د لاس رسي وړ اتصالات

د حج مراسم د څه باندې دوه میلیون مسلمانانو په ګډون پیل شول 


د حج مراسم نن د جون په ۲۵ (غبرګولي څلورمه) په داسې حال کې سعودي عربستان کې پیل شول، چې ټاکل شوې سږ کال د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه څه باندې دوه میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کړي.

د سعودي مقاماتو د شمېرو له مخې د جمعې تر ماښامه شاوخوا ۱،۶ میلیون خلک د حج لپاره سعودي عربستان ته داخل شوي وو.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت یو مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "سږ کال به په تاریخ کې تر ټولو زیات حاجیان ولرو... د حاجیانو شمیر به د ۲.۵ میلیون تنو څخه واوړي."

یو شمیر حاجیانو د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۵ (چنګاښ څلورمه) د طواف مراسم ترسره کړل. په سعودي عربستان کې د حج پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د حج د مراسمو پر مهال څو ځلې ګڼې مرګونې پېښې شوې دي. په ۲۰۱۵ کې، لږ تر لږه ۲۳۰۰ حاجیان د ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي او مړه شوي وو.

سږ کال د حج مراسم په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په مکه کې د تودوخې درجه د سانتیګراد ۴۵ درجو ته رسېدلې ده. د سعودي عربستان مقاماتو ویلي چې دوی د ګرمۍ د مخنیوي او د مایعاتو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره، چې په سعودي عربستان کې په ګرم موسم کې عام بلل کېږي، تر ۳۲زرو څخه زیات روغتیایی کارکونکي ګمارلي دي.

د حج مناسک، چې که فرضي وي او که عمره، د سعودي عربستان لپاره د عاید یوه سرچینه ده او هر کال دغه هیواد میلیاردونه ډالر عاید ترلاسه کوي.

دا به د کوویډ-۱۹ له وبا وروسته سږ کال د حج تر ټولو لوی مراسم وي. په ۲۰۲۰ کې او د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ په اوج کې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر یوازې ۱۰زره کسانو ته د حج د فریضې د ادا کولو اجازه ورکړل شوې وه او په ۲۰۲۱ کې یوازې ۵۹ زرو خلکو ته د حج اجازه ورکړل شوې وه.

د مکې او مدینې په ښارونو کې د هوټلونو یو شمېر خاوندانو فرانس پرس اژانس ته ویلي چې سږ کال د دوی ټولې خونې ډکې شوي او حتی یوه خالي خونه هم نه لري.

XS
SM
MD
LG