د لاس رسي وړ اتصالات

لسګونه زره کسان د 'ارزانه حج' لپاره په پټه عربستان ته تللي


په ۲۰۱۵ کې مکې ته نږدې په منا کې د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په ګڼه ګوڼه کې خلک تر پښو لاندې شول. د حج په دغه ترټولو خونړۍ پېښه کې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان مړه شول.
په ۲۰۱۵ کې مکې ته نږدې په منا کې د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په ګڼه ګوڼه کې خلک تر پښو لاندې شول. د حج په دغه ترټولو خونړۍ پېښه کې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان مړه شول.

یو ۷۰ کلن مصری د مکې په یو اپارتمان کې له څو اونیو راهیسي په دې هیله له پولیسو پټ اوسیږي چې په غیر قانوني توګه د حج فریضه ادا کړي.

دا کس چې د خپل هویت له ښودلو ډډه کوي او خپل نوم یوازې محمد ښيي، د چارواکو او سفري اجنټانو په وینا، د هغو لسګونو زرو مسلمانانو له جملې څخه دی چې هڅه کوي په ارزانه بیه د حج کلني مراسم ترسره کړي.

دا حج کوونکي چې راجستر شوي ندي، کولای شي زرګونه ډالر وسپموي خو د پولیسو له خوا د نیول کېدو او له سعودي عربستان څخه د شړل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

محمد فرانس پرس ته وویل: "زه له لسو کلونو راهیسې په مصر کې د حج د رسمي جواز د ترلاسه کولو په لټه کې وم خو ترلاسه مې نکړ."

هر کال د نړۍ هېوادونو ته په حج کې د ګډون لپاره ټاکلې سهمیه ورکول کیږي. په مصر کې ددغې سهمیې لپاره خلک د لاترۍ د یو پروګرام له لارې انتخابیږي.

خو محمد وايي، که دغه سهمیه یې ترلاسه کړې هم وای، لګښت یې شاوخوا ۱۷۵ زره مصري پونډ (۳۷۰۰ ډالر) کیده چې له وس څخه یې پورته ده.

پرځای یې محمد په سیاحتي ویزه سعودي عربستان ته ولاړ او بیا د یو ایجنټ له لارې مکې ته څېرمه په ۳۵۹۹ ریال (۹۳۳ ډالر) په یو کرایي کور کې میشت شو.

محمد له اوو نورو کسانو سره په دغه کور کې په پټه اوسیږي او په راتلونکې میاشت کې د حج په تمه دی.

هغه وویل: "زه د هرې سختۍ ګاللو ته چمتو يم. هوا ګرمه ده. زه به ډېرې اوبه وڅښم... تر ټولو مهمه خبره دا ده چې زه به حج ادا کړم."

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال له ۱.۸ میلیونو څخه زیاتو مسلمانانو په حج کې برخه اخیستې وه.
د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال له ۱.۸ میلیونو څخه زیاتو مسلمانانو په حج کې برخه اخیستې وه.

ګڼه ګوڼه

سعودي هر کال د حج او عمرې له درکه میلیاردونه ډالر ګټي. د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال له ۱.۸ میلیونو څخه زیاتو مسلمانانو په حج کې برخه اخیستې وه.

د سعودي یو امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل چې "شاوخوا ۱۰۰ زره غیر رسمي حاجیان" هم شتون لري، داسې ارقام چې حکومت یې له خپرولو ډډه کوي.

په تیرو کلونو کې د حاجیانو ګڼه ګوڼه خطرناکه ثابت شوې ده. په ۲۰۱۵ کې مکې ته نږدې په منا کې د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په ګڼه ګوڼه کې خلک تر پښو لاندې شول. د حج په دغه ترټولو خونړۍ پېښه کې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان مړه شول.

د حج او عمرې وزارت یو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو د اجازې د نه لرلو له کبله د نوم له ښودلو ډډه کوي، وویل چې ددغه ډول خونړیو پیښو د مخنیوي لپاره، د سعودي چارواکي اړ شوي چې په وروستیو کلونو کې د غیر راجستر شویو حاجیانو پر وړاندې اقدام وکړي.

دغه چارواکي وویل: "د مکې ساحه ډیره محدوده ده، او د لوی شمیر غیرقانوني کسانو شتون د ګڼې ګوڼې او بسونو د تګ راتګ د تنظیم مخه نیسي او دا کار د خلکو تر پښو لاندې کېدو لامل کیدای شي."

د غیر قانوني حاجیانو او د هغوی د لیږدوونکو جریمه له ۱۰ زره سعودي ریال (۲۶۶۶ ډالرو) څخه پیل کیږي.

د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، له تېرې میاشتې راهیسې چارواکو د حج اړوند "درغلیو" په تور لږ تر لږه ۲۰ کسان نیولي، چې ډېری یې مصریان دي.

مکې ته د غځېدلیو سرکونو تر څنګ پر لوحو لیکل شوي، "له جواز پرته د حج اجازه نشته." خو د غیر رسمي حج کولو ستونزه پر ځای پاتې ده.

مکې ته د غځېدلیو سرکونو تر څنګ پر لوحو لیکل شوي، "له جواز پرته د حج اجازه نشته."
مکې ته د غځېدلیو سرکونو تر څنګ پر لوحو لیکل شوي، "له جواز پرته د حج اجازه نشته."

د حاجیانو قاچاق

په ۲۰۱۹ کې سعودي د ګرځندوی ویزې معرفي کړې چې د غیر راجستر شوي حاجیانو په ګډون سعودي عربستان ته یې د خلکو تګ د پخوا په پرتله خورا اسانه کړ.

د ګرځندوی یو استازي د نیول کېدو د ویرې له کبله د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "عرفات ته د حاجیانو د راوړلو لپاره لا هم یو میلیون لارې شته. زه سل بسونه لرم چې عرفات ته ننوځي. ایا دا ټول پلټل کیږي؟دا ناشونې ده."

سږکال د حج په موسم کې تمه کیږي چې ګرمي تر پځوا ډیره زیاته وي او د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ۴۴ اټکل شوې ده.

د غیر راجستر شوي حاجیانو لپاره، د ګرمۍ خطر مهم دی ځکه چې نشي کولی رسمي ایر کنډیشن لرونکو کمپونو ته لاسرسی ومومي.

ځینې دا کسانو په جوماتونو او حتی د سرکونو تر څنګ ویده کیږي.

یوه ۳۷ کلن مصري چې خپل نوم یې ایمن ښيي، او تېر کال یې د ګرځندوی ویزې له لارې په ناقانونه توګه د حج فریضه ادا کړې، وايي سختې ورځې یې تیرې کړي دي.

هغه وويل: "دا ډېره سخته وه. نه خدمتونه، نه بسترونه، نه ايرکنډيشن، نه تشنابونه." هغه په خندا سره زیاته کړه: "ټول تمرکز د عبادت پر ځای په دې وو چې څنګه له پولیسو ځان وساتو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG