د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په اتو میاشتو کې د دریو اروپايي هیوادونو په ګډون د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته د نږدې ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۶۳ زره ټنه انار تراوسه صادرکړي دي.
ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۳( مرغومې درېیم) امریکا غږ ته وویل، چې زیاته برخه دا انار پاکستان، هند، تاجیکستان،اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، عراق، قطر، بریتانیا، جرمني او اتریش ته صادر شوي دي.
تازه او وچې میوې او طبي نباتاتو صادرات د افغانستان د صادراتي توکو عمده برخه جوړوي او د ځینو اروپايي هیوادونو په ګډون د سیمې او ګاونډیو هیوادونو کې د خرڅلاو ښه بازار لري.
تراوسه د روان کال په اوږدو کې د افغانستان د صادراتو مجموعي کچه نه ده اعلان شوې او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو د مجموعي کچې په اړه معلومات به بله اونۍ رسنیو سره شریک کړي.
ددغه وزارت د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه نږدې دوو میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وه.
خو د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د نږدې ۵۴ میلیونو ډالرو د کموالي خبر ورکړی دی.
دغې ادارې د ډسمبر اول ( لیندۍ ۱۱) د خپل فیسبوک په رسمي پاڼه په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان بهرنیو هیوادونو ته ۶۶۷.۳ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او د پنځه میلیاردو او ۲۵۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت یې توکي له بهرنیو هیوادونو دغه هیواد ته وارد کړي دي.
په دې راپور کې ویل شوي: " د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صاداراتو ارزښت ۷۲۰.۹ میلیون ډالرو ته رسېده چې روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۵۳.۶ میلیون ډالره کموالی راغلی. همدارنګه د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وارداتو ارزښت ۴ میلیارد او ۴۸٫۷ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په وارداتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱ میلیارد او ۲۰۱٫۸ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی. "
نړیوال بانک هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د روان کال سپټمبر په میاشت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې پرتله ددغه هیواد صادرات د یو شمیر عواملو له امله چې په کې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسو بدلون هم شامل دي ۱۴ فیصده کموالی راغلی دی.
نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په راپورکې ویلي چې سږکال د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۲۰.۵ میلیونه ډالره وه چې دا اندازه د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.
دغه بانک د صادراتو د کمښت په علتونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسۍ بدلون، د افغانستان په تازه میوو او کرهڼیزو محصولاتو لوړه مالیه اخیستل او هم په دغه هیواد کې د افغانستان د ډبرو سکرو د کارولو پرځای سیمه ییزو سکرو کارول ښودلي دي
یو شمیر افغان سوداګر د افغانستان د صادراتو د کمیدو یو علت د طالبانو د حکومت له خوا سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې په ځانګړي ډول د هوايي دهلیزونو له لارې د سهولتونو نه برابرول ښيي او وايي چې د تیر جمهوري رژیم پر مهال که څه هم د افغانستان صادرات د اوسنۍ کچې په اندازه نږدې نیمايي کم وو، خو د پخواني رژیم له خوا سوداګرو ته په ځانګړي ډول د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو د ترانسپورټي مصارفود کمیدو په برخه کې یوه اندازه سهولتونه ورکول کیدل .
دغه سوداګر وايي، چې اوس هغوی ته د طالبانو د حکومت له خوا دغسې سهولتونه نه ورکول کیږي.
فورم \ دبحث خونه