د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي – ایران اړیکو کې نرموالی ؛ د ایراني حاجیانو لپاره سږ کال خدمات بهتر شوي


ایراني چارواکي وایي سږ کال څه باندې ۸۷ زره حاجیان سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره تللي.
ایراني چارواکي وایي سږ کال څه باندې ۸۷ زره حاجیان سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره تللي.

د ایران څخه سږ کال سعودي عربستان ته د حج د فریضې ادا کولو لپاره څه باندې ۸۷ زره کسان تللي دي او ایراني حاجیان وایي د تیرو کالونو په پرتله سږ کال خدمات بهتر شویدي.

د سید مهدي په نامه یو حاجي د رویټرز خبري اژان ته ویلي چې د هوټلونو او نورو خدماتو په پیدا کولو کې هغه کسان چې سعودي عربستان لخوا ټاکل شوي، د ایراني حاجیانو سره ډیره همکاري کوي.

ښاغلي مهدي وویل، " د خدای ج شکر دی چې حالت ښه شوي او انشالله مونږ به وکړی شو چې د حاجیانو لپاره غوره خدمات وړاندې کړو".

ایران او سعودي عربستان د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د چین په منځګړتوب د څو کالونو اختلافاتو او جنجالونو وروسته د دپلوماتیکي اړیکو عادي کولو پر سر موافقه وکړله.

په منځني ختیځ کې د دې دواړو پخوانیو سیالیو هیوادونو تر منځ جنجال سعودي عربستان ته تلونکو حاجیانو لپاره ستونزې پیدا کولې.

ټاکل شوې چې سږ کال به سعودي ته د ټولې نړۍ څخه ۲.۶ ملیون کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره ولاړ شي او دا د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې د کرونا وبا له کبله د حاجیانو په ورتګ بندیزونه او محدودیتونه وضع شوي و، لومړی ځل دی چې دومره ډیر کسان حج کوي.

ایراني چارواکو په پرله پسې توګه څو ځله د حج چارو سمبالښت پر سر د سعودي په چارواکو انتقادونه کړي او په ۲۰۱۶ کې یې سعودي ته خپل حاجیان ونه لیږل ځکه چې یو کال وړاندې په د جرثقیل لویدو په پیښه کې سلګونه حاجیان مړه شول چې ډیری یې ایرانیان و.

ټاکل شوې چې د حج مراسم پنځه وروسته پیل شوي خو د ایران او نورۍ نړۍ څخه وار دمخه سلګونه زره حاجیان سعودي عربستان ته رسیدلي دي.

د محمد حسنین په نامه یو بل ایرانی حاجي چې غواړي سږ کال عمره او حج دواړه په یو ځای وکړي د رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د سعودي او ایران اړیکو په عادې کیدو خوښي څرګنده کړه.

هغه وویل، "ډیر خوښ یم چې د ایران او سعودي حکومتونو تر منځ اړیکې مخ په ښه کیدو دي. دا به د خدای ج کور ته د مسلمانانو راتګ آسان کړي".

د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کې د ایراني حاجیانو لپاره د معلوماتو لوحې په فارسي ژبه لیکل شوي.

ایران د همدې روانې جون میاشتې په ۶ مې نیټې په سعودي عربستان کې خپل سفارت پرانیست. دا سفارت د دواړو هیوادونو ترمنځ د چین د منځګړیتوب د هڅو په پایله کې پرانیستل شو.

په سعودي عربستان کې د ایران سفارت د ریاض په دپلوماتیکه ساحه کې په خپل پخواني ځای کې په کويټ کې د ایران د پخواني سفیر علي رضا عنایتي په مشرۍ فعالیت پیل کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا بیګدلي د دغه هیواد د بیرغ د پورته کولو په مناسبت په دغه سفارت کې جوړې شوې غونډې ته وویل:"مونږ دا ورځ د ایران اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان پادشاهي دولت ترمنځ د اړیکو په برخه کې د یوې مهمې ورځې په توګه ګڼو. د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یو نوي عصر ته داخلیږي".

ایران او سعودي عربستان د روان کال د مارچ په میاشت کې د دواړو هیوادونو د سفارتونو په پرانیستلو او د اړیکو د بیا پیلولو په اړه موافقه کړې وه.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت وروسته له هغې، چې د ایران په پایتخت تهران کې یې سفارت او قونسګري او هم یې په مشهد کې قونسګري باندې اعتراض کوونکو بریدونه وکړل، تهران سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

په ایران کې د سعودي عربستان په دپلوماتیکو دفترونو باندې بریدونه وروسته له هغې وشو، چې ریاض یو مشهور شعیه دیني عالم شیخ نمر باقر النمر، په ۲۰۱۶ کال کې اعدام کړ.

د اوو کلنو د اړیکو د پرېکیدو وروسته دغو دوو سیمه ییزو سیالانو په حیرانونکي ډول په چین کې د سولې موافقه لاسلیک کړه.

XS
SM
MD
LG