د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي چې ددغه بانک د سرپرست نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د روسیې د فدراسیون یکاترینبورک ښار کې په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی دی.
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومې په تیره میاشت کې د همدې کال د لیندۍ د میاشتې پرتله ددغه هیواد صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی دی.
نړیوال بانک ویلي چې افغانستان د خوړو د خوندیتوب د سخت بحران سره مخ دی او په دغه هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب سره د مخ ۱۲.۹ میلیونو افغانانو له ډلې ۲.۹ میلیونه یې د سختې لوږې د حالت په درشل کې ولاړ دي.
طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د احصایې او معلوماتوملي ادارې په دغه هیواد کې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د تیرکال پرتله د پنبې په حاصلاتو کې د ۳۰ فیصده زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه کال کې په دغه هیواد کې ۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید شوې چې ۸۰ زره ټنه یې یوازې د هلمند په ولایت کې تولید شوې ده.
د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) د متحده ایالاتو هغه ادعا وغندله چې ویلي یې دي د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوي شتمني یوه برخه ښایي بیرته د امریکا حکومت ته ورکړل شي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول عمل دې ډلې ته "نه منل کیدونکی" دی.
د کابل د سرای شهزاده د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په بازار کې صرافان وايي په افغانستان کې د تیرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې یو ځل بیا د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو په ارزښت کې په چټک ډول زیاتوالی راغلی او اوس مهال یو امريکايي ډالر د شاوخوا ۸۰ افغانیو سره تبادله کیږي.
بلومبرګ راپور ورکړی چې چینايي مقامات په دې غور کوي چې د ټیک ټاک د امریکا برخه په میلیاردر ایلان مسک وپلوري، ځکه چې د امریکا د یو قانون له مخې که ټیک ټاک له خپل چینايي مالک څخه جدا نشي نو په امریکا کې به یې فعالیت بند شي.
د روسیې د خبري اژانس تاس د یو راپور له مخې دغه هیواد په تیر ۲۰۲۴ کال کې د نږدې ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اوړه پر بهرنیو هیوادونو باندې پلورلي، چې ددغې ډلې د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه افغانستان پیرلي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې اداره وايي افغانستان کې د غالیو اوبدلو صنعت د ودې او پرځان د بساینې لپاره یې کابل کې د وړیو د نخ اوبدلو یو مرکز او په هرات کې د نخ د رنګ کولو او وچولو یو مرکز جوړولو لپاره مالي ملاتړ برابر کړی چې ښځو په ګډون په کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې خبر ورکړی او ویلي دي چې تیر کال ددغه هیواد د سوداګرۍ کچه ۱۲ میلیاردو او ۴۲۲ میلیونو ډالرو ته رسیدلې وه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چین څخه غوښتي دي چې د برېښنا د تولید او د روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
نور پورته کول