ایراني چارواکو یو ځل بیا له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو په جبري ستنیدولو باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې هره ورځ په دغه هیواد کې له ۳۰۰۰ څخه زیات افغانان نیول کیږي او خپل هیواد ته ستنول کیږي.
د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د پنجشنبې د ورځې ناوخته د نومبر اووم (لړم ۱۷) ددغه هیواد د خراسان رضوي د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د رئیس حسین شرافتي راد له قوله ویلي چې له ایران څخه د بهرنیو غیرقانوني وګړو ایستل ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
هغه ویلي: "د افغانستان د غیرقانوني وګړو د حضور پر وړاندې د چلند په اړه د ایران د ۱۱ ولایتونو څخه غیرقانوني وګړي د دوغارون د ستراتیژیک سرحد له لارې د ستنیدلو لپاره کار اخیستل کیږي".
دغه ایراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر ډیر چټک شوی دی.
ایران سره د افغانستان د سرحدي ولایتونو څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې ایران هره ورځ په زرګونو افغانان ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې نیسي او د نیولو وروسته یې په ډله ییز ډول افغانستان ته ستنوي.
په دې وروستیو کې یو شمیر ستنو شویو افغان کډوالو ویلي چې ایراني پولیس هره ورځ په سلګونو افغان کډوال نیسي او د څه مودې لپاره په توقیف کې د هغوی د ساتلو وروسته یې په ډله ییز ډول خپل هیواد ته ستنوي. ددغو افغان کډوالو د وینا له مخې ایراني پولیس حتی د شپې پرمهال د هغوی د اوسیدانې ځایونو ته ننووځي او افغان کډوال ځوروي.
په عین وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د ادارې رئیس نادر یار احمدي ویلي چې هیواد یې د افغانانو په ګډون د قانوني اسنادو نلرونکو ټولو کډوالو شړلو ته ژمن دی.
یاراحمدي ویلي: "د ایران د کورنیو چارو وزارت یو تر ټولو مهم سیاست د روان کال ترپایه د قانوني اسنادو نلرونکو افغانانو ایستل دي".
د یاراحمدي د وینا له مخې ایراني پولیس د قانوني اسنادو نلرونکو افغانانو په نیولو او له دغه هیواد څخه په شړلو کې بریالي وو اوپه دې وروستیو میاشتو کې یې په زرګونو افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمد رضا رادان په دې وروستیو اونیو کې ویلي چې د روان لمریز۱۴۰۳ کال ترپایه خپل هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکود دوو میلیونو کډوالو د ایستلو پلان لري.
رادان یو ایراني تلویزیون سره په مرکه کې په دغه هیواد کې میشتو غیرقانوني کډوالو ته د روان کال ترپایه خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو مهلت ورکړی دی.
هغه ویلي : "له ۵۰۰ زرو څخه زیاتن کسان مونږ نیولي او ایستلي مو دي، ددې هڅو له مخې د ۲۵۰ زرو څخه زیات نور کسان پخپله له سرحد اوړیدلي چې ورسره دا شمیر ۷۵۰ زرو ته رسیږي. مونږ حتمی دا کار کوو او له خلکو مو هم غوښتي ... هغوی ته کار ورکول هم جرم دی، هغوی ته کور په کرایه ورکول جرم دی".
ایراني چارواکو له دغه هیواد څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د شړلو په تړاو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیره میاشت د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې پر افغان کډوالو باندې د ایراني سرحدي ځواکونو په ډزو کې د لسګونو افغانانو د مړینې او ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د "حالوش" په نوم د ایران د بشري حقونو رسنۍ، چې د ایران د سیستان او بلوچستان په اړه خبرونه خپروي د اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) د عیني شاهدانو په حواله لیکلي وو چې په افغان کډوالو باندې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې څه باندې ۲۰۰ تنه وژل شوي، خو رسمي او خپلواکو سرچېنو په دومره شمیر تلفات نه وو تائید کړې.
دغې رسنۍ ویلي و چې ایراني ځواکونو د ایران او پاکستان ترمنځ د ایرن د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ د کله ګان په صفري نقطې کې د ۳۰۰ افغان کډوالو په یوې ډلې باندې ډزې کړې وې
ددې پیښې د څیړنې لپاره د طالبانو حکومت له خوا یو ګمارل شوي پلاوي هم دا پیښه تائید کړې ده، خو د پیښې د قربانیانو دقیق شمیر یې نه دی ښودلی.
طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۳۱ (لړم لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې تراوسه ددغې پیښې د دوو وژل شویو کسانو د جسدونو په ګډون یو شمیر ټيپان د ګمارل شوي پلاوي له خوا افغانستان ته انتقال شوي او د نورو د انتقالیدو لپاره هڅې روانې دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمير هيوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی".
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو ددې اعلان په اړه خپګان ښودلی دی او یو ځل بیا یې ادعا کړې چې دا پیښه نه ده رامنځ ته شوې. افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي هم ددې پیښې د پیښیدو څخه انکار کړی، خو ایران ته د غیرقانوني لارو د تلوونکو کډوالو سره یې ددغه هیواد د امنیتي ځواکونو چلند د هغوی حق ګڼلی دی.
فورم \ دبحث خونه