د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي کې د ټویټر کارولو له کبله د ۲ بندي ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي دي هغه دوه سعودي ښځې چې د ټولنیزو شبکو د کارولو په تور نیول شوي او په لسګونو کاله بند محکومې شوي، باید خوشې شي.

سعودي عربستان تېر کال، سلما الشهاب او نورا بنت سعید القحطاني چې د ټویټر له لارې یې د دغه هېواد پر شاهي حکومت نیوکې کړې وې، په اوږدمهال بند محکومې کړې.

د ملګرو ملتونو د دغو کارپوهانو په وینا، د ریاض دغو کړنو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ځپونکو سیاستونو ته د نړیوالو پاملرنه او په اړه يې څیړنه پراخه کړې ده، چې هڅه کوي ددې هیواد پاچاهۍ دولت د فارس خلیج د سیمې په یوې سوداګریزې او سیاحتي سیمې واړوي.


د ملګرو ملتونو د کارپوهانو موندنې چې د جون په ۱۹ مه بشپړې شوې او د فرانس پرس اژانس ترلاسه کړي، ښیې چې دا ښځې په خپل سر په سعودي عربستان کې توقیف شوې دې. په دې راپور کې ویل شوي چې "مناسبه حل لاره به داوي چې دوی خوشې کړای شي."

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په راپور کې پر دې هم ټینګار شوی، چې دغه ښځې باید د نړیوالو قوانینو له مخې له خپلو حقونو څخه برخمنې شی.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو همداشان ویلي، داسې کره شواهد شته چې مېرمن سلما الشهاب د توقیف پر مهال له "ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي چال چلند" سره مخامخ شوې ده.


په دغه راپور کې ویل شوي، چې مېرمن سلما الشهاب د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د "ګواښونو، سپکاوي، ځورونې او نامناسبو لارو چارو" په ګډون له بېلابېلو ناوړه چلندونو سره مخ شوی وه. برسیره پر دې د راپور له مخې د میرمن الشهاب له پریښانۍ څخه استفاده شوې او هغه د ډیپریشن ضد درملو له اخیستو لږ وروسته په نیمه شپه کې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خپل راپور د پنځو ډلو د سرچینو پر بنسټ چمتو کړی چې د دغو دوو ښځو استازیتوب کوي. په دې سرچینو کې په متحده ایالاتو کې میشت د القسط په نامه د بشري حقونو غیرانتفاعي سازمان چې "اوس عربي نړۍ لپاره دموکراسي" باندې مشهور دی او د منځني ختیځ او شمالي افریقا د بشري حقونو سازمان (MENA) شامل دي.


سعودي عربستان د دغه راپور په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور رد کړی او هغه یې بې اساسه بللی او ویلي یې دي چې د دوی موندنې له شواهدو پرته وړاندې شوې دي.

د سعودي عربستان شاهي دولت همداشان ادعا کړې چې په دغه هېواد کې قضايي بهیر عادلانه دی او د مېرمن الشهاب پر وړاندې ناوړه چلند ندی شوی. خو د فرانس پرس آژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ددغه راپور په اړه یې د سعودي عربستان له مقاماتو سره تماس نیولی، خو د هغوی له خوا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

میرمن الشهاب چې شیعه ده او هغه مهال د انګلستان په لیډز پوهنتون کې د دوکټورا محصله وه، د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې وروسته له هغه ونیول شوه چې سعودي عربستان ته د رخصتۍ لپاره راستنه شوی وه.

د الشهاب په وینا، د ۲۰۲۲ په مارچ کې دمخه تر دې چې د محکمې لخوا محکومه شي هغې ۲۸۵ورځې په انفرادي بند کې تیرې کړې وې. د تېر کال د اګست په میاشت کې نوموړی په ۳۴ کاله بند او د ۳۴ نورو کلونو لپاره بهر ته د سفر د ممنوعیت په سزا محکومه شوه.

د امیرمن شهاب په وړاندې شواهدو کې د ښځو د حقونو په ملاتړ پوسټونه او د سعودي عربستان د ښځو د حقونو د مخکښو فعالانو د پوسټونو ټویټ کول شامل دي.


نورا القحطاني تېر کال د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد پر پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود باندې د انتقاد او ننګونې لپاره د ټویټر د کارولو په جرم په ۴۵ کاله بند محکومه شوه.

"عربي نړۍ لپاره ډیموکراسي" په نامه د بشري حقونو مدافع ډلې په یوه بیان کې ویلي چې نورا بنت سعید القحطاني د سعودي د جرمونو ځانګړې محکمې د "ټولنیز جوړښت د ګډوډولو لپاره د انټرنیټ کارولو" په تور په بند محکومه شوی ده.

د قحطاني او الشهاب قضیې د شهزاده محمد بن سلمان لخوا د مخالفانو ځپنه په ګوته کوي، که څه هم هغه په دې وروستیو کلونو کې ځینې اصلاحات رامنځته کړي، چې په کې په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو حق ورکول او ددې هیواد زیربنایي پروژې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG