د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نړیوال بانک د راپور پرخلاف د تلې په میاشت کې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ نومبر۲۰(لړم ۳۰) ویلي چې ددغې ادارې د ارزونو له مخې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې په میاشت کې د ۲۳۴.۹ میلیونو ډالرو پر ارزښت بهر ته توکي صادر کړي او په همدې میاشت کې يې د یو میلیارد او ۱۴۰ میلیونو ډالرو پر ارزښت توکې وارد کړي دي.
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د اګست د میاشتې په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۲۰.۵ میلیونه ډالره وه چې دا اندازه د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.
خو د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي: " د وږي په میاشت کې د هیواد [افغانستان] مجموعي صادراتو کچه ۱۷۳.۹ میلیونه ډالره وه . د شمیرنو ارزونې ښيي چې د تلې په میاشت کې د وږي د میاشتې پرتله زمونږ د صادراتوکچه ۶۱ میلیون ډالره زیاته وه".
دغې ادارې ویلي چې د تلې په میاشت د وږي د میاشتې پرتله د افغانستان د وارداتو په کچه کې د ۱۸۶ میلیونو ډالرو زیاتوالی لیدل کیږي او دغه هیواد د وږي په میاشت کې د ۹۵۴ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات درلودل.
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دغه راپور کې د روان کال د صادراتو او وارداتو مجموعي اندازه نه ده ښودلې، خو ویلي دي چې د وږي او تلې په میاشتو کې له افغانستان څخه زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او هم د نورو هیوادونو پرتله افغانستان ته زیات واردات د ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان د صادراتو د کچې د زیاتیدو په اړه دا معلومات په داسې حال کې خپاره کړي چې د نړیوال بانک له افغانستان څخه پاکستان ته د دغه هیواد صادراتو کې د پام وړ کموالي خبر ورکړی دی.
دغه بانک پاکستان ته د افغانستان د صادراتو د کمښت په علتونو کې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسۍ بدلون، د پاکستان له خواد افغانستان په تازه میوو او کرهڼیزو محصولاتو لوړه مالیه اخیستل او هم په دغه هیواد کې د انرژۍ د تولید لپاره د افغانستان د ډبرو سکرو د کارولو پرځای د پاکستاني ډبرو سکرو کارول ښودلي دي.
نړیوال بانک ویلي: "د پاکستان حکومت د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید کارخونې د سیمه ییزو ډبرو سکرو څخه کار اخیستلو ته اړولي دي. د افغانستان پر تازه او وچو میوو د مصرف کوونکو مالیه اخیستلو په برخه امتیازات بیرته اخیستي او د سرحد په اوږدو کې دوامداره اخلال او خنډونه اود مارچ په میاشت کې د لنډ مهاله داخلیدو اسنادو معرفي کیدل[ د سرحد څخه د تیریدو لپاره] د سوداګرو د مایوسۍ سبب شو چې له امله یې د سوداګرۍ سره د هغوی د پریکون سبب شو".
نړیوال بانک ویلي چې ددغو اقداماتو په پایله کې د افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ۷۱ فیصده کم شوي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې دغه هیواد ته د افغانستان څخه د صادر شویو ډبرو سکرو څخه ترلاسه شوی عاید ۶۱ میلیونو ډالرو ته رسیدلی، په داسې حال کې چې دا اندازه تیر۲۰۲۳ کال همدې موده کې ۲۰۹ میلیونو ډالره وه.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی وو.
د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د صادراتو د کمېدو لامل د پاکستان له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو "نه مراعتول" بللي وو.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي د نومبر پر ۱۷ (لړم ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې له څه مودې راهيسې د پاکستان سوداګریزې پالیسۍ ډېر بدلون کړی چې په نتيجه کې يې د دواړو غاړو سوداګرۍ ته زیان رسېدلی دی.
خو دغه وزارت دمخه ویلي وو چې د روان کال په لسو میاشتو کې له افغانستان څخه هند ته د ۴۴۷ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد نومبر نهم (لړم ۱۹) ویلي چې افغانستان په دغه موده کې له هند څخه د ۲۰۳ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي
همداشان دغه وزارت ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان څخه امریکا، ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته د ۷۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت انجه او زعفران صادر شوي دي.
همداشان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په همدې موده کې له افغانستان څخه د ۲۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۸۰ ټنه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته صادر شوي دي
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تراوسه د روان کال د افغانستان د صادراتو او وارداتو مجموعي شمیرنې نه دي خپرې کړي.
خو ددغه وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ازښت توکي صادر کړي وو..
فورم \ دبحث خونه