د لاس رسي وړ اتصالات

 
سعودي عربستان په حج ټول لګول شوي محدودیتونه لېرې کړل 

سعودي عربستان په حج ټول لګول شوي محدودیتونه لېرې کړل 


هر کال میلیونونه مسلمانان حج ته ځي
هر کال میلیونونه مسلمانان حج ته ځي

د سعودي‌عربستان حکومت اعلان کړی دی چې د حج سږني‌ مراسم به د کرونا ویروس د وبا تر خپرېدو مخکې حالت په څېر ترسره شي. په دې مانا چې د حاجیانو شمېر به خپل پخواني حالت ته وروګرځي.

په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې کال کې ۲.۴ میلیون خلکو فرضي حج وکړ خو د کرونا د محدودیتونو له اعلان وروسته په۲۰۲۰ کې بیا هر څه بند شول او یوازې د سعودي عربستان ۱۰۰۰ اوسېدونکو ته د حج اجازه ورکړل شوه.

په ۲۰۲۱ کې بیا د سعودي‌ عربستان ۶۰۰۰۰ اوسېدونکو ته د حج ترتیبات ونیول شول او تېر کال دا شمېر یو میلیون ته ورسېده، خو اوس د سعودي حکومت پرېکړه کړې چې د حاجیانو شمېر خپلو پخواني‌ حالت ته وګرځوي.

د سعودي‌ عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق بن فوزان الربیح د جدي په ښار کې تېره شپه جنوري نهمه (مرغومې۱۹) ناوخته په یو کنفرانس کې وویل: «زه تاسو ته په دې غونډې کې دوه ښه خبرونه لرم. لومړی: د حاجیانو شمېر به خپل پخواني حالت ته ګرځي او د عمر هېڅ ډول محدودیت به نه وي.»

د سعودي‌ عربستان دولتي‌ اژانس د هغه د خولې لیکلي‌ دي چې سعودي‌عربستان به په ټولو هېوادونو کې د حج په شرایطو برابر جواز لروونکو شرکتونو ته اجازه ورکوي چې حج ته د خلکو د استولو په چارو کې برخه واخلی.

په تېرو کالونو کې د ۱۸ او ۶۵ کالونو ترمنځ مسلمانانو ته د حج کولو اجازه ورکول کېده او همدغه راز د هغو خصوصي‌شرکتونو شمېر یې هم محدود کړی و چې له نورو هېوادونو څخه یې به یې خلک حج ته انتقالول، خو د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ډېر مسائيل تغیر شول.

مقامات وايي چې د کرونا ویروس لومړنۍ وبا نه ده چې د حج مراسم یې ګډ وډ کړي او محدود کړي وو بلکې تر دې مخکې هم دا ډول وباو د حج په موسم کې خلک مړه کړي‌ او دا مراسم یې خراب کړي دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس په ۶۳۲ کې خلک د ملاریا له کبله وکړېدل او ورنځېدل، په ۱۸۲۱ کې کولرا بیا د حج په موسم کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړل او په ۱۸۶۵ د کولرا یوې بلې څپې هم ۱۵۰۰۰ کسان مړه کړل.

د سعودي‌ حکومت د حج د مراسمو په مهال د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه لګولي او له هغو خلکو چې صحي حالت یې ښه نه وي او عمر یې ډېر وي غوښتې چې د حج په مراسمو کې ګډون ونکړي. همدغه راز د کرونا ویروس په مهال یې یو لړ قوي بندیزونه او محدودیتونه هم ولګول.

XS
SM
MD
LG