د لاس رسي وړ اتصالات

الکوزی: د تعرفې لوړیدو له امله پاکستان ته د تازه میوو او ترکارۍ صادرات دریدلي


افغان سوداګر وايي چې پاکستان د جولاۍ د میاشتې له پیل څخه د افغانستان پر ۱۲ قلمه تازه میوو او ترکارۍ باندې څو چنده محصول لوړ کړی دی.
افغان سوداګر وايي چې پاکستان د جولاۍ د میاشتې له پیل څخه د افغانستان پر ۱۲ قلمه تازه میوو او ترکارۍ باندې څو چنده محصول لوړ کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغانستان په تازه میوو او ترکارۍ باندې محصول اخیستل څو چنده لوړ کړی چې له امله یې افغان سوداګر دې ته اړ شوي چې دغه هیواد ته خپل صادرت بند او د پاکستاني سوداګرو سره خپل قراردادونه فسح کړي.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو اونیو کې د پیازو پرته په تازه میوو او ترکاریو محصول لوړ کړی چې له امله یې افغان سوداګر نشي کولای په پاکستاني مارکیټونو کې خپل مالونه وپلوري.

ښاغلي الکوزي وویل: "تاسو ته معلومه ده چې په دې وروستیو کې پاکستان زمونږ په صادراتو باندې چې تقریبا ۱۲ قلمه کیږي او اکثره تازه میوه او سبزي ده پرته له پیازو څخه ټولو باندې څو چنده محصول جګ کړی دی او دا په هیڅ صورت باندې په هغه مارکیت کې مونږ دا مال نشو خرڅولی او رقابت نشو کولای نو په دې خاطر باندې زمونږ تجارانو کوم قرارداتونه چې یې کړي وو هغه یې تعلیق کړل... دوی هلته خپل مال نه لیږي".

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مدیره پلاوي غړي وویل چې خپلې ستونزې او اندیښنې یې د طالبانو د حکومت سره شریکې کړي او دغه حکومت د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارت دنده سپارلې چې په دې مسله د پاکستان د حکومت سره خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت د جولاۍ د روانې میاشتې له پیل راهیسې له افغانستان څخه دغه هیواد ته په تازه میوو او ترکارۍ باندې محصول لوړ کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې پاکستان د افغانستان په تازه میوو او ترکارۍ د محصول د لوړولو علت د پیسو د وجهې صندوق (IMF) څخه قرضداره کیدل ښودلي او ویلي دي چې له ټولو بهرنیو هیوادونو څخه په وارداتي توکو یې محصول لوړ کړی دی.

خان جان الکوزی وايي چې ددې لپاره چې په افغانستان کې د میوو او ترکارۍ فصل دی او افغانستان د ۶۰ څخه تر ۶۵ فیصدو پورې خپل کرهڼیز محصولات پاکستان ته صادروي نو ددې ستونزې دوام به بزګزانو ته ډیر زیان ورسوي.

هغه وویل: "اګر چې مونږ دوی سره د 'سکا' غړي یو د سکا په قرارداد کې عضویت چې څوک ولري کرهڼیزو محصولاتو باندې ټکس څوک نشي لوړولی هغه هیوادونه چې د سکا غړي دي. مونږ دوی سره په خبرو بوخت یو، ددې لپاره چې زمونږ د میوو وخت دی او مونږ ته لوی زیان رسیږي. مونږ داخلي تدابیر هم نیولي دي د نورو لارو هم کوښښ کوو".

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي د پاکستان سره د ترجیحې تعرفو مسلې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې کیدای شي په اړه هم د پاکستان سره کار وکړي چې کوم توکي چې پاکستان کې نه تولیدیږي له افغانستان څخه دغه هیواد ته د ترجیحې تعرفې له مخې صادر شي او هغه توکي چې په افغانستان کې نه تولیدیږي لکه کیله ددغه هیواد څخه د ترجیحې تعرفې له مخې وارد شي.

افغان سوداکر وايي چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د تازه میوو او ترکارۍ د حاصلاتو پر مهال د افغانستان په تازه میوو او ترکارۍ باندې محصول لوړوي، بلکې په تیرو کلنو کې هم د پاکستان حکومت پر دغو توکو باندې محصول لوړ کړی وو.

پاکستاني سوداګر وايي چې پاکستان ته د افغانستان څخه د تازه میوو او ترکارۍ د صادراتو د بندیدو وروسته په دغه هیواد کې د تازه میوو او ترکارۍ بیې د تیرو دوو اونیو راهیسې لوړې شوي دي.

افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۰ کال کې د " اپټا" په نوم د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون لاسیلک شوی وو، خو ددغه تړون اجرایوي موده د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې پاې ته رسیدلې او دواړو هیوادونو موافقه کړې چې په دې تړون کې پر تعدیلاتو باندې د موافقې او نوي تړون تر لاسلیک به د همدې پخواني تړون له مخې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري او ترانزیټي مالونو راکړه ورکړه ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG