د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سعودي عربستان ته د ۳۰زره افغان حاجیانو د لیږدولو بهیر بشپړ شو


په کعبه کې د حج مراسم
په کعبه کې د حج مراسم

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزات وايي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر د شنبې په ورځ بشپړ شوی دی.

دغه وزارت ویلي چې ۳۰زره افغان حاجیان په بیلابیلو پروازونو کې د افغانستان له څلورو ولایتونو کابل، بلخ، هرات او کندهار څخه سعودي عربستان ته لیږدول شوي دي.

د ارشاد،‌ حج او اوقافو وزارت په اکس پاڼه کې لیکلي: "د افغانستان د حاجیانو د لیږدلو وروستۍ الوتکه د کندهار له نړیوال هوايي ډګر څخه د جدې د هوايي‌ ډګر پر لور پرواز وکړ."

په دغه پرواز کې ۳۴۶ کسان شامل و او د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره د جدې هوايي ډګر ته ولیږدول شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو په اساس ټول ۳۰زره افغان حاجیان د کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکت له خوا په ۹۴ پروازونو کې سعودي عربستان ته لیږدول شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د طالبانو د ارشاد،‌ حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب د حج د بهیر د څارنې او ارزونې لپاره سعودي عربستان ته تللی او ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ په مکه مکرمه کې د اسلامي هیوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په یوې غونډه کې د افغان حاجیانو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو پر سر بحث وکړي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د رویت هلال کمیټې ته د رسیدلو معلوماتو په اساس د غبرګولي ۲۸مه چې د دوشنبې ورځ سره برابریږي په افغانستان د لوی اختر د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG