د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر سوداګر: د پاکستان حکومت دې له افغانستانه د قربانۍ څاروي راپرېږدي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د خیبر ولسوالۍ د څارویو سوداګرو د مۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه په لنډي کوتل کې په یوې خبري غونډې کې د پاکستان له حکومت څځه غوښتي چې د اختر د قربانۍ لپاره دې له افغانستان څځه د څارویو راوړلو اجازه ورکړل شی.

د څارویو سوداګر مشر ملک مثل خان او یوهبل مشر شاه خالد خبري ناستې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، د لنډي کوتل او ورڅېرمه سیمو شینواري او اپرېديان په لوی اختر کې د غټ څاروي پرځای د ګډانو قرباني خوښوي نو ځکه د ګډانو غوښتنه زیاته وي.

د ملک مثل خان وینا وه، ”پر تورخم دروازه د سرکاري چارواکو د جبر د پالېسۍ له امله دوی نشي کولای چې له افغانستانه څاروي راولي، کله چې هم موږ څاروي راولو نو پر تورخم دروازه مو په یوه او بله پلمه ایساروي او زموږ خو یوازینۍ سوداګري هم دغه ده او په دې خپلو بچو ته ډوډۍ پیدا کوو نو باید چې موږ ته لکه د پخوا په څیر د پسونو راوستو اجازت راکړل شي.“

د لواړګي تحصیل مشر شاه خالد په خپلو خبرو کې وویل، د پاکستان حکومت باید د افغانستان سره د تورخم په ګډون ټولې لارې د هر ډول قانوني سوداګرۍ پرمخ پرانیزي. د نوموړي وینا وه، ”موږ به ډېر وخت راهیسې واړه څاروي له افغانستانه لنډي کوتل او د خیبر قبایلي ولسوالۍ ته راوستل او دا به د خیبر ولسوالۍ منډیو ته بوتلل او په ارزانه بیه به خلکو ته رسېدل خو اوس د تورخم په دوازه ورته د ګمرک او اېف سي چارواکي دغه د پسسونو راوستل نه پرېږدي چې ورسره د ډېرۍ خلکو روزګارونه په ټپه ولاړ دي او معاش يې ډېر خراب شوی دی. “

ورته څرګندونې په لواړګي کې د څارویو یو سوداګر دادین هم کولې، نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، له اختره پرته د دوی په سیمه کې د ګډانو د غوښو لوی رواج دی او په عامو ورځو کې هم خلک د ګډ غوښې خوري خو دوی سوداګر یوازې د یو لوی اختر او بل اختر انتظار باسي او هم په دې اختر کې ځان ته پېسې پیدا کوي. ”همدا مو روزګار دی نو پکار ده چې اوس زموږ د کاروبار ورځې شپې دي موږ په قانوني توګه خپلې سوداګرۍ ته پرېښودل شی او اجازت راکړل شي چې ګډان له افغانستانه راولو او باید چې حکومت د دواړو خواوي وړو سوداګرو ته پام ورکړي نو دواړو خواوي ولسونه به هم ښه شي او ریاستونو ته به هم ګټه ورسي.“

دادین زیاته کړه، ”په نړۍ کې تاسو وګورئ ګاونډیو هېوادونو خپلو کې څومره پیاوړي کاروبارونه دي او له دې وجې يې ولسونه خوشال او سوکاله دي خو موږ په پوله پراته یو او دا تورخم دروازه هم زموږ پر ځمکو جوړه شوې ده نو دا زموږ قانوني حق دی خو بیا هم موږ ته اجازه نه راکول کېږي چې ورسره زموږ د وړو سوداګرو ژوند او معاش ډېر اغیزمن شوی دی.“

د تور خم یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان هر وګړي ته اجازت دی چې هغه پسه یا بل څاروی له افغانستانه راولي خو د پسونو او د نورو څارو لپاره دا یو عامه پروسه ده چې د تورخم دروازې ته راشي نو څو ورځې يې د پولې انتظامیه ایساروي او ډاکټران دغه څاروي معاینه کوي او بیا پرې دواګانې پاشي، چې کومه ناروغي پکې وي، هغه ختمه شي او پاکستان ته وانړول شي نو په دې خاطر پر تورخم دروازه باندې څاروي ایسار وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG