د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي عربستان کې د ولیعهد پنځه عمده ټولنیز اصلاحات


په ریاض کې ښځې د سعودي‌عربستان د ملي ورځې په مناسبت پروګرام کې راټول شوي
په ریاض کې ښځې د سعودي‌عربستان د ملي ورځې په مناسبت پروګرام کې راټول شوي

په سعودي عربستان د یوې نوې پرېکړې په اساس به په غیر مسلمان دپلوماتانو باندې د الکولي مشروباتو خرڅولو ته اجازه ورکول کېږي، دا د سعودي د ولیعهد تازه پرېکړه ده چې نړۍ ته د دغه شاهي نظام یو متفاوت تصویر وړاندې کوي.

ولیعهد محمد بن سلمان په وروستیو کلونو کې په سعودي عربستان کې یو لړ عمده تغیرات پیل کړي دي.

د سینماګانو پرانیستل

په ۲۰۱۸ کال کې د «تور پړانګ» په نوم یو امریکايي فلم د سعودي په سینماګانو کې وښودل شو، ۳۵ کاله وروسته دا کار وشو. د سعودي مذهبي مشرانو په ۱۹۷۰ کلونو کې په سینماګانو کې د فلمونو خپرېدل منع کړي وو.

ریاض ویلي وو چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به په سعودي عربستان کې څه باندې ۳۰۰ سینماګانې پرانیستل شي. خو د تلویزوني خپرونو په څېر، په فلمونو باندې هم کلکه څارنه کېږي، چې سکسي ، سیاسي او دا ډول نورې صحنې په کې خپرې نه شي.

ښځو ته د موټر چلولو اجازه

د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې په سعودي عربستان کې ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې موټر وچلوي.

له همدغه کال را وروسته زرګونو ښځو موټر چلولو ته مخه کړې، یو شمېر یې ټکسي چلوي او ځینې نورې یې مستریانې شوې هم دي.

له دې هر څه سره سره هغه ښځې چې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کاوه، سختې ځپل شوې دي.
له محرم پرته سفر

سعودي عربستان په ۲۰۱۹ کال کې ۲۱ کلنو او تر دې ورپورته عمر لرونکو ښځو ته اجازه ورکړه چې پاسپورټ اخیستلای او له محرم پرته سفر کولای شي. په دې پرېکړې سره د ځینو فعالانو په خبره په ښځو باندې د نارینه وو برلاسي توب او قیمومیت څه ناڅه کم شو.

سیاحت

سعودي عربستان همدغه راز په ۲۰۱۹ کال کې ګرځندویانو ته خپلې دروازې پرانیستلې. تر دې مخکې سعودي عربستان یوازې د حج زیارت کوونکو او بهرنیو کارکوونکو ته ویزې ورکولې.

له ۲۰۱۸ کال را وروسته سعودي‌ عربستان د بېلا بېلو لوبو لوبغاړو او فرهنګي فعالانو ته هم ویزې ورکړې دي.

شهزاده محمد بن سلمان یو کال مخکې یوه لویه سیاحتي پروژه اعلان کړه چې په اساس به یې په سرې بحیرې کې ۵۰ جزیرې او ځینې نورې سیمې په لویو مجللو تفریحي هوټلونو بدلې شي.

بیا هم هغه ګرځندویان چې د سعودي عربستان د جامو اغوستلو قوانین له پامه غورځوي، جریمه کېږي.

د ښځو او نارینه یو ځای ناسته ولاړه

په سعودي عربستان کې په یو ځای کې د ښځو او نارینه ګډه ناسته ولاړه اجازه نه لرله، خو په ۲۰۱۸ کال کې ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې د فوټبال سیالیو د لیدو لپاره میدانونو ته ولاړې شي او له نارینه وو سره یو ځای لوبې وګوري. همدغه راز کانسرتونو ته هم د تګ اجازه لري.

په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره د «عبایه» د اغوستلو مسئله هم اسانه شوې ده. په تېر وخت کې ښځو یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو کې د کار کولو اجازه لرله، خو اوس په نورو برخو کې هم کار کولای شي. له ۲۰۱۶ کال راهېسې میلیونونه ښځې په بانکونو کې دندې لري،‌ دوکانداري کوي، تجارت کوي او داسې نورې دندې مخې ته وړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG