د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه هیواد ته په قانوني توګه د تلوونکو افغانانو شمیر زیات شوی او هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات افغانان په قانوني توګه ایران ته سفر کوي.
د ایران رسمي دولتي اژانس ایرنا د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۰ (لړم ۳۰) د دغه هیواد د کورنیوچارو په وزارت کې د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې د مشر نادر یاراحمدي له قوله ویلي چې دا شمیر افغانان په پاسپورت او ویزو باندې دغه هیواد ته ورځي.
یاراحمدي ویلي: "هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات د افغانستان وګړي په قانوني ډول ایران ته داخلیږي، چې شمیر یې د هرې ورځې په تیریدو د زیاتیدو په حال کې دی".
ددغه ایراني چارواکي د ادعا پر اساس هغه شمیر افغانان چې ایران ته د سفر پر قانوني اسناد ورځي، ورته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
خو ځینې افغان کډوال چې ایران ته تللی په دغه هیواد کې د پولیسو له ناسم چلند او د هغوی له خوا د ځورونو څخه شکایتونه کوي او وايي چې د دغه هیواد د پولیسو چلند د ټولو افغانانو سره که قانوني اسناد ونلري اوکه نه یو ډول دی او هغوی د افغانانو ځورونې ته دوام ورکوي.
یو افغان کډوال چې په راپور کې یې د خپلو نوم له ښودلو څخه ډډه وکړه امریکا غږ ته وویل: "زه دوه کاله وړاندې په قانوني ډول ایران ته راغلم...په ادارو کې زمونږ خلک د زیاتې بیروکراسۍ سره مخ کیږي. دوه ځلې مې په ډیرې سختې سره خپله ویزه تمدید کړه، خو د پولیسو د نیولو او د زیاتو مصارفو له امله نور مې ونشو کولای چې د خپلې اوسیدانې ویزه تمدید کړم".
د هغه د وینا پراساس ایراني پولیس هره ورځ د افغان کډوالو د کار ځایونو باندې چاپې اچوي ټول افغانان که قانوني اسناد و لري او که نه نیسي او کمپونو ته یې انتقالوي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت کې د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې رئیس هم دا ستونزې مني چې په دې برخه کې ستونزې شته، خو زیاتوي چې د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي.
یاراحمدي وویل: "ممکن په ځینو کارخونو کې په قانوني ډول اوسیدونکي بهرني وګړي تر اغیز لاندې راغلي وي، چې دا کار په هیواد [ایران] کې د غیرقانوني وګړو د شتون له امله شوی وي چې په قانوني او غیز قانوني ډول د اوسیدونکو ترمنځ تفکیک سخت دی او مونږ هڅه کوو چې دا دوه برخې له یو بل څخه جلا کړو".
ددغه ایراني چارواکي د معلوماتو پراساس اوس مهال نږدې شپږ میلیونه افغانان په ایران کې د اوسیدانې په قانوني اسنادو او د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
هغه یو ځل بیا له ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو پر ایستلو باندې ټینګار کړی دی.
په دې وروستیو کې ایراني چارواکو ویلي چې په دغه هیواد کې هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه زیات افغانان نیول کیږي او خپل هیواد ته شړل کیږي.
د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د نومبر اووم (لړم ۱۷) ددغه هیواد د خراسان رضوي د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د رئیس حسین شرافتي راد له قوله ویلي چې له ایران څخه د بهرنیو غیرقانوني وګړو ایستل ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
هغه ویلي: "د افغانستان د غیرقانوني وګړو د حضور پر وړاندې د چلند په اړه د ایران د ۱۱ ولایتونو څخه غیرقانوني وګړي د دوغارون د ستراتیژیک سرحد له لارې د ستنیدلو لپاره کار اخیستل کیږي".
ایران سره د افغانستان د سرحدي ولایتونو څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې ایران هره ورځ په زرګونو افغانان ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې نیسي او د نیولو وروسته یې په ډله ییز ډول افغانستان ته ستنوي.
ملګري ملتونو ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د میاشتې د ۱۵مې څخه نیولې د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي، چې اکثره یې له ایران څخه خپل هیواد ته تللي دي..
د ریلیف انټرنیټي پاڼې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له قوله لیکلي چې دغې کمیشنرۍ په دغه موده کې د پاکستان څخه ستنو شویو ۵۸۸ زره کډوالو سره د ژوند حیاتي مرستې کړي دي.
په عین حال کې د پاکستان حکومت هم د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې لاهم دوام لري.
د خپرو شویو راپورونو له مخې تراوسه په دغه موده کې له پاکستان څخه نږدې اته سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه