د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیورنډ په کرښه نښتې؛ پاکستان وايي له خپلې خاورې څخه دفاع ته چمتو دی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د رپورټونو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د تیرو پنځه ورځو راهیسې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په وقفوي ډول نښتې راوانې دي، چې د ناتائید شویو راپورونو له مخې یې د کرښې دواړو خواو کې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

خو پاکستان او د طالبانو حکومت په دغو نښتو کې د مرګ ژوبلې او د نښتو د علت په اړه چې په سرحدي سیمو کې د ځینو میشتو اوسیدونکو خوندي ځایونو ته د کډه کیدو سبب هم شوی په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهراه بلوڅ د جمعې په ورځ مۍ ۱۷(ثور۲۸) په اسلام اباد کې د دغو نښتو په اړه د خبریالانو پرله پسې پوښتنو په ځواب کې پرته له دې چې د نښتو د علت په هکله څه ووايي دومره وویل چې پاکستان د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او د تروریستي ګواښونو پر وړاندې دفاع ته چمتو دی.

میرمن بلوڅ وویل: " لکه څنګه چې مې لږ مخکې وویل پاکستان چمتو ولاړ دی چې د خپل امنیت او ملي حاکمیت پر وړاندې د هرډول ګواښ دفاع وکړي. زمونږ وسله وال او امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې چې زمونږ امنیت ته ګواښ راولاړوي د پاکستان د خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې پاکستان د افغانستان خاورې او ارضي تمامیت ته درناوی کوي او د افغانستان څخه غواړي چې د هغو تروریستي ډلو پر خلاف اقدام وکړي چې د پاکستان ملي حاکمیت او امنیت ته ګواښونه را ولاړوي.

میرمن بلوڅ وویل: " پاکستان تل دا ویلي چې د خپل امنیت او ملي حاکمیت پر وړاندې تروریستي ډلو په ګډون چې د پاکستان امنیت ګواښوي د هرډول ګواښ په مقابل کې به له ځان او د خپل ملي حاکمیت څخه دفاع وکړي".

په دغه خبري کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې یو خبریال وپوښتل چې ته په افغانستان کې د تروریستي ډلو په اړه خبرې کوئ، خو زما پوښتنه د سرحد په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ د درنو وسلو د ډزو په تړاو ده چې له امله یې د کرښې په اوږدو کې خلک اندیښمن شوي او دا ډول نښتې په هرو دوو یا څلورو میاشتو کې تکراریږي ایا په دې اړه د طالبانو سره په لوړه کچه خبرې شوي او که نه.

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستان د وضعیت په تړاو خپلې ژورې اندیښنې وړاندې کړي او د افغان مقاماتو(طالبانو) څخه یې غوښتي چې ددې ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د امنیت ونه ګواښول شي او باید د هغو تروریستي ډلو پر خلاف چې پاکستان امنیت، پاکستان وګړي او د قانون پلي کوونکي او امنیتي مسوولین ګواښوي کوټلي ګامونه پورته کړي.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې د افغانستان او پاکستان وګړي یو بل سره د پیړیو اوږدې نږدې اړیکې لري او پاکستان به په دغه هیواد کې د سولې د ټینګیدو او پرمختګ لپاره د طالبانو د مقاماتو سره په مشورې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

میرمن بلوڅ وویل: "په عین حال کې افغان مقامات (طالبان) باید د تروریستي ډلو پر وړاندې چې د افغانستان امنیت ته ګواښونه راولاړوي اقدامات وکړي او مونږ هیله لرو چې د افغانستان لنډ مهاله ادارې (طالبانو حکومت) چې نړیوالې ټولنې سره کومې ژمنې کړي وبه ساتل شي او د افغانستان خاوره به د تروریستي اهدافو لپاره د پاکستان په ګډون د هیڅ هیواد پر خلاف ونه کارول شي."

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې دا نښتې چې لومړی د تیرې دوشنبې په ورځ مۍ ۱۳(ثور۲۴) د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د سپینې شګې په سیمه کې د رپوټونو له مخې پر یوې فرعي لارې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د امنیتي کمرو د نصبولو پر سر پیل شوې وروسته ددغه ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ سرحدي سیمې ته هم وغځیدلې چې د جمعې په ورځ هم په وقفوي ډول روانې وې.

په دې نښتو کې د کرښې دواړو خواو ته ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې په ګډون سرحدي ساتوونکو ته هم د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. خو نه پاکستاني او نه د طالبانو سرحدي ساتوونکو د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي تائید کړي.

د طلوع نیوز تلویزیوني شبکې په یو راپور کې ویلي چې د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته پرتو قومي مشرانو د شنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور۲۹) د طالبانو او پاکستاني سرحدي چارواکو سره د لیدو کتو وروسته په اوربند موافقه کړې ده.

د طالبانو د حکومت چاراکو هم په رسمي ډول ددغو تازه نښتو او اوربند په اړه څه نه دي ویلي. خو ددغه حکومت د دفاع وزارت د پاکستان په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو په تړاو د اسلام اباد ادعاوې بې اساسه بللي دي او برعکس پر پاکستان یې تورلګولی چې د اسلامي دولت داعش د خراسان څانګې وسله وال د پاکستان له خاورې د افغانستان پر خلاف کاراخلي.

د طالبانو د دفاع وزارت د مۍ اووم (ثور۱۸) په یوه اعلامیه ویلي: " مونږ د داعش د خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته راوښتي، د هغوی خاوره زمونږ پر ضد کارول شوې او پیښې له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي".

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت یا د داعش د خراسان د څانګې له خوا د افغانستان په خلاف د پاکستان د خاورې څخه د کار اخیستلو په اړه د طالبانو د حکومت ادعا نا موجه بللې او ویلي دي چې ددغسې ادعاو پرځای دي د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټولو میشتو تروریستي ډلو پرخلاف اغزمن اقدامات ترسره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG