د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان په ملاتړ د ټرمپ د ځانګړي استازي پیغامونو پاکستان کې سیاسي کړۍ اندېښمنې کړي


د ۲۰۲۴ په سپتمبر کې په اسلام اباد کې د عمران خان د ملاتړو لاریون
د ۲۰۲۴ په سپتمبر کې په اسلام اباد کې د عمران خان د ملاتړو لاریون

د امریکا د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا په نړیوالو ماموریتونو کې د نومول شوي ځانګړي استازي یو لړ پیغامونو په پاکستان کې د رسنیو او سیاسي کړیو غبرګون پارولی دی.

ریچارډ ګرینل په ایکس شبکه کې له څه مودې راهیسې په خپلو پیغامونو کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي. د هغه لیکنې په پاکستان کې بابیزه بلل کیدې خو د ځانګړي استازي په توګه تر نومول کیدو وروسته یې په پاکستان کې تاوده بحثونه پیدا کړي دي.

د نومبر په ۲۶مه په اسلام اباد کې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند لاریون کوونکو پر ضد د حکومت د اقدام سره هم مهاله ګرینل په ایکس کې ولیکل: "عمران خان خوشې کړئ."

د پاکستان مشهور تلویزیوني چېنل جیو نیوز، چې د پاکستان د پوځ ملاتړی ګڼل کیږي، د ګرینل له نومول کېدو وروسته خبر خپور کړ، چې "ټرمپ ریچارډ ګرینل، همجنسباز، د ځانګړي استازي په توګه وټاکه. "

د جیو نیوز د خبر په غبرګون کې ګرينل ولیکل: "زه بیا هم وايم، چې عمران خان خوشې کړئ".

ګرینل له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په جرمني کې د امریکا د سفیر او د ملي استخباراتي ادارې د سرپرست په توګه کار کړی دی.

ریچارډ ګرینل، د امریکا د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نړیوالو ماموریتونو لپاره نومول شوی ځانګړی استازی
ریچارډ ګرینل، د امریکا د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نړیوالو ماموریتونو لپاره نومول شوی ځانګړی استازی

د عمران خان په ملاتړ د هغه پوسټونو په پاکستان کې دا اندېښنې پیدا کړي چې د هغه دریځ د پاکستان پر سیاسي اوضاع اغېز کولی شي.

عمران خان چې په پاکستان کې پراخ ملاتړ لري، د ۲۰۲۳ راهیسې د مختلفو جرمونو په تور په زندان کې دی. هغه پر ځان باندې لګېدلي تورونه رد کړي او دا یې واک ته د هغه د بیرته ستنېدو د مخنیوي لپاره یوه بهانه بللې ده.

د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ ايتلافي حکومت چې د پوځ ملاتړ لرونکی حکومت ګڼل کيږي، دا تورونه ردوي او وايي عمران خان دې په نورو د تورونو په ځای ځان په محکمه کې بې ګناه ثابت کړي.

عمران خان او ازاد څيړونکي وايي، تحریک انصاف ګوند د ۲۰۲۴ د فبرورۍ د میاشتې عامې ټاکنې ګټلی شوې او په پوځ تور لګوي چې درغلي يې وکړه ترڅو د شهباز شریف د حکومت جوړېدو ته لار هواره کړي.

عمران خان د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې په واک کې وو او حکومت یې د ټرمپ د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ خبرو ته د لارې په هوارولو کې مهم رول درلود چې په پایله کې یې امریکايي پوځیان د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه ووتل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG