د لاس رسي وړ اتصالات

کورمه کې تر جرګې وروسته طالبانو او پاکستاني ځواکونو اوربند باندې موافقه کړې


عکس: ارشیف - د دیورند د کرښې یوه څنډه
عکس: ارشیف - د دیورند د کرښې یوه څنډه

په قبایلي ولسوالۍ کورمه کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو ترمینځ جګړه چې د شاوخوا پنځو ورځو راهیسې روانه وه، د دواړو غاړو د مشرانو تر جرګې وروسته د شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (ثور۲۹) درېدلې ده.

د کورمه والو په وینا چې د طالبانود سرحدي ساتوونکو او پاکستاني ځواکونو ترمینځ لومړۍ نښته د کورمې په ماڼوجبه سر کې وشوه چې پکې څلور پاکستاني عسکر ژوبل شوي وو، او هغه بلې غاړې ته د طالبانو حکومت د مۍ میاشتې پر پینځلسمه نېټه په نښته کې د خپلو شپږو سرتېرو د ژوبلېدو خبر ورکړی و.

ددغې جګړې په اړه له سیمې راپورنه وايي‌، چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د بیا رغولو ترڅنګ د ودانیو جوړولو کار روان وو چې د طالبانو ساتوونکو برید ورباندې وکړ. تر هغه وروسته د پکتیکا د ډنډ پټان او د کورمې خرلڅیو ترمینځ سرحدي دروازه تړل شوې چې ددې راپور د خپریدو پورې لاهم لارې بندې وې.

له دواړو خواو د جګړې پیلېدو وروسته د پکتیا او او کورمې ترمینځ د خرلڅۍ لویه لار د هر ډول تجارت پرمخ تړل شوې وه او سوداګرو ویل چې د حکومتونو د خپلمینځۍ جګړې د دوی سوداګرۍ ته زښت زیان اړولی دی.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ یو مشر خان محمد مخلص امریکا غږ ته وویل، ”کله چې هم جګړه پیل شي نو دواړو غاړو سوداګري په ټپه ودرېږي. پاکستان او افغانستان ګاونډي هیوادونه دي، ژبې او کلتورونه مو یو دي نو باید چې خپلمینځۍ اړیکې له یوه بله سره پیاوړې کړي او ولسونه چې د دوی د جګړو له لاسه له جنجالونو سره مخ دي نور دې له هغې خلاص شي او په کراره خپل ژوند تېر کړي.“

بل پلو د کورمې یو اوسېدونکی ملک حاجي سیف الله امریکا غږ ته وویل، ”کله چې د افغان طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمینځ جګړه پیل شوه، نه موږ او نه مو بچو خوبونه کولای شوای، دومره د غټو وسلو د ډزو اوازونه به راتلل چې له ویرې مو خوبونه تښتېدلي وو. که دواړه خواوو ته وګورئ نو غریب خلک دي او د دې له لاسه موږ غریب خلک اغیزمن کېږو. “

نوموړي زیاته کړه د دې وروستۍ جګړې له لاسه د خرلڅۍ تجارتي لار بنده وه، د ډېرو خلکو ورسره روزګار خراب شوی وو.

لویه ستونزه بې باوري ده

په پېښور کې د افغان چارو شنونکی شمیم شاهد امریکا غږ ته وویل، ”په دې کې دوې خبرې دي، یوه دا چې د دواړو هېوادونو ترمینځ پر یوه بل اعتماد او باور نشته. دواړه خواوې د یوه بل غوښتنې نه مني. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان خلک دی ورته وسپارل شي، او یا دې له افغانستان څخه وشړل شي خو افغانستان کې طالبان د دغه غوښتنو منلو ته تیار نه دی. بله دا چې پاکستان دا هم غواړي چې د ډیورنډ کرښه دې مستقیمه کرښه وګرځول شي نو د دې غوښتنې طالبان مخالفت کوي، نو دوی د یو بل خبرې نه مني او هم دا وجه ده چې د دوی ترمینځ دا تاوتریخوالی دی او له دې امله د دواړو هېوادونو ورځ تر بلې اړیکې خرابېږي.“

دا لومړی وار نه دی چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان عسکر پر یوه بل ډزې کوي، بلکې وړاندې هم د دوی ترمینځ څو ځله نښتې شوي دي.

د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸مه د پکتیا او کورمې ترمینځ په خرلڅو او بوړکي سیمه کې د افغان طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمینځ نښتې شوې وې او په هغه مهال هم د مارچ تر ۲۳ پورې دغه د خرلڅیو لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG