د لاس رسي وړ اتصالات

 
سعودي کې پولیسو څه باندې ۳۰۰ زره نا ثبت شوي حج کوونکي له مکې ایستلي

سعودي کې پولیسو څه باندې ۳۰۰ زره نا ثبت شوي حج کوونکي له مکې ایستلي


په سعودي عربستان کې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو شنبه جون اتمه ( غبرګولي ۱۹) د مکې معظمې څخه پداسې حال کې سلګونه زره نا ثبت شوي حج کوونکي ایستلي چې بله اوونۍ پدې هیواد کې د حج د فریضې ادا کولو مراسم پیلیږي.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې تیر کال دې هیواد ته څه باندې ۱.۸ ملیون وګړي د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه حج کولو لپاره ورغلي او د دومره لوړ شمیر کسانو د تنظیم چارې د سعودي عربستان لپاره یوه ستره اندیښنه ده.

هغوي چې تازه د مکې معظمې څخه ایستل شویدي، ۱۵۳۹۹۸ یې د بهرنیو هیوادونو اتباع دي چې د سیلانیانو ویزو تر لاسه کولو وروسته سعودي عربستان ته ورغلي و او بیا د مکې په ښار کې ځای پر ځای شوي و.

د سعودي رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دې کسانو د حج کولو لپاره ځانګړې ویزې نه بلکې د سیاحت ویزې درلودې.

د دې خبري اژانس په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې پولیسو ۱۷۱۵۸۷ نور داسې کسان هم د مکې څخه ایستلي چې په سعودي عربستان کې ژوند کوي کوي خو د مکې اوسیدونکي ندي او حج ادا کولو لپاره یې اجازې هم نه وې تر لاسه کړې.
په سعودي عربستان کې سږ کال د حج رسمي مراسم د روانې جون میاشتې په ۱۴ مې نیټې پیلیږي.

دا چې د حج کولو لپاره سعودي عربستان ته تګ او رسمي اجازه تر لاسه کول ګران دي او هر کال د نړۍ هر هیواد ته محدود شمیر خلکو ته اجاز ورکول کیږي، په سعودي کې دننه او د باندې ډیر وګړي کوښښ کوي په غیر رسمي لارو چارو ځانونه د حج په موسم کې دې هیواد ته ورسوي.

په تیرو کلونو کې د حاجیانو ګڼه ګوڼه خطرناکه ثابت شوې ده. په ۲۰۱۵ کې مکې ته نږدې په منا کې د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په ګڼه ګوڼه کې خلک تر پښو لاندې شول. د حج په دغه ترټولو خونړۍ پېښه کې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان مړه شول.

د حج او عمرې وزارت یو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو د اجازې د نه لرلو له کبله د نوم له ښودلو ډډه کوي، وویل چې ددغه ډول خونړیو پیښو د مخنیوي لپاره، د سعودي چارواکي اړ شوي چې په وروستیو کلونو کې د غیر راجستر شویو حاجیانو پر وړاندې اقدام وکړي.

دغه چارواکي وویل: "د مکې ساحه ډیره محدوده ده، او د لوی شمیر غیرقانوني کسانو شتون د ګڼې ګوڼې او بسونو د تګ راتګ د تنظیم مخه نیسي او دا کار د خلکو تر پښو لاندې کېدو لامل کیدای شي."

د غیر قانوني حاجیانو او د هغوی د لیږدوونکو جریمه له ۱۰ زره سعودي ریال (۲۶۶۶ ډالرو) څخه پیل کیږي.

د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، له تېرې میاشتې راهیسې چارواکو د حج اړوند "درغلیو" په تور لږ تر لږه ۲۰ کسان نیولي، چې ډېری یې مصریان دي.

مکې ته د غځېدلیو سرکونو تر څنګ پر لوحو لیکل شوي، "له جواز پرته د حج اجازه نشته." خو د غیر رسمي حج کولو ستونزه پر ځای پاتې ده

په ۲۰۱۹ کې سعودي د ګرځندوی ویزې معرفي کړې چې د غیر راجستر شوي حاجیانو په ګډون سعودي عربستان ته یې د خلکو تګ د پخوا په پرتله خورا اسانه کړ.

د ګرځندوی یو استازي د نیول کېدو د ویرې له کبله د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "عرفات ته د حاجیانو د راوړلو لپاره لا هم یو میلیون لارې شته. زه سل بسونه لرم چې عرفات ته ننوځي. ایا دا ټول پلټل کیږي؟دا ناشونې ده."

سږکال د حج په موسم کې تمه کیږي چې ګرمي تر پځوا ډیره زیاته وي او د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ۴۴ اټکل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG