په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) اعلان وکړ چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ملکي وګړو د وژنې په هکله یې "باوري راپورونه" ترلاسه کړي دي.
یوناما د ایکس شبکې په یو پیغام کې لیکلي: "نړیوال قوانین د پاکستان پوځ مکلفوي چې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي."
یوناما ټینګار کړی چې د حساب ورکونې د یقیني کولو، په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره څېړنو ته اړتیا ده.
په افغانستان او سیمه کې د یونسیف مسول سنجې ویجیسيکیرا هم ویلي، د هغو رپوټونو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي چې وايي د افغانستان په ختیځ کې له پولې سره نژدې په یوه برید کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومان وژل شوي دي. هغه وایي: «موږ هغو کسانو ته چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. ماشومان هدف نه دي او هیڅکله هم باید هدف نه وي.»
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د سه شنبې په شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) د افغانستان پر خاوره هوايي برید تائید کړ او ویې ویل چې دا برید د افغانستان په سرحدي سیمو کې د "پاکستاني اتباعو امنیت ته د ګواښ" د خنثا کولو په خاطر د "ترهګرو" پر ضد وشو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا عملیات د پاکستان د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره شول."
د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۵) په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان د خاورې دفاع یې د طالبانو د حکومت «سره کرښه» وبلله. د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره، دغه وزارت ویلي چې "دا ډول غیر مسؤلانه کړنې" چې "په هیڅ ډول د منلو" وړ نه دي "حتمي پایلې" لري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د سه شنبې د ورځې ناوخته د پاکستان هوايي ځواکونو بریدونو ته په اشارې وویل چې پاکستاني چارواکي دې د شوروي د یرغل پر وړاندې د افغانانو له دریدلو څخه درس واخلي.
خو میرمن بلوچ وویل: "موږ د افغانستان د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لرو... [پاکستان] تل د افغانستان سره د اړیکو اړوند مسلو په هکله تفاهم ته لومړیتوب ورکړی دی."
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو "په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد" منظم عملیات کوي او دا کار "په ډېر احتیاط سره" ترسره کوي. هغې وویل، "پاکستان د خپلو خلکو امنیت ته ژمن دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکاغږ ته د ایمیل له لارې دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې "مونږ له پاکستان غواړو چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې یې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي". همداشان طالبان یې وهڅول ترڅو "ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ترهګریز بریدونه ونشي."
پاکستان تل ادعا کوي چې تندلاري په ځانګړې توګه د تحریک طالبان جنګیالي په افغانستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې پلي کوي، خو افغان طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر ضد وکارول شي.
فورم \ دبحث خونه