د لاس رسي وړ اتصالات

پر ختیځې اروپا د روسیې د ګازو د بندیدو اغیزې


اوکراین په څو راتلونکو ورځو کې د خپلې خاورې له لارې د روسیې د ګازو اکمالات بندوي؛ هغه اقدام چې په اغیزمنه توګه به سلواکیا، مالدووا او تر یو حده هنګري ته د روسي ګازو د لیږد مخه ونیسي.

کیف وایي څرنګه چې روسیه پر اوکراین باندې خپل یرغل ته دوام ورکوي، د دسمبر په ۳۱ مه نیټه به د روسیې د ګازو د لیږد تړون نوی نه کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تیره اونۍ ټینګار وکړ چې کیف به مسکو ته اجازه ورنکړي چې "زموږ په وینو اضافي میلیاردونه پیسې ترلاسه کړي".

د روسیې ګاز په ۲۰۲۳ کې د اروپایی اتحادیې د ګازو د وارداتو له ۱۰ سلنې څخه لږه برخه جوړوله.

دا کچه په ۲۰۲۱ کې، پر اوکراین باندې له یرغل یو کال دمخه، څه دپاسه ۴۰ سلنه وه.

خو د اروپايي اتحادیې د ختیځې اروپا غړي هیوادونه اوس هم د جغرافيايي او سیاسي دلایلو له مخې تر ډېره د روسیې پر ګازو تکیه کوي.

د اروپايي اتحادیې او ناټو غړو هیوادونو هنګري او سلواکیا پر اوکراین د روسیې له یرغل سره سره له کرملین سره نږدې اړیکې ساتلي دي.

په ۲۰۲۲ کې د اوبو لاندې د یو لړ چاودنو وروسته د نورډ سټریم پایپ لاین چې د بالتیک بحیرې له لارې یې د جرمني شمال ته ګاز لیږداوه یې زیانمن کړ روسیه اروپا ته د دوو لارو ګاز لیږدوي. یو یې د تورې بحیرې لاندې د ترک سټریم پایپ لاین دی او بل یې د هغه اړوند د ځمکې له لارې د بالکان پآیپ لاین دی چې بلغاریا، سربیا او هنګري ته ګاز رسوي.

د اوکراین له لارې د ګازو اکمالات د پنځه کلن تړون پراساس دي چې د اوکراین د نافتوګاز او جي ټي اس او یو پایپ لاین لخوا په ۲۰۱۹ کې د روسیې د لوی شرکت ګازپروم سره لاسلیک شوی، چې اوس د دسمبر په ۳۱ پای ته رسیږي.

د رسمي معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ کې د دې لارې څخه د لیږدول شوي ګاز حجم ۱۴.۶۵ میلیارد متر مکعب دی، چې اروپا ته د روسیې د ټولو ګازو نیمایي څخه لږ څه کم دی.

اتریش چې تر اوسه یې خپل ۹۰ سلنه ګاز له روسیې څخه په تېر دوبي کې اخیستي، له شپږ لسیزو وروسته یې د روان کال د ډسمبر په میاشت کې د روسیې له ګازپروم سره خپل تړون لغوه کړ.

په بوداپست کې د لودوویکا پوهنتون کې د انرژۍ د امنیت د چارو کارپوه اندرس ډیک وایي، ګاونډی سلواکیا "اوږدمهاله تړون ته ژمن دی، چې که اوکراینیان د ګازو د ټرانزیټ مخه ونیسي، تؤون به پوره نشي."

مالدووا سره له دې چې د ګازو د اکمالاتو د تنوع لپاره یې ګامونه پورته کړي، د انرژي کمولو هڅه کوي. د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت خپله ۷۰ سلنه بریښنا د ترانسنیسټریا د بیلتون غوښتونکې سیمې د بریښنا له یو سټیشن څخه ترلاسه کوي چې د اوکراین له لارې واردونکي روسی ګاز کاروي.

د خپلو ګاونډیو بر خلاف، هنګري د روسیې د ګازو زیاته برخه د ترک سټریم له لارې ترلاسه کوي.
دا هیواد یوازې یوه برخه د اوکراین له لارې ترلاسه کوي، چې د اکمالاتو د بندولو لپاره د کیف پریکړه به ورته زیان ونه رسوي.

خو، ددې هیواد صدراعظم ویکتور اوربان تیره اونۍ وویل چې "د مناسب قیمت له امله موږ نه غواړو چې دا لاره پریږدو".

د انرژي د امنیت کارپوه ډیک وایي، هنګري "په اروپايي اتحادیه کې د روسیې د ګاز پروم د وروستي پیرودونکي په توګه له خطر سره مخامخ دی".

هغه زیاته کړه، هنګري به بیا د اروپايي اتحادیې له زیاتیدونکي "سیاسي فشار" سره مخ شي ترڅو په روسیه باندې د انرژي انحصار څخه ځان خلاص کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG