د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي جمعه ډسمبر ۲۷ (مرغومي اوومه) ویلي چې د شمالي کوریا ګڼ شمیر سرتیري چې جګړې په ډګر کې اوکرایني ځواکونو په ټپي حالت کې نیولي دي، مړه شویدي.
ښاغلي زیلینسکي په روسیې تور پورې کړ چې دا سرتیري د "ډیر لږ خوندیتوب" سره د جګړې ډګر ته ورټیل وهي.
اوکراین او لویدیځ متحدین یې شمالي کوریا پدې تورنوي چې زرګونه سرتیري یې د روسیې د ملاتړ کولو په خاطر اوکراین ته د جګړې لپاره استولي دي.
د اوکراین مشر پخپلو خبرو کې د شمالي کوریا د وژل شویو سرتیرو شمیر په ډاګه نکړ خو یوازې دومره یې وویل چې دا سرتیري په ټپي وضعیت کې د اوکرایني ځواکونو لاسته ورغلي وو چې وروسته یې سا ورکړه.
زیلینسکي دا هم ندي ویلي چې دا سرتیري د اوکراین په کوم ځای کې نیول شویدي.
تر دې وړاندې جمهور رئیس زیلینسکي ویلي و چې د اوکراین په جګړې کې تر دې دمه نږدې ۳۰۰۰ د شمالي کوریا سرتیري وژل شویدي.
په اوکراین کې د شمالي کوریا د سرتیرو دقیق شمیر ندی معلوم خو د متحدو ایالتونو مقامات وايي چې شمالي کوریا ۱۰۰۰۰ سرتېري استولي چې د اوکراین په جګړې کې له روسي ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېږي.
تر دې وړاندې د جنوبي کوریا استخباراتو ویلي و چې د اوکراین په جګړې کې د شمالي کوریا ۱۰۰۰ سرتیري وژل شوي یا ټپي شوي او تر څنګ یې دا هم ویلي و چې د چاپیریال سره نه بلدتیا ښایي د دومره ډیرې مرګ ژوبلې علت وي.
د متحده ایالاتو حکومت هم د جمعې په ورځ په اوکراین کې د شمالي کوریا د سرتیرو مرګ ژوبلې په هکله د جنوبي کوریا د استخباراتو راپورونه تائید کړل.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي په خبري کنفرانس کې وویل چې د شمالي کوریا سرتیري اوکرایني ځواکونو ته د تسلمیدو پر ځای خپل ځانونه وژني.
د شمالي کوریا او روسیې تر منځ دفاعي تړون د روانې ډسمبر میاشتې په پنځمې نیټې نافذ او عملي کیدل یې پیل شول. د دواړو هېوادونو مشرانو د جون په میاشت کې دا تړون لاسلیک کړی و.
کارپوهان وايي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه تړون په مقابل کې له مسکو څخه پرمختللې تکنالوژي او سرتېري یې د جګړې تجربه ترلاسه کوي.
فورم \ دبحث خونه