي، چې هغوی د بیکارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.
محمد عظیم په نوم د ایران څخه افغانستان ته راستون شوي یو افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته ویلي: "زمونږ په ژوند کې هرڅه صفرشوي دي. زه هیڅ نلرم. زما وضعیت ته په کتو زه هرڅه ته اړتیا لرم".
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې د سرحدونو د څارنې د خپل پروګرام له لارې چې په ترڅ کې يې د ستنیدونکو کډوالو سره د ستنیدلو د عواملو او د هغوی د اړتیاو په تړاو مرکې کیږي دا ورته معلومه شوې چې په شړل شویو کډوالو کې داسې کسان ډیر دي چې مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
دغې کمیشنرۍ ویلي: "هغه کډوالې کورنۍ چې په ایران کې ثبت شوي دي او د یو این ایچ سي ار د داوطلبانه راستنیدو د پروګرام په مرسته بیرته راګرځي زمونږ د نغدو پیسو د ویش په مرکزونو کې ورته نغده مرسته کیږي ترڅو هغوي پرې خپلې لومړنۍ او بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي".
یو این ایچ سي ار ویلي چې په سرحد کې میشت ددغې کمیشنرۍ ټیمونه مهاجرینو او هغو کسانو ته پوهاوی ورکوي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري ډول ایستل کیږي او افغانستان ته د ستنیدو پرمهال لارشونې او مرستو ته اړتیا لري. دا کمیشنري وايي چې په سرحدي سمیو کې یې د هغو کسانو لپاره چې د شپې په تیاره کې خپل هیواد ته ستنیږي په مرکز کې د لنډمهاله استوګنې لپاره امکانات هم چمتو کړي دي .
ملګري ملتونه ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو د سفر د علتونو په اړه ویلي چې د نورو لنډو سفرونو سربیره اکثره افغانان د اقتصادي فرصتونو، خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی او په دغو هیوادونو کې د خپلو خپلوانو لیدلو لپاره تګ راتګ کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۸) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د لسیزو جګړو د اغیزو سره مخ شوي میلیونه افغانان د یوې سختې پریکړې سره مخ دي، چې د ښه اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې دننه په هیواد کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي او که بهر ته کډه وکړي.
افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې شاوخوا اته میلیونه وګړي یې په بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو کې او شاوخوا شپږ میلیونه نور په کوردننه له خپلو سیمو څخه بهر په نورو سیمو کې اوسیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته افغانان په ځانګړي ډول افغانې ښځې په دوامدار ډول د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ او د ازادیو د محدودیت سره مخ شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي: "په عین وخت کې منظمو ناورینونو خلک د سرچینو د موندلو او کډوالۍ لټې ته هڅولي دي".
د کډوالو نړیوال سازمان په دې راپور کې د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي چې ددغه هیواد د نفوس نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي، چې له امله یې ښځې په یو غیر متناسب ډول اغیزمنې شوې دي او میلیونه کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره د بشري مرستو په تادیاتو باندې متکي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د شمیرنو له مخې ویلي چې شاوخوا ۳.۷۵ میلیونه افغانان په ایران او ۲.۰۵ میلیونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.
ددغه سازمان د معلوماتو له مخې په دغو هیوادونو کې میشت افغانان د اوسیدانې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سفر په خاطر د ډیرو خطرناکو لارو او اکثره د انساني قاچاقبرانو په شبکو باندې اتکا کوي او کله چې دغو هیوادونو ته ورسیږي اکثره یې د کاروبار ترلاسه کولو په برخه کې د ناسم ګټې اخیستنې له امله زیانونه ګالي.
په عین وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغاسنتان کې یې د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی اوایم) له لارې د ۳.۵ میلیونو یورو مرسته کړې ده. ددغه وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ددې پیسو پواسطه به د هغو زرګونو اړمنو ستنیدونکو افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو سکانو سره مرستې وشي، چې بیړنیو مسرتو ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه