د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: د حوثیانو پر ضد به په قدرت او قاطعیت عمل وکړو


حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د تیر کال نومبر میاشتې راهیسې د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په کښتیو د توغندیو بریدونه کوي.
حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د تیر کال نومبر میاشتې راهیسې د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په کښتیو د توغندیو بریدونه کوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یکشنبه ډسمبر ۲۲ ( مرغومي دویمه) خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو په ګډون د خپل متحدینو سره یو ځای به د یمن حوثي یاغیانو پر ضد چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پریکنده اقدام وکړي.

د اسرئیل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې، د نتیناهو له قوله لیکلي، "هماغه شان مو چې د ایران رژیم د شرارت محور څانګو پر ضد په قدرت سره عمل وکړ، د حوثیانو سره به عین شان عمل وکړو".

ایران په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله، په یمن کې حوثي شعیه یاغیان او په عراق او سوریې کې شعیه نیابتي ډلې د "مقاومت محور" بولي چې د اسرائیل د صدراعظم په اعلامیې کې ورته د شرارت محور خطاب شوی.

دا ډلې نه یوازې د اسرائیل بلکې په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې هم وخت ناوخته بریدونه کوي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د دې هیواد ځواکونه به په یمن کې د حوثیانو ځپلو لپاره ځمکني که هوایي بریدونه کوي خو تر دې وړاندې نه یوازې اسرائیل بلکې متحده ایالاتو څو ځله د دې یاغي ډلو اهداف ویشتي دي.

نتنیاهو د حوثیانو پر ضد د اقدام کولو په هکله په اعلامیې کې ویلي، " مونږ به په یوازې ځان عمل ونکړو. امریکا او زمونږ په شان نور هیوادونه حوثیان یوازې نړیوالو کښتیو ته نه بلکې نړیوال نظام ته هم ګواښ بولي، ".

په لبنان او غزې کې د ایران متحدین – حماس او حزب الله –د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې د حماس وسله والو ناڅاپه په اسرائیل باندې برید وکړ، په ځوابي بریدونو کې سخت ځپل شوي.

د هغوي ګڼ شمیر مشران او جګپوړي غړي وژل شوي او په سوریه کې د بشارالاسد حکومت په ړنګیدو سره ددې نیابتي ځواکونو سره د ایران د مرستې کولو لارې هم بندې شوې.

د اسرائیل مشر همدارنګه ویلي چې د حوثيانو پر ضد جګړه ښایي وخت ونیسي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې پدې جګړې کې به له جدیت کار اخلي.

هغه لیکلي، " مونږ به په قدرت، قاطعیت او هوښیارتیا سره عمل وکړو. که وخت هم نیسي خو زمونږ د کړنو نتیجه به هماغه شان وي لکه د نورو ترهګرو ډلو پر ضد چې وې".

په یمن کې حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د ۲۰۲۳ میلادي نومبر میاشتې راهیسې په سرې بحیرې او عدن خلیج کې په سوداګریزو او نورو کښتیو باندې بریدونه کوي او وایي چې دا کار په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل جګړې په غبرګون کې کوي.

متحده ایالاتو او بریتانیا د روان عیسوي کال له جنوري راهیسې په سرې بحیرې او د عدن په خلیج کې پر بېړیو باندې د یاغیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کوي.

په کابو یو کال کې د حوثیانو په څه باندې ۱۰۰ بریدونو کې دوه بېړۍ ډوبې شوي دي او څلور کسان په کې وژل شوي دي. حوثي یاغیانو همداشان د تېر کال په نومبر کې یوه بېړۍ او ټوله عمله یې وتښتوله چې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG