د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پخوانی صدراعظم من موهن سینګ مړ شو


د هند پخوانی صدراعظم من موهن سینګ پنجشنبه ډسمبر ۲۶ ( مرغومي شپږمه) په نوي ډهلي کې په یو روغتون کې مړ شو. هغه ۹۲ کلن و.

د آل انډیا میډیکل انسټیټیوټ چې د هند دا پخوانی صدراعظم پکې بستر و، په یوې اعلامیې کې ویلي چې هغه په کور کې ناڅاپه بې هوښه شوی و او په روغتون کې د "عمر سره تړلو روغتیایي حالاتو" درملنه یې کیده.

من موهن سینګ په هند کې د اقتصادي پروګرامونو طرحې جوړولو له کبله ډیر شهرت درلود او د متحده ایالاتو سره د تاریخي اتومي تړون کول یې د شهرت یو بل دلیل دی.

ښاغلی سنګ نرم مزاجی تکنوکرات و او د لسو کالونو لپاره یې د وګړو له پلوه د نړۍ دویم ستر هیواد صدراعظمي وکړله.

هغه په ۲۰۰۴ کال کې د هند یو بل پخواني صدراعظم راجیو ګاندهي د میرمنې، سونیا ګاندهي لخوا چې د هند ملي کانګرس ګوند مشره وه، د صدراعظم په توګه وټاکه.

سره لدې چې پخپله من موهن سینګ د شخصي ریښتینولۍ له کبله شهرت درلود خو د فساد او رشوت خورۍ په تورونو کې د کابینې یو شمیر وزیرانو ښکیلتیا له کبله یې یو څه نوم بد شوی و.

من موهن سینګ چې د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د دویم ځل لپاره د هند صدراعظم ټاکل شوی و، د ۲۰۱۰ کال د ټولګټو لوبو د تنظیم کولو په چارو کې د فساد او رشوت خورۍ رسوایو له کبله یې دا دوره بدنامه شوه.

همدا رسوایۍ د دې سبب شوې چې د ۲۰۱۴ کال په عمومي انتخاباتو کې د نریندرا مودي په مشرۍ هندو ملت پال بهارتیا جانتا ګوند، د کانګرس ګوند ته ملا ماتوونکی، شکست ورکړ او تر نن پورې همدا ګوند په هند کې واکمن دی.

د صدراعظمۍ مقام پریښودو وروسته، من موهن سینګ ډیر لږ په عام محضر کې څرګندیده.

ګڼ شمیر سیاستوالو او مهمو شخصیتونو د ښاغلي سینګ په مړینه خفګان ښودلی.

د هند اوسني صدراعظم نریندرا مودي د اکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې هند "خپل یو تر ټولو وتلی مشر د لاسه ورکړ" او دا یې هم لیکلي چې د صدراعظم په توګه، من موهن سینګ د هند دولس ښیرازۍ لپاره ډیرې هلې ځلې وکړلې.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د اکس په ټولنیزه شبکه کې د من موهنګ سینګ سره خپل یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې "هند خپل یو نوموتی زوی د لاسه ورکړ".

ښاغلي کرزي د من موهنګ سینګ د کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونو سربیره لیکلي چې چې د هند دا پخوانی صدراعظم د افغان ولس ملګری او متحد و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG