د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د صادراتو د کمېدو لامل د پاکستان له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو "نه مراعتول" بللي دي.
نوموړي د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹) په کابل کې وويل چې په دې موده کې د سيمې له هېوادونو سره د ۴.۶ ميليارده ډالره په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده: "شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالره سوداګري شوې، چې ۵۰۹ میلیونه ډالره یې صادرات او نېږدې ۴.۰۹۱ میلیارده ډالره واردات دي. د ۱۴۰۲ ميلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې صادرات شاوخوا ۵۶۸ ميليون ډالر وو او واردات شاوخوا ۳.۲۱۱ ميليارده ډالر وو، چې د پروسږ کال پرتله په صادراتو کې ۱۰ سلنه کموالی په ګوته کوي."
په عين حال کې د افغانستان او پاکستان ګډه سوداګريزه خونه وايي چې په ۲۰۲۳م کال کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ مجموعي تجارت څه باندې دوه نيم ميليارده ډالره وو ، خو دا مهال ۷۰۰ ميليونو ډالرو ته راټيټ شوی دی.
د پاکستان او افغانستان د صنعت او تجارت د ګډې خونې د افغانستان څانګې مشر خان جان الکوزی وايي چې له عادي حالته غير عادي حالت ته د اوضاع اوښتو له امله پر دوه اړخيزه تجارت له ۵۰ سلنه څخه تر ۷۰ سلنه پورې منفي اغېز شوی دی.
نوموړی زياتوي: "په کراچۍ کې زموږ ټرانزيټ تقريباً کاملاً درېدلی دی. اوس موږ له ۷۰ تر ۸۰ سلنې ټرانزيټ د کراچۍ له لارې نه کوو. د دوی (پاکستان) د سختو شرايطو له امله ټول ټرانزيټ چاه بهار او بندر عباس ته انتقال شوی دی."
خان جان الکوزی وايي چې پر دوه اړخيزه تجارت د منفي اغېز له امله داخلي تجارت هم مخ پر ښکته روان دی.
خو د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وايي، په صادارتو کې کموالی ښايي له دې کبله هم راغلی وي چې د افغانستان پر معدنو تعارفه لوړه شوې او اوس یې پاکستان ته واردول کم شوي دي: "د افغانستان معدن چې پاکستان ته واردېږي نو بیا له دې ځایه چین ته صادرېږي، نو اوس داسې ښکاريچې افغانستان یې د منځنۍ اسیا له لارې صادروي. "
نوموړی زیاتوي، په صادراتو کې د کمي بله وجه دا هم کېدای شي چې پر ډیورنډ کرښه اوښتونکو لاریو د راجسترېشن لازمي کول هم خنډونه جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په بېلا بېلو وختونو کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم، چمن، غلام خان، خرلڅيو، باديني او انګور اډې لارې په اونيو يا مياشتو بندې پاتې وي.
د دغو لارو د بندېدو تر شا لاملونه کله امنيتي، کله قانوني او کله بيا سیاسي وي چې په نتيجه کې يې د دواړو خواوو ترمینځ تجارت په ټپه ودرېږي.
د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو یوشمېر صادروونکي د دواړو هېوادونو ترمینځ د شته ننګونو پر حل ټینګار کوي او له پاکستان سره د بديلې سوداګریزې لارې د رامینځته کېدو غوښتنه کوي.
يو افغان سوداګر ميرويس حاجي زاده د سپټمبر پر نهمه طلوع نيوز ته وويل: "له بده مرغه په دې وروستيو کې هرڅوک شاهدان دي چې په دې موسم کې، په ځانګړې توګه د مېوو په موسم کې د افغانستان لارې لکه تورخم په ناڅاپه توګه تړل کېږي. دا یو لوی ګوزار دی. زه تاسو ته ویلای شم چې که دا ستونزې همداسې دوام وکړي، ښايي له دوست ګاونډي هېواد پاکستان سره سوداګري په نېږدې راتلونکي کې صفر ته ورسېږي."
په کابل کې د پاکستان سفارت پر خپله وېبپاڼه ليکلي چې پاکستان د تجارت (صادراتو او وارداتو) په برخه کې د افغانستان تر ټولو لوی شريک دی. د دواړو هېوادونو چارواکو وخت په وخت د تجارتي معاملاتو د اسانولو په لړ کې ليده کاته کړي دي خو پر هغه سربېره بيا هم داسې خنډونه رامینځته شوي چې دوه اړخيز تجارت، په ځانګړې توګه پاکستان ته يې د افغانستان صادرات اغېزمن کړي دي.
فورم \ دبحث خونه