د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم دروازه تر دریو ورځو د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د پاکستان او د طالبانو سرحدي چاوراکي وايي، چې د تورخم له لارې پاکستان او افغانستان ته تلونکي راتلونکې پلي مسافر او ناروغان دې تر دریو ورځو پورې پر دغه لار له سفره ډډه وکړي.

د تورخم یو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، امریکا غږ ته وویل د جمعې له ورځې واخلې تر یکشنبې پورې به دروازه د پیاده خلکو د تګ راتګ لپاره بنده وي ځکه چې دوی کمپویټرې او نور سامان خپلې نوې ودانۍ ته وړي او د دوشنبې له ورځې به یې بیرته پرانیزي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ددغې لارې د تړل کیدو دمخه د مۍ د میاشتې په ۱۶ یوه لنډه اعلامیه کې له مسافرو غوښتي وو چې پر دغو دریو ورځو دې د تورخم په لار له سفر ډډه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي : "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعیې پر اساس، تورخم دروازه د می میاشتې له ۱۷مې نېټې (جمعه) څخه تر ۱۹ مې نېټې (راتلونکې یکشنبې) پورې نوي ودانۍ ته د دفترونو د لېږد له امله یوازې د مسافرو پر مخ په مؤقت ډول بندیږي. لار به د ټرانزیټ پر مخ په عادي ډول خلاصه وي".

دغه راز د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې د ناروغانو په ګډون له خلکو غوښتي وو چې پر دغو دریو ورځو دې پر دغه لار باندې سفر نه کوي.

خو د تورخم له لارې د تلونکو ناروغانو خپلوان وايي، چې دروازه يې باید د سرطان او زړه ناروغۍ لرونکو کسانو لپاره پرانیستې ساتلې وای.

د ننګرهار فضل محمد حق مل امریکا غږ ته وویل، ”پلار يې د زړه ناروغه دی او په پېښور کې يې د کتنې لپاره له ډاکټره وخت اخیستی خو د جمعې په ورځ چې د تورخم دروازې ته راورسېدو نو ورته وویل شو چې تر دوشنبې پورې به پوله تړل شوي وي نو اوس ډېر پرېشانه یو چې له خپل ناروغ سره به څه کوو، بیرته يې ننګرهار ته هم نشو بیولی.“

د کابل سید محمد حبیبي له امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې ورته ستړیا بیان کړې.

هغه وویل : ”مور مې د پېښور د معدې ماهر ډاکټر ته راوستې وه او ډېره په تکلیف وه خو اوس چې د جمعې په ورځ د تورخم دروازې ته راغلو نو خبر شو چې لار له دریو ورځو لپاره بنده ده نو ډېر له پرېشانۍ سره مخ شو اوس دا درې شپې دلته څنګه تېروو. کله چې دوی بلې ودانۍ ته منتقل کېدل نو چې یو څه کسان يې کېنولی وی او یوازې ناروغانو ته يې اجازت ورکولې ځکه چې د ناروغانو ایسارول، خو مرګ ته مخامخېدل دي. پکار ده چې دواړه ګاونډي هېوادونه د خپلو ولسونو د ستونزو فکر وکړي او اسانۍ ورته ورکړي. زموږ په هېواد کې خو داسې ډاکټران شته هم نه، چې د دوی درملنې وکړي دوی پېښور کې درملنې ته اړ دي.“

له دې وړاندې هم وخت په وخت د افغانستان او پاکستان ترمېنځه د تورخم دروازه د ولسونو او کله د لاریو یا ټرکونو پرمخ تړل شوې.

پاکساني چارواکي وايي چې پر تورخم دروزه، هره ورځ تر لس زرو پورې خلک د افغانستان او پاکستان ترمینځ تګ راتګ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG