د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د نږدې ۵۴ میلیونو ډالرو د کموالي خبر ورکړی دی.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ډسمبر اول ( لیندۍ ۱۱) د خپل فیسبوک په رسمي پاڼه په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان بهرنیو هیوادونو ته ۶۶۷.۳ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او د پنځه میلیاردو او ۲۵۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت یې توکي له بهرنیو هیوادونو دغه هیواد ته وارد کړي دي.
په دې راپور کې ویل شوي: " د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صاداراتو ارزښت ۷۲۰.۹ میلیون ډالرو ته رسېده چې روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۵۳.۶ میلیون ډالره کموالی راغلی. همدارنګه د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وارداتو ارزښت ۴ میلیارد او ۴۸٫۷ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په وارداتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱ میلیارد او ۲۰۱٫۸ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی. "
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ددغه راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وچه او تازه مېوه د صاداراتي توکو په ډله کې د ۱۶۷٫۱ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لرله، چې ورپسې د ۱۱۹٫۷ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي، د ۸۵٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکي او د ۶۶٫۴ میلیون ډالرو په ارزښت سبزي او ترکاري په ترتیب دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتوکې افغانستان ته د وارداتي توکو په ډله کې نفتي مواد او روغنیات د ۹۹۱٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاته ونډه لرله او ورپسې ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۷۷۲ میلیون ډالرو په ارزښت، غنم او د غنمو اوړه د ۲۶۱٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت او منسوجات د ۲۲۹٫۹ میلیون ډالرو په ارزښت په دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی وو.
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي: " د یادولو وړ ده چې د روان کال په یاده موده کې وچه مېوه د ۲۰٫۵ سلنې او طبي بوټي د ۱۷٫۹ سلنې په درلودو د هېواد په صاداراتو کې تر ټولو زیاته ونډه لري او نفتي مواد او روغنیات د ۱۸٫۹ سلنې او ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۱۴٫۷ سلنې په درلودو د هېواد د وارداتو تر ټولو زیاته برخه جوړوي."
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ددغه راپور دمخه نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو وروستي راپور کې ویلي چې د روان کال سپټمبر په میاشت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې پرتله ددغه هیواد صادرات د یو شمیر عواملو له امله چې په کې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسو بدلون هم شامل دي ۱۴ فیصده کموالی راغلی دی.
نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په راپورکې ویلي چې سږکال د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۲۰.۵ میلیونه ډالره وه چې دا اندازه د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.
دغه بانک د صادراتو د کمښت په علتونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسۍ بدلون، د افغانستان په تازه میوو او کرهڼیزو محصولاتو لوړه مالیه اخیستل او هم په دغه هیواد کې د افغانستان د ډبرو سکرو د کارولو پرځای سیمه ییزو سکرو کارول ښودلي وې.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی وو.
د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د صادراتو د کمېدو لامل د پاکستان له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو "نه مراعتول" بللي وو.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي د نومبر پر ۱۷ (لړم ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې له څه مودې راهيسې د پاکستان سوداګریزې پالیسۍ ډېر بدلون کړی چې په نتيجه کې يې د دواړو غاړو سوداګرۍ ته زیان رسېدلی دی.
د ډبرو سکرو د صادراتو کمیدل
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت د څارنې د اګست د میاشتې په راپور کې ویلي چې د پاکستان حکومت د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید په کارخونو کې د سیمه ییزو ډبرو سکرو څخه کار اخیستلو ته مخه کړې ده، چې ورسره له افغانستان څخه دغه هیواد د ډبرو سککرو صاراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. ".
نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ۷۱ فیصده کم شوي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې دغه هیواد ته د افغانستان څخه د صادر شویو ډبرو سکرو څخه ترلاسه شوی عاید ۶۱ میلیونو ډالرو ته رسیدلی، په داسې حال کې چې دا اندازه تیر۲۰۲۳ کال همدې موده کې ۲۰۹ میلیونو ډالره وه.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت لا ترواسه په روان ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په اړه وروستي ارقام نه دي اعلان کړي. دغه وزات ویلي و چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان بهرنیو هیوادونو ته نږدې دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي وو.
فورم \ دبحث خونه