د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او امریکا د داعش او ټي ټي پي د ډلې پر وړاندې د مبارزې په لارو چارو خبرې کړي


د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغو دوو هیوادونو د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په تړاو د تیرې جمعې د ورځې په خبرو کې د تروریستي ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان او داعش سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو په زیاتیدو موافقه کړې ده.

واشنګټن او اسلام اباد د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۳( غويي ۲۴مه) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو په کوربتوب د دواړخیزو اړیکو په تړاو د لسو ډیالوګو تمرکز د سیمې او نړۍ پر وړاندې پرتو هغو ګواښونو ته وو چې په بیړني ډول یې پر وړاندې د مبارزې اړتیا په ګوته کوي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ په دې خبرو کې د تخنیکي تمرینونو او مهارتونو د تبادلې، پلټنو او قضایي چارو کې د یو بل سره د مرستې، د سرحدونود امنیتي سیستم په ښه والي او د روزنې په چارو کې د همکاریو په زیاتیدو موافقې شوي دي.

ددغو دوو هیوادونو ترمنځ دا خبرې په پاکستان کې په تروریستي پیښو کې د زیاتوالي سره هممهاله چې له امله یې د ددغه هیواد د امنیتي ځواکونو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي ترسره شوي دي.

د تاوتریخوالي ددغو پیښو د ډیرو مسوولیت یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې چې پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې په افغانستان کې پټنځایونه لري، په غاړه اخیستی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي:" پاکستان او د امریکا متحده ایالات دا تشخیصوي چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش، ټي ټي پي او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې شراکت به په سیمه کې د امنیت د ښه کیدو سره مرسته وکړي او د دواړخیزې او د سیمې د همکارۍ په برخه کې به د یو موډل په توګه د تروریستي انتقالي ګواښونو ته حل لارې ولټوي."

په ګډه اعلامیه کې د اسلامي دولت خراسان د څانګې داعش ډلې لپاره چې په افغانستان او ددغه هیواد څخه بهر تروریستي بریدونه ترسره کوي مخفف کارول شوی دی.

پاکستاني او امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ په واشنګټن کې په خپلو خبرو کې د افراطیت او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو د حکومتونو د ټولو ادارو په همکارۍ او د اړیکو په پراخیدو ټینګار کړی دی.

د پاکستان پوځي او ملکي لوړ پوړو چارواکو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ته د پناه ورکولو تورونه لګولي دي او ویلي دي چې دا ډله له افغانستان څخه په پاکستان کې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو کې کار اخلي.

د پاکستان له خوا ددغسې ادعاو په لړ کې ددغه هیواد د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د مۍ اوومه (غويي ۱۸مه) وویل چې د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې په چینايي انجینرانو باندې برید په افغانستان کې پلان شوی و او بریدګر هم افغان و.

جنرال شریف خبریالانو ته وویل: "برید په بشپړ ډول افغانستان کې پلان شوی و، په برید کې کارول شوی موټر هم په افغانستان کې چمتو کړل شوی و او ځانمرګی هم افغان و."

خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند د پاکستان د پوځ دا ادعا رد کړه او ادعایې وکړه چې اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش وسله وال د افغانستان پر خلاف د پاکستان خاوره کاروي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ اووم (غويي ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل:" د خیبرپښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کیدل د پاکستان د امنیتي ارګانونو کمزوري اویا هم له بریدګرو سره همکاري په ډاکه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی."

د طالبانو حکومت له افغانستان څخه بهر د داعش د عملیاتو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان د ګډې اعلامیې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې داعش فزیکي حضور نلري او امریکا او ځینې نور هیوادونه د داعش د وړتیا په اړه د مبالغې څخه کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG