د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه پر څارويو بندیز له امله په پاکستاني کې د قربانۍ څارویو بيې لوړې شوې


د لوی اختر په ورځو شپو کې د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان او پاکستان کې هم د قُربانۍ لپاره د څارویو بیې لوړیږي.
د لوی اختر په ورځو شپو کې د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان او پاکستان کې هم د قُربانۍ لپاره د څارویو بیې لوړیږي.

د بلوچستان په چمن ښارګوټي او د خیبر په لنډي کوتل او یوشمېر نورو سیمو کې د لوی اختر د قربانۍ لپاره د پسونو او ګډانو اخیستونکي شکایت کوي چې سږ کال د پنځوس زره روپیو څارویو نرخونه اتیا او نوي زرو ته ختلي‌ دي، چې له کبله یې لوی شمېر خلک د اخیستو وس نه لري.

د څارویو پلورنکي وايي، د دې لویه وجه دا ده چې سږ کال ورته د تورخم او چمن له لارو د پاکستان حکومت اجازه ورنکړه چې له افغانستان څخه څاروي راتېر کړي، ځکه یې بیې لوړې ختلې دي.

په لنډي کوتل کې د څارو یوه اخیستونکي محمد اعظم شینواري امریکا غږ ته وویل،”نن د څارویو منډۍ ته تللی وم خو ما چې نرخونه وکتل نو بیرته راغلم، پروسږ کال چې مې کوم پسه په ۵۰ زره روپۍ اخیستی وو هغسې پسه نن په ۸۰ زره روپۍ وو، نو دا دومره ګراني مې کله هم نه وه لیدلې“.

د نوموړي په خبره دا خو لا واړه څاروي دي، تېر کال چې کوم غټ څاروي لکه غوا یا سخوندر په شپېته یا اویا زره خرڅېدو هغه سږ کال په دوه لکه او په یو لک شپېته او اویا اتیا زره روپۍ خرڅېږي.

افغانستان څخه د څارویود انتقال ستونزې

د څارویو سوداګر وايي، دا چې سږ کال د پاکستان حکومت ورته پر تورخم او چمن د څارویو راتېرولو اجازه ورنکړه نو دوی اړ شول چې له افغانستانه څاروي په ډېرو اوږدو او لېرې لارو په پټه راتېر کړي ځکه خو بیې ګرانې دي.

د لنډي کوتل د څاریو په منډۍ کې یو سوداګر حاجي سرزمین امریکا غږ ته وویل،”په ننګرهار او خواوشا سیمو کې چې کوم پسه په شل یا پنځویشت زره روپۍ اخیستې نو په هغې مو په لاره کې ډېر لګښت راغلی دی. “

نوموړی زیاتوي، مخکې چې به یې څاروي د تورخم او چمن له لارې راتېرول، هغه به ډ‌ېر ارزانه ول خو سږکال ورته ډېر ګران پرېوتي دي.

د بلوچستان د چمن ښارګوټي حاجي ظریف امریکا غږ ته وویل،”ما به هر کال د قربانۍ لپاره دوه درې پسان اخیستل خو سږ کال بیې دومره لوړې دي چې یو پسه هم نشم اخیستلی. “

دی زیاتوي چې سږکال روزګارونه خراب دي، په پاکستان کې ورځ تر بلې د خلکو روزګارونه پر ځوړ او کښته روان دی، نو ژوند ډېر ګران شوی دی.

په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه غړي شاهد حسېن امریکا غږ ته وویل، اوس چې دواړو هېوادونو د څارو سوداګري بنده کړې ده نو له دې سره دواړو غاړو ته په ملینونو روپو تاوان رسېږي ځکه چې دغه ټوله سوداګري اوس له قاچاقي لارو روانه ده.

نوموړی زیاتوي، که په قانوني توګه سوداګري وی نو افغانستان او پاکستان دواړو ته به یې ګټه رسېده، خو د قاچاق له لارې له سوداګرۍ څخه په شخصي کچه سوداګرو ته ګټه رسېږي خو په حکومتي کچه يې هېڅ ګټه نه وي. په تېرو وختونو کې کله چې د څارویو سوداګري ازاده وه نو په قانوني توګه به په ملینونو روپو سوداګري کېده نو هغه سوداګري اوس ولاړه.

په اسلام اباد کې د سېفران د وزارت د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال له بیلا بیلو لارو د یوسل یواویا زره او اته سوه (۱۷۱۸۰۰) ډالره څاروي له افغانستان څخه پاکستان ته رواستل شوي دي. خو سږ کال د تورخم او چمن له لارې له افغانستان څخه د څارویو راتېرولو اجازه نه وه.

بلخوا د تورخم دروازې یوه انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستان هر وګړي ته اجازت دی چې هغه پسان یا نور څاروي له افغانستانه راتېر کړي خو د پسونو او نورو څارویو لپاره دا یو عامه پروسه ده چې د تورخم دروازې ته راشي نو څو ورځې يې ځايي اداره ایساروي او د څارويو ډاکټران یې معاینه کوي او بیا پرې سپرې پاشي چې ناروغ څاروي پاکستان ته راتېر نکړل شي نو په دې خاطر یې پر تورخم ایساروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG