د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو


د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت وايي، چې د پنجشنبې په ورځ جون۲۲ (چنګاښ اول) له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شوی او ټول ۳۰۳۱۶ حاجیان دغه هیواد ته رسیدلي دي.

د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب د افغانستان ملي تلویزیون ته، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي، چې دا په تیرو لسو کلنو کې لومړی ځل دی، چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته افغان حاجیان په ټاکلې موده رسیدلي دي.

سږکال د افغانستان څخه د حج په مراسمو کې ۳۰۳۱۶ حاجیانو ګډون کړی دی. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې تیر کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ حاجیانو ګډون کړی و.

سعودي عربستان د دوو پرله پسې کلنو وروسته د روان میلادي کال ۲۰۲۳ د جنورۍ د میاتشې په سر کې اعلان وکړ، چې سږکال د حج په مراسمو کې د ګډون کوونکو پر ګډون د کرونا وبا د خپریدو له لګول شوي بندیزونه لیري کړي دي.

سعودي عربستان له وړاندې د عمري پر زیارت کوونکو باندې د کرونا وبا د خپریدو له امله لګول شوي بندیزونه هم لیرې کړي و.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت د معلوماتو پراساس سږکال به په هر کس باندې چې حج ته ځي،‌ ۳۹۲۴ ډالر چې ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي، لګښت راځي چې په مکه او مدینه کې د اوسېدنې ځایونو، درې وخته ډوډۍ او د ترانسپورټ مصارف هم په کې شامل دي.

دا وزارت وايي، چې د حاجیانو د پیسو د مصرف دا اندازه د تیرکال پرتله کمه ده او حتی د ګاونډیو هیوادونو څخه حج ته د تلوونکو حاجیانو د پیسو د مصرف څخه هم د افغان حاجیانو د حج د سفر د پیسو اندازه کمه ده.

ددغه وزارت د معلوماتو پراساس په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره د ۳۴ ولایتونو څخه د ازادې سیالۍ پروسې له لارې ۶۵۲ ښوونکي ټاکل شوي دي، چې د هرو ۴۵ حاجیانو لپاره به یو ښوونکي توظیف شي.

د تیر ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا دوهم کال دی، چې د طالبانو حکومت د افغان حاجیانو د لیږد د عملیاتو چارې نتظیموي.

د تیرکال په څیر سږکال هم د طالبانو د حکومت زیات شمیر چارواکو او مامورینو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ددغه حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم سږکال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا هیواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی. ملګري ملتونو د اپریل ۱۸ (وري ۲۹) وویل چې په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط او د طالبانو له بیا راتګ وروسته په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر دوه برابر زیات شوی او ۳۴ میلیونو ته رسېدلی، چې تر بې وزلۍ هم په بد حالت کې [فقر تر کرښې لاندې] ژوند کوي.

د جمهوریت له سقوط وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اکثریت مرستې بندې شوې او دا هېواد له یو لوی بشري بحران سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې [UNDP] تازه د خپل ۲۰۲۲ ارزونه خپره کړې چې په کې ویل شوي په افغانستان کې ۳۴ میلیونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د جمهوریت په مهال په ۲۰۲۰ کې دا شمېره ۱۵ میلیون وه.

په افغانستان کې د سرشمېرنې دقیقه احصایه نشته، خو ملګرو ملتونو ویلي دي چې دا هېواد شاوخوا ۴۰ میلیون نفوس لري او په همدې اساس یې اوس ۸۵ فیصده نفوس تر بې وزلۍ هم په بد حالت کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG