د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر سوداګرۍ د پاکستان نوي محدودیتونه


د تورخم بندر
د تورخم بندر

د پاکستان حکومت د روانې جولاۍ میاشتې له ۱۵مې (چنګاښ ۲۶) نېټې راهیسې پر بار وړونکو موټرو باندې د لنډمهاله ټرانزیټي اسنادو لرل لازمي کړل، دې پرېکړې د سوداګرو او موټر چلونکو سخت غبرګون پارولی دی.

دوی وايي، د موقتي ټرانزیټي اسنادو د پلي کولو پریکړه پداسې مهال کېږي چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې د مېوو موسم دی او په دومره لنډ او تنګ وخت کې دوی دا اسناد نشي ترلاسه کولای.

تېره سه شنبه د پاکستان سوداګرۍ وزارت په یو بیان کې وویل چې د چنګاښ له ۲۶مې نېټې وروسته د موقتي ټرانزیټي اسنادو پرته له افغانستان څخه هېڅ یوه بار وړونکې لارۍ پاکستان ته نشي ننوتلی. په بیان کې راغلي که د یوې لارۍ ډرایور او کلینر بې له موقتي اسنادو له پولې تېر شو، نو د هغوی لارۍ به خالي کېږي او بیرته ستنېدو ته اړ کیږي.

د موقتي ټرانزیټي اسنادو پرېکړه د روان کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د طالب چارواکو او د اسلام اباد د یو تجارتي پلاوي ترمینځ شوې وه، چې د سل ډالرو فیس په ورکولو سره یو ډرایور او کلینر تر شپږو میاشتو د پاکستان او افغانستان ترمینځ تګ راتګ کولای شي.

د موټرچلونکو غبرګون

یو افغان موټر چلونکی شېرین اغا چې له خپل هېواده انار، انګور، خوبانۍ او نورې مېوې پاکستان ته لیږدوي او له هغه هېواد څخه بیا امونه او نورې مېوې افغانستان ته وړي، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "پاکستاني ډرایورانو په کابل او کندهار کې د موقتي اسنادو لپاره درخواستونه ورکړي وو او دا دی څو میاشتې تېرې شوې خو موقتي اسناد لا نه دي ورکړل شوي. "

شېرین اغا ادعا کوي چې د اسنادو د ځتډیدلو علت دواړو غاړو ته په کونسلګریو کې یوازې د یو مامور شتون دی چې نشي کولای په زرګونو موټر چلونکو ته اسناد اجرا کړي.

هغه وایي ډرایورانو له مجبورۍ لارۍ روانې کړي، "یو خوا راپسې بچي دي او بلخوا د لاریو ایجاره (قسطونه) دي." شېرین اغا د کابل او اسلام اباد پر چارواکو غږ وکړ چې په خپله برنامه کې دې یوڅه نرمښت راولي.

د پاکستان غاړې ته ډرایور حبیب الله شینواری هم له ستونزو سرټکوي. هغه امریکا غږ ته وویل، په پېښور کې یې افغان کونسلګرۍ ته د موقتي اسنادو لپاره درخواست کړی خو تر یوې میاشتې زیات وخت یې وشو او لا یې هم سند نه دی جوړ شوی: "کله په یوه پلمه او کله په بله پلمه مو ځوروي، اکثره له افغانستانه یا له پاکستانه مېوې بار کړو، نو کله د ګمرک په نوم، کله د موقتي اسنادو په نوم مو ځوروي او ټرکونه مو څو څو ورځې ولاړ وي او مالونه مو پکې خراب شي."

د کابل او اسلام اباد ترمینځ د تېرو څو لسیزو ترینګلو اړیکو د دواړو هېوادونو پر سوداګري مستقیم اغېز کړی. په کوټه کې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پخوانی مشر دارو خان اڅکزي امریکاغږ ته وویل، پکار ده چې نور دې د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه بې له ځنډه ختم کړل شي.

هغه وایي، "له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمینځ سیاسي لانجو تل سوداګرۍ ته خنډونه جوړ کړي. هر کال چې په افغانستان کې مېوې پخېږي نو تر هغه مخکې یو څه نا څه مشکلات هرمرو راپیدا کوي، خو اوس چې دواړو حکومتونو د موقتي اسنادو کومه لړۍ پیل کړې ده نو پکار ده چې د دواړو هېوادونو قونسلګرۍ او سفارتونه د دې اسنادو جاري کولو چارې ګړندۍ کړي."

په کابل کې د پاکستان او د افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې پخوانی مشر خان جان الکوزي بیا د پاکستان دغه وروستی اقدام د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته لوی تاوان ګڼلی. هغه امریکا غږ ته وویل، "وړاندې يې په تورخم کې پر افغاني ټرکونو تعارفه زیاته کړه، چې د افغانستان سوداګرۍ ته یې ډېر جدي تاوان رسولی دی او سوداګري کمه شوې هم ده."

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال مشر ضیاالحق سرحدي داسې شکایتونه یې ترلاسه کړي چې په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان قونسلګري د موقتي ټرانزیټي اسنادو په جاري کولو کې ځنډ کوي. "موږ په افغان سفارت او قونسلګرۍ کې له طالب چارواکو سره ولیدل نو هغوی راته وویل، چې د موقتي اسنادو ۷۰۰ درخواستونه ورسېدلي دي چې پکې څه باندې یو سل ډرایورانو ته اجازې ورکړل شوي دي."

سرحدي وویل، "پخوا مو په ډېرو کړاوونو د پاکستان او افغانستان ترمینځ سوداګري دوه نیم میلیارد ډالره ته رسولې وه خو پر سوداګرۍ د بیا بیا بندیزونو له کبله یې اوس کچه بېخي زیاته راټیټه شوې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG