په ایران کې مقاماتو د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۶) وویل چې ددغه هېواد په پوهنتونونو کې لسګونه زره افغانان په زده کړو بوخت دي.
دا څرګندونې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د ریښې د موندلو لپاره په یوې غونډې کې شوې دي.
په ایران کې د علامه طباطبايي د پوهنتون د تحقیق د څانګې مرستیال د کډوالو د چارو څېړونکي ماندانا تېشه یار په دې غونډې کې وویل، چې ایران «د ډېرو زده کوونکو او استادانو» او همدغه راز د افغانستان د وتلو او علمي څېرو کوربه دی.
نوموړې د ایران د علومو وزارت د شمېرو په اساس وویل چې څه باندې ۶۰زره افغان محصلین د ایران په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، چې د هغې په خبره په نړې کې «سارې نه لري».
تیشه یار وویل: «د افغانستان نخبه طبقه هم په ایران کې شته او ویلی شو چې نن د تهران پوهنتون کې د افغان محصلینو شمېر د کابل تر پوهنتون زیات دی او تهران د افغانستان علمي مرکز ګڼل کېږي، ځکه چې د محصلینو تر څنګ، د افغانستان د پوهنتونونو ډېر استادان په ایران کې دي.»
دغې ایرانۍ څېړونکې د ایران د حکومت د شمېرو په اساس وویل، چې په ایران کې ډېر بهرني پانګوال افغان پانګوال او سوداګر دي. میرمن تیشه یار وویل چې افغان کډوال د ایران ټولنیز، سیاسي او اقتصادي واقعیت دی او ویې ویل چې ځينې ایرانۍ رسنۍ له افغانانو څخه خلک «ترهوي».
د افغان کډوالو اېستل
د ایران د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي مقام عباس علیپور په دغې غونډې کې وویل چې په څه باندې یو کال کې تر یو نیم میلیون ډېر افغانان، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، خپل هېواد ته شړل شوي دي.
عليپور زیاته کړه: «موږ د څه باندې یو کال په اوږدو کې څه باندې یو نیم میلیون غیر مجاز وګړي د ښارونو او کلیو او بانډو څخه شړلي او اوس مو بیومیترک او فني فعالیتونه پیل کړي. یانې د خلکو د ګوتو نښه به مو واخیسته او بیومتریک به مو کړل چې ځان بدل نه کړای شي.»
په ملګرو ملتونو د ایران استازي تېره اونۍ د امنیت شورا په غونډې کې د افغانستان په اړه وویل، چې دا مهال ایران د څه باندې شپږ میلیون افغانانو کوربه دی. خو علیپور وویل چې د هغو افرادو شمېر نه شي برابرولای چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
عليپور ټېنګار وکړ، چې ایران په افغانستان کې د خپلو کونسلي چارو د سیاستونو د تنظیم ترڅنګ، له دغه هېواد سره خپل سرحدونه هم کنترول کړي. هغه وویل: «موږ خپل جنوبي سرحد باید یوازې په اغزنو مزو، وسپنې او ګچ باندې کنترول نه کړو، بلکې باید اپتیکي وسایلو، چې په سرحد باندې دقیق کنترول ولري، هم وکاروو.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني تېره اونۍ وویل چې ایران ته د ناقانونه بهرنیو کډوالو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ډېر کارونه شوي دي، چې په خبره یې «د سرحدونو تړل او دیوالونو جوړول» یې یوه برخه ده.
فورم \ دبحث خونه