د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان صادرات د تیرکال پرتله ۱۴٪ کم شوي


نړیوال بانک ویلي د افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ۷۱ فیصده کم شوي دي.
نړیوال بانک ویلي د افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ۷۱ فیصده کم شوي دي.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د روان کال سپټمبر په میاشت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې پرتله ددغه هیواد صادرات د یو شمیر عواملو له امله چې په کې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسو بدلون هم شامل دي ۱۴ فیصده کموالی راغلی دی.

نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په راپورکې ویلي چې سږکال د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۲۰.۵ میلیونه ډالره وه چې دا اندازه د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.

دغه بانک د صادراتو د کمښت په علتونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسۍ بدلون، د افغانستان په تازه میوو او کرهڼیزو محصولاتو لوړه مالیه اخیستل او هم په دغه هیواد کې د افغانستان د ډبرو سکرو د کارولو پرځای سیمه ییزو سکرو کارول ښودلي دي.

پاکستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی وو.

د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د صادراتو د کمېدو لامل د پاکستان له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو "نه مراعتول" بللي وو.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي د نومبر پر ۱۷ (لړم ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې له څه مودې راهيسې د پاکستان سوداګریزې پالیسۍ ډېر بدلون کړی چې په نتيجه کې يې د دواړو غاړو سوداګرۍ ته زیان رسېدلی دی.

نوموړي زياته کړه: "له تېرو دریو کلونو راهیسې د پاکستان چارې او لارې بدلې شوې دي او د دغه هېواد د کړنلارې زياته برخه سياسي ده او هيڅ تجارتي او بین المللي اساس نه لري. که څه هم موږ له پاکستان سره د ټرانزیټ قرارداد لرو، خو بیا هم هغوی وخت په وخت حالات پېچلي کړي او په دې دريو کلونو کې زموږ تجارت ترټولو ټیټې درجې ته رسېدلی دی."

د الکوزي په خبره، د پاکستان تګلارو ټرانزيټ تجارت له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی او په کراچۍ بندر کې يې افغانستان ته پر تلونکو مالونو درې ډوله تعذيرات وضع کړي دي: "یو دا چې ځينې شیان يې په ممنوع ليسټ کې اچولي دي. بل يې د بانک ضمانت دی او درېيم دا چې په سيند ايالت کې پر مالونو ۱۰ سلنه تعارفه اخلي، نو دې چارو زموږ سوداګري ډېره اغېزمنه کړې ده. همداشان د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت هم د افغان سوداګرو پر مالونو دوه فیصده محصول اخیستل د نومبر میاشتې راهیسې پیل کړي دي.

د ډبرو سکرو صادراتو کمیدل

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت د څارنې د اګست د میاشتې په راپور کې ویلي: "د پاکستان حکومت د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید په کارخونو کې د سیمه ییزو ډبرو سکرو څخه کار اخیستلو ته اړولي دي. د افغانستان پر تازه او وچو میوو د مصرف کوونکو مالیه اخیستلو په برخه امتیازات بیرته اخیستي او د سرحد په اوږدو کې دوامداره اخلال او خنډونه اود مارچ په میاشت کې د لنډ مهاله داخلیدو اسنادو معرفي کیدل[ د سرحد څخه د تیریدو لپاره] د سوداګرو د مایوسۍ سبب شو چې له امله یې د سوداګرۍ سره د هغوی د پریکون سبب شو".

نړیوال بانک ویلي چې ددغو اقداماتو په پایله کې د افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ۷۱ فیصده کم شوي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې دغه هیواد ته د افغانستان څخه د صادر شویو ډبرو سکرو څخه ترلاسه شوی عاید ۶۱ میلیونو ډالرو ته رسیدلی، په داسې حال کې چې دا اندازه تیر۲۰۲۳ کال همدې موده کې ۲۰۹ میلیونو ډالره وه.

نړیوال بانک ویلي: "همداشان د خوراکي توکو صادرات هم ۸.۶ فیصده، د ۶۳۷ میلیونو ډالرو څخه ۵۸۲ میلیونو ډالرو ته کم شوي چې پاکستان ته دغو توکو په صادراتو کې ۲۳ فیصده کموالی ښيي چې د افغانستان د خوراکي توکو د مجموعي صادراتو ۳۰ فیصده جوړوي".

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان ۴۵ فیصده خوراکي توکي هند ته صادریږي چې سږکال د تیرکال پرتله په کې ۶ فیصده کموالی راغلی دی. نړیوال بانک ویلي چې د دوو پرله پسې کلنو سخت انقباض وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت کې یو څه ښه والی راغلی دی، خو دغه بانک زیاته کړې چې دا هیواد لا هم د عمده ننګونو او ګواښونو په ځانګړي ډول د بشري پانګې، د بیکارۍ لوړې کچې، پراخه بې وزلي او د خوړو نه خوندیتوب په برخو کې مخ دی.

دغه بانک ویلي: "دا مسایل کیدای شي چې په اوږده موده کې هم د هیواد اقتصاد او هم ټولنیز جوړښت ته زیان ورسوي. د ښځو او نجونو پر زده کړو محدودیتونه او د هغوی پر ټولنیر- اقتصادي چارو کې شمولیت د امربالمعروف او نهی عن النمکر د وروستي اخلاقي قانون په ګډون د راتلوونکي پرمختګ پر وړاندې جدي خنډونه را ولاړ کړي".

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات

نړیوال بانک خپل دغه راپور کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ساتلو مسلې ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې د افعانۍ د بیې پیاوړتیا افغانستان ته په ارزانه بیه د توکو د وارداتو سره مرسته کړې ده. دغه بانک ویلي چې د پاکستان سره د سرحدي لارو بندیدل، ددغه هیواد له خوا د افغانستان په کرهڼیزو توکو د محصول لوړول او د قاچاق د مخنیوي هڅې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د ټیتيدو سره مرسته کړې ده، چې ددې سربیره په نړیوال بازار کې هم خوراکي توکو بیې ټیټې شوي او ورسره په افغانستان کې د اصلي انفلاسیون کچه د تیرکال پرتله ۱.۴ فیصده کمه شوې ده.

د نړیوال بانک ددغه راپور له مخې د سوداګرۍ ددغه کسر سره سره افغانۍ خپله بیه ثابته ساتلې او د ۲۰۲۴ د سپټمبر پورې یې د نورو اسعارو پر وړاندې یو څه ارزښت لوړ کړی دی.

دغه بانک ویلي: " دغه ثبات کیدای شي چې د افغانۍ د بانک نوټونو د عرضې د کمښت او په جدي ډول د بهرنیو اسعارو د کنټرول په ګډون د مختلفو عواملو له امله اوسي".

د نړیوال بانک د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې افغانۍ د امریکايي ډالر پر وړاندې ۶۹.۲ فیصده خپل ارزښت لوړ کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG