د لاس رسي وړ اتصالات

د ریل ګاډي له لارې د چین د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه افغانستان ته ورسېده


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو حکومت وايي چې د ریل ګاډي له لارې د چین د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه د افغانستان په شمال کې د حیرتانو بندر ته رسېدلې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ‌ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د چین دا سوداګریز توکي د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان په شمال کې د حیرتانو بندر او وروسته د مزاشریف ښار ته رسېدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "دغه محموله چې ټول ۵۵ کانټینره دي له چین هېواد څخه بارګیري شوي دي او د قزاقستان او ازبکستان هېوادونو له لارې نن غرمه... د هېواد په شمال کې د مزارشریف ښار ته راورسیده."

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په بلخ کې خبریالانو ته وویل: د ریل ګاډي له لارې د چین د سوداګریزو توکو دا جوپه په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته ورسېدله.

عزیزي وویل: "هغه توکي چې په دې محموله کې شامل دي ټوکر دی چې زموږ افغانان ترې تل استفاده کوي او دغه راز برېښنايی توکي، لوښي،‌ پرزې او نور توکي دي چې موږ او تاسې یې تل له چین څخه واردوو په دې محموله کې شامل دي."

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې ده چې په دغه ریل ګاډي کې به د افغانستان سوداګریز توکي چین ته صادر شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر دغې لارې د صادراتو او وارداتو له ټکني کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې چین د ریل ګاډي‌ له لارې افغانستان ته صادرات کوي.

د چین او افغانستان ترمنځ د ریل ګاډي له لارې د سوداګریزو توکو انتقال په ۲۰۱۶ کال کې پیل شو خو هغه مهال یواځې چین کولی شول چې له دې لارې افغانستان ته صادرات وکړي.

افغانستان په ۲۰۱۹ کې د لومړي ځل لپاره د ریل ګاډي په وسیله چین ته صادرات وکړل چې په کې قیمتي ډبرې،‌ وچې میوې او غالۍ شاملې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG