د لاس رسي وړ اتصالات

د اذربایجان الوتکه ښايي د روسیې د دفاعي ځواکونو په ډزو راغورځېدلې وي - شنونکي


د اذربایجان د هوايي شرکت دا الوتکه له پلازمېنې باکو څخه د د چیچنیا ګروزني ښار ته روانه وه، چې راولوېدله.
د اذربایجان د هوايي شرکت دا الوتکه له پلازمېنې باکو څخه د د چیچنیا ګروزني ښار ته روانه وه، چې راولوېدله.

د هوايي چلند کارپوهان او د اذربایجان د پارلمان یو غړی وايي چې د روسیې د هوايي دفاع ډزې ښايي د اذربایجان د مسافر وړونکې الوتکې د نسکوریدو لامل شوي وي چې ۳۸ کسان پکې ووژل شول او ۲۹ نور ژوبل شول.

د اذربایجان د هوايي شرکت ایمبریر ۱۹۰ ډوله الوتکه د چهارشنبې په ورځ د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه د روسیې د چیچنیا جمهوریت ګروزني ښار ته روانه وه، چې د ناڅرګندو دلایلو له کبله یې مسیر بدل کړ او د کسپین سمندر ته څېرمه د قزاقستان په اکتاو ښار کې د کښیناستو وړاندې ولوېدله.

دا الوتکه له اکتاو څخه شاوخوا درې کیلومتره لیرې لوېدلې ده. د پیښې په ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو کې شریکې شوي، ښکاري چې له راغورځېدې وروسته په الوتکه کې چاودنه رامنځته کیږي او د اور لمبې ورڅخه پورته کیږي.

په نورو ویډیوګانو کې سرچپه پرته الوتکه ښکاري چې ځینې ټوټې ورڅخه بیلې شوي دي.

اذربایجان د پنجشنبې په ورځ په دې پیښه ماتم وکړ، په ټول هېواد کې بیرغونه نیمه ځوړند وو او غرمه مهال له قربانیانو سره د غمرازۍ په خاطر د یوې شیبې لپاره چوپتیا غوره شوه.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د الوتکې د غورځیدو د لاملونو په اړه فکر کول به له وخت وړاندې وي خو هغه وویل چې خرابې هوا ښايي الوتکه اړه کړې وي چې له خپل پلان شوي مسیر څخه واوړي.

هغه وویل: "ما ته راکړل شوي معلومات دا دي چې الوتکې د هوا د خرابوالي له امله د باکو او ګروزني تر منځ لاره بدله کړه او د اکتاو هوایي ډګر په لور روانه شوه او هلته د کښته کیدو پر مهال نسکوره شوه."

د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې، روزاویتسیا وړاندې ویلي وو چې لومړني معلومات ښيي چې الوتکه له مرغیو سره له ټکر وروسته بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوې او د اکتاو پر لور خوځېدلې ده.

خو د د روسيې د هوايي چلند رئیس دمیتري یادروف د جمعې په ورځ، دسمبر ۲۷ (مرغومي اوومه) وویل چې په ګروزني کې د اوکرایني ډرونونو برید روان وو، له همدې کبله ددې الوتکې مسیر د اوکتاو ښار په لور بدل شوی او هلته رالوېدلې ده.

یادروف د اذربایجان د پارلمان د غړي راسیم موسابیګوف او د هوايي چلند د یو شمېر هغو کارپوهانو په اړه څه ونه ویل، چې وايي دا الوتکه ښايي په اوکرایني ډرونونو باندې د روسیې د دفاعي ځواکونو په ډزو کې راغوځېدلې وي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پیښې په اړه د روانو تحقیقاتو وروسته به د الوتکې د غورځېدو لامل څرګند شي.

د اذربایجان هوايي شرکت د چهارشنبې په ورځ له باکو څخه ګروزي او ماخچکلا ته د الوتنو له ځنډولو وروسته، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې د مینرالنیه وودي، سوچي، ولګوګراد، اوفا او سمارا ښارونو ته هم خپل پروازونه ځنډوي.

په یوې اعلامیې کې د اذربایجان هوايي شرکت ویلي چې دغه شرکت به د مسکو، سینټ پیټرزبورګ او کازان په ګډون د روسیې شپږو ښارونو ته الوتنو ته دوام ورکړي. دا ښارونه هم په تیرو وختونو کې څو ځله د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوي دي.

د قزاقستان قزاق هوايي شرکت هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د یوې میاشتې لپاره یې له استانې څخه د روسیې یوکاترینبورګ ښار ته الوتنې ځنډولې دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د اسرائیل ایل ال هوايي شرکت له تل ابیب څخه مسکو ته الوتنې وځنډولې او لامل یې "د روسیې په هوایي حریم کې وروستي پرمختګونه" وبلل. دغه هوایي شرکت وویل چې روسیې ته د خپلو الوتنو په اړه راتلونکې اونۍ وضعیت له سره اورزوي.

په الوتکه کې سوري

د هوايي چلند ځینې ماهرین ادعا کوي چې د الوتکې په وروستۍ برخه کې لیدل شوي سوري ښایي دا په ګوته کړي چې دا الوتکه د روسیې د هغه هوایي دفاعي ځواکونو په ډزو لګېدلې وي چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره ګومارل شوي.

د اوکراین بې پیلوټه الوتکو تر دې مخکې د روسیې د چیچنیا جمهوریت پر مرکز ګروزني او په شمالي قفقاز کې ددغه هېواد پر نورو سیمو بریدونه کړي دي. په چیچنیا کې یو چارواکي وویل چې د چهارشنبې په ورځ په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د یو بل برید مخنیوی وشو، که څه هم فدرالي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د "او اس پي ګروپ" په نوم د نړۍ فضايي حریمونو او هوايي ډګرونو ته د متوجه خطرونو د څار د ادارې کارکوونکی مارک زی وايي چې د نسکورې شوې الوتکې د انځورونو تحلیل تقریبا دا خبره یقیني کوي چې دا الوتکه له ځمکې څخه هوا ته په توغول شوي توغندي ویشتل شوې ده.

هغه وویل: "ډیر څه به په تحقیقاتو کې روښانه شي، خو په لوړه کچه موږ یې لامل له ځمکې څخه هوا ته ویشتل شوی توغندی ګڼو چې ددې احتمال له ۹۰ څخه تر ۹۹ سلنې دی."

د "اوسپرې فلایټ سلوشنز" په نوم په بریتانیې کې د هوايي چلند د امنیت موسسې خپلو مشتریانو ته خبرداری ورکړی چې "د اذربایجان هوايي شرکت الوتکه احتمال لري چې د روسیې د پوځي دفاعي سیسټم لخوا ویشتل شوې وي." دغه موسسه خپلو هغو مشتري هوايي شرکتونو ته څېړنې برابروي چې روسیې ته پروازونه کوي.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې د لویدیځ ډیرو هوایي شرکتونو روسیې ته خپلې الوتنې ځنډولي دي.

د "اوسپرې فلایټ سلوشنز" رئیس انډریو نیکلسن وویل چې د روانې جګړې په ترڅ کې یې په روسیه کې د ډرون د بریدونو او د روسیې د هوایي دفاع د سیستمونو په اړه له ۲۰۰ څخه ډیر خبرداري ورکړي دي.

نیکلسن لیکلي: "دا پیښه یو روښانه یادونه ده چې موږ ولې خپل فعالیت ته دوام ورکوو... دا دردناکه ده چې زموږ د هڅو سره سره، ډیرو خلکو ژوند په داسې طریقه له لاسه ورکړ چې مخنیوی یې ممکن وو."

د اذربایجان د کالیبر خبري وبسایټ چې له حکومت سره اړیکه لري، ادعا کړې چې دا الوتکه ګروزني ته د رسېدو پر مهال د روسیې د "پنټسیر-ایس" هوايي دفاعي سیستم په واسطه ویشتل شوې ده. دې وبسایټ دا پوښتنه هم کړې ده چې روسي مقاماتو ولې دغې الوتکې ته له ویشتل کېدو وروسته په ګروزني او یا ورڅېرمه نورو نږدې هوايي ډګرونو کې د بیړنۍ ناستې اجازه نده ورکړل شوې.

د قزاقستان د چارواکو په حواله، په راغورځېدلې الوتکه کې ۴۲ د اذربایجان، ۱۶ روسي او شپږ د قزاقستانو اتباعو سفر کاوه. د روسیې د بیړنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په پېښه کې ژوبل شوي نهه روسي اتباع د درملنې لپاره مسکو ته ولیږدول.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د رویټرز، فرانس پرس او اسوشیتد پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG