د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال۳۰ زره افغانان د حج لپاره سعودي عربستان ته ځي


تیرکال له افغانستان څخه د حج په مراسمو کې ۳۰۳۱۶ افغان حاجیانو ګډون کړی وو.
تیرکال له افغانستان څخه د حج په مراسمو کې ۳۰۳۱۶ افغان حاجیانو ګډون کړی وو.

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د تیر کال په څیر سږ کال به هم ۳۰ زره افغانان د حج لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

ددغه وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶( وري اوومه) کابل کې یو خبري کنفرانس کې وویل، چې سعودي عربستان له خوا سږکال افغانستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ۳۰ زرو کسانو ته سهمیه ټاکلې شوې ده.

تیرکال له افغانستان څخه د حج په مراسمو کې ۳۰۳۱۶ افغان حاجیانو ګډون کړی وو.

مولوي ثاقب وویل چې افغانستان ته ټاکل شوې سهمیه یې په عادلانه ډول د خلکو ترمنځ ویشلې ده. هغه وویل چې ټاکل شوې سږکال سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره په تلوونکو حاجیانو کې د عامو اوسیدونکو سربیره د طالبانو د حکومت مامورینو، د شهیدانو ورثوو او په ایران او پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته سهمیه په پام کې نیول شوې ده.

ټاکل شوې چې سږکال به سعودي عربستان ته افغان حاجیان د اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر هوايي شرکت په الوتنو کې انتقال شي.

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د حج د سفر د مصارفو په اړه وویل چې سږکال د هر حاجي د سفر مصرف ۳۸۶۵ امریکايي ډالر چې ۲۷۷ زره افغانۍ کیږي، ټاکل شوی دی.

په دې پیسو کې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د اوسیدلو د ځایونو، درې وخته ډوډۍ او د ترانسپورټ مصارف هم شامل دي.

تیرکال حج ته د تلوونکو حاجیانو څخه له هر حاجي څخه ۳۹۲۴ ډالر چې ۳۴۰ زره افغانۍ کیدلې اخیستل شوي وو، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ددغه لګښت يو څه پیسې د حج د ادا کولو وروسته بیرته حاجیانو ته ستنې کړې وې.

دا وزارت وايي، چې د حاجیانو د پیسو د مصرف د سږکال اندازه د تیرکال پرتله کمه ده او حتی د ګاونډیو هیوادونو څخه هم حج ته د تلوونکو حاجیانو د سفر د مصرف څخه کمه ده.

ټاکل شوې چې د تیر کال په څیر سږکال هم افغان حاجیان به له کابل سربیره د کندهار، هرات او بلخ له هوايي ډګرونو هم سعودي عربستان ته انتقال شي.

تیرکال سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د طالبانو د حکومت په تللو چارواکو کې ددغه حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم شامل وو.

سعودي عربستان د کرونا وبا د خپریدو د اندیښنو له امله د دوو پرله پسې کلنو لپاره د حج مراسم ډیر محدود کړي و، خو د تیر ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په سر کې یې د حج په مراسمو د ګډون کوونکو پر ګډون له لګول شوي بندیزونه لیري کړل.

په ۲۰۲۲ کال کې د کرونا وبا د محدودیتونو له امله له افغانستان څخه د حج په مراسمو کې ۱۳۵۸۲ حاجیانو ګډون کړی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG