د لاس رسي وړ اتصالات

 
تیره میاشت د افغانستان صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی ـ طالبان

تیره میاشت د افغانستان صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی ـ طالبان


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۸۰۳ میلیونوډالرو او د وارداتو کچه لس میلیارده او شاوخوا ۶۱۹ میلیونه ډالره وه.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۸۰۳ میلیونوډالرو او د وارداتو کچه لس میلیارده او شاوخوا ۶۱۹ میلیونه ډالره وه.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومې په تیره میاشت کې د همدې کال د لیندۍ د میاشتې په پرتله ددغه هیواد صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی دی.

دغې ادارې د شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۷) په یوه خپرپاڼه کې ویلي چې د مرغومې په میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲٫۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یې ۱۰۹۷٫۲ ميليونو ډالرو ته رسیدلی و.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ مياشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۰٫۲ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت یې ۱۰۴۱٫۵ میلیونه ډالره وو.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو ارزښت د لیندۍ مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸ميليونه ډالره کموالی لري. له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۴۱٫۵ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په مرغومي مياشت کې د ۵۵٫۷ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌ کې راغلی دی".

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

ددې راپور پراساس په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د نږدې ۵۴ میلیونو ډالرو د کموالي خبر ورکړی وو.

دغې ادارې د ډسمبر اول ( لیندۍ ۱۱) د خپل فیسبوک په پاڼه په یو راپور کې ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان بهرنیو هیوادونو ته ۶۶۷.۳ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او د پنځه میلیاردو او ۲۵۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت یې توکي له بهرنیو هیوادونو دغه هیواد ته وارد کړي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۸۰۳ میلیونوډالرو او د وارداتو کچه لس میلیارده او شاوخوا ۶۱۹ میلیونه ډالره وه.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پربنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۸۸۴ میلیونه ډالره وه او واردات یې تر اوو میلیاردو او ۷۱۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلي وو.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه د ۲۰۲۳ کال پرتله شاوخوا څلور سلنه کمه وه، خو دغه هیواد ته د وارداتو کچه کې تیرکال د اوړم کال پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک په یو وروستي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د همدې کال د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۴ سلنه کم شوي دي.

دغه بانک د صادراتو د کمښت په علتونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسۍ بدلون، د افغانستان په تازه میوو او کرهڼیزو محصولاتو لوړه مالیه اخیستل او هم په دغه هیواد کې د افغانستان د ډبرو سکرو د کارولو پرځای سیمه ییزو سکرو کارول ښودلي دي.

په عین حال کې نړیوال بانک د دسمبر څلورمه (لیندۍ۱۴مه) په یو راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اقتصاد د لږې ودې سره سره بیا هم د نا څرګند راتلونکي او لویو ننګونو سره مخامخ دی.

دغه بانک د " افغانستان د پراخیتا نوي کول" تر عنوان لاندې په یو راپور کې ویلي دي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ، "مالي محدودیتونه، نا متوازنه سوداګري او د عامه پانګونې لپاره محدود ظرفیت" د افغانستان د اقتصاد په مخکې خنډونه او ننګونې دي.

نړیوال بانک ویلي دي،‌ چې د ښځو ونډه، د نرخونو ثبات او د بشري پانګې د کلیدي کسرونو سره مقابله د افغانستان د اقتصاد د اوږدې مودې رغونې لپاره مهم فکټورونه دي.

نړیوال بانک وايي چې د افغانستان ناخالصو داخلي تولیداتو ۲.۷ سلنه وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبران کوي.

طالبان له تېرو شاوخوا دریو کالونو راهېسې په افغانستان کې حاکم دي، خو حکومت یې لا په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی نه دی او د دغه هېواد اقتصاد په لویه کچه منزوي پاتې شوی دی.

د اقتصادي‌ ستونزو او بېکارۍ د زیاتېدو له کبله ډېر افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG