د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ اړیکې د دپلوماسۍ له لارې ښه کېدای شي'


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په پاکستان کې د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د نوي حکومت د واکمنۍ څه دپاسه درې میاشتې کېږي خو له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري لاهم په ټپه ولاړه ده.

که څه هم د روان کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د دې هېواد د سوداګرو یو پلاوې کابل ته تللی و، چې یو شمېر تړونونه يې لاسلیک کړل همداشان د افغانستان د سوداګرو یو پلاوې د روان کال د اپرېل پر ۲۰ مه نېټه د افغانستان سوداګرۍ خونې د مشر خان جان الکوزي په مشرۍ د پاکستان د لاهور ښار دوره کړې وه او له سوداګرو سره يې کتلي وو او دواړو خواو ژمنې کړې وې چې د دواړو خواو سوداګرۍ په وړاندې به ستونزې او خنډونه ختموي.

خو د بلوچستان د کوټې او کندهار ترمینځ سوداګریزه لار له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې په چمن ښار کې د روان پرلت له کبله بیا بیا بندېږي. د انګور اډې، او خرلاڅۍ په ګډون افغانستان ته غځېدلې ګنې نورې لارې لاهم تړلې دي.

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سوداګر، او د لاریو ډریوران وايي، که چېرې د پاکستان حکومت افغانستان ته خپلې ټولې غځېدلې لارې پرانیزې نو د دوی په وینا چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري وده ومومي.

د دوی په وینا چې دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې هم مرسته کولای شي.

د باجوړ سوداګرۍ خونې مشر لالي شاه پښتونیار امریکا غږ وویل، د دوی له سیمې څخه نوا پاس، غاښی پاس او د لېټۍ لارې بېخي سمې دي او تر افغانستان پورې سرک جوړ دی خو حکومتي چارواکو سره د بیا بیا لیدو باوجود هم د سوداګرو پر مخ دغه لارې نه پرانیستل کېږي.

پښتونیار زیاتوي، ”نن د انګور اډې، تورخم او چمن پر دروازو سوداګر او ولس پر احتجاج دی او غواړي چې دا لارې خلاصې شي، نو د راشه درشه له امله د دواړو هېوادونو سوداګري هم ښه کېدای شي او اړیکې چې په دا وروستیو کې ترینګلې شوې دي، هغه هم په دوستۍ بدلېدای شي.“

د بلې خوا د افغانستان د ترانسپورټ د اتحاديې مشر حاجي محمد نور احمدزي امریکا غږ ته وویل، «د سوداګرۍ پر مخ چې څومره زیاتې لارې خلاصې وي، نو د خواو شا سیمو ولس، سوداګرو او حکومتونو ته یې ګټه رسي، او دویمه دا که اوس د تورخم لار تړلې وي او لارۍ خپل مالونه په نورو لارو وړي نو هغه به بیا قیمته وي او که د تورخم په لار ولاړ شي نو بیا دغه شیان به په پېښور او جلال اباد او خواو شا سیمو کې ارزانه وي او دا رنګ چې څه رقم سوداګري زیاتېږي نو د هغه هیوادونو ترمنځ اړیکې هم ښې وي.»

نوموړی زیاتوي، ”تاسو وګورئ د پاکستان او چین ترمینځ سوداګري ښه ډېره ده او د دې له وجې یې اړیکې هم ښې دي نو باید چې دواړه هیوادونه دې اړخ ته پام راوګرځوي او په خصوصي توګه دا ستونزه هواره کړي او له باجوړه واخلې تر انګور اډې او سپین بولدک او چمن لارې دې د سوداګرو پر مخ په ازاده توګه خلاصې کړل شې او له دې سره سره باید چې د لاریو ډرایورانو ته په پوله اسانۍ ورکړل شي تاسو ګورئ زموږ لارۍ له دېخوا افغانستان ته ځي، نو هم د کاغذدونو او ګمرک أ‎‎‎وجې په ساعتونو ساعتونو ولاړ وي نو اکثره موږ سره شنې ترکارۍ یا مېوې وي، هغه راته خرابې شي، نو باید چې دې ټولو ستونزو ته په کتو زموږ دا جنجال ختم کړل شي. “

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې یو چارواکي شاهد حسېن په دې اړه امریکا غږ ته وویل، ”له ډېرو کلونو راهیسې دواړه اړخونو ته قامونه هم دا غواړي او سوداګر هم دا غواړي چې دا لارې دې خلاصې شي خو ځینې ستونزې داسې دي چې د پاکستان حکومت امنیتي اندېښنې یادوي، نو موږ ورته وایو چې دا ساعت که دا لارې د سوداګرو په وړاندې نه خلاصوئ نو د ولس لپاره یې خلاصې کړئ ځکه چې دې خلکو له یوه بله سره خپلوۍ کړي او یو خوا بل خوا يې ځمکې دي دوی تګ راتګ کوي او بیا ناروغان ځي راځي، نو موږ وایو، لومړی دې د ولس لپاره د باجوړ او انګور اډې او نورې لارې خلاصې کړل شي او وروسته دې د سوداګرو لپاره، نو له دې سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ ورو په ورو ګیلې ماڼې او بدګمانۍ ختمې شي او دا رنګ به تګ راتګ شورو شي نو دواړو خواوي به ښه والې راشي. “

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر معراج الحق هم دا خبره تکراروي. هغه امریکا غږ ته وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ چې د سوداګریز اړیکو کومه خبره ده نو که تاسو وګورئ نو پر ټوله نړۍ کې په دې اوس وخت کې ټول ګاونډي هیوادونه یووالي اړخ ته روان دي او بیا دغه هیوادونه خپلمنځۍ سوداګریزې خونې جوړې او د حپلو سوداکرۍ زیاتولو لپاره يې تړونونه کړې دي.

هغه وویل: " خو له بده مرغه که تاسو زموږ منطقه کې وګورئ، نو د پاکستان له هند سره سوداګریزې اړیکې ښې نه دي، له افغانستان سره ښې نه دي او له ایران سره هم د پاکستان سوداګریزې اړیکې کمزورې دي خو په دې هیوادونو کې تر ټولو ښه هیواد افغانستان دی که پاکستان ورسره خپلې اړیکې مضبوطې کړي نو له هره پلوه ډېره ګټه ترلاسه کېدای شي او دا ځکه چې افغانستان ته د پاکستان ډېر زیات ضرورت دی او پاکستان ته د افغانستان ډېر زیات ضرورت دی نو د دې دواړو هیوادونو مذهب او کلتور یو رنګ دي نو باید چې دواړه خپلو سوداګریز اړیکو ته پام راوګرځوي او پر ډیورنډ کرښه میشتو ولسونو، د سوداګرو او د ولس پر وړاندې اسانۍ پیدا کړل شي. “

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG