د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه پاکستان ته لومړۍ تجارتي لارۍ په موقتي اسنادو تیرې شوې


یو پاکستاني پلاوي د ۲۰۲۴ کال مارچ د میاشتې وروستیو کې په کابل کې طالبانو حکومت سره په دې موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لاریو چلوونکي به د سوداګریزو مالونو د انتقال پرمهال د سفرپه موقتي اسنادو تګ راتګ کوي.
یو پاکستاني پلاوي د ۲۰۲۴ کال مارچ د میاشتې وروستیو کې په کابل کې طالبانو حکومت سره په دې موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لاریو چلوونکي به د سوداګریزو مالونو د انتقال پرمهال د سفرپه موقتي اسنادو تګ راتګ کوي.

له افغانستان څخه د یکشنبې په ورځ جون درېیم ( جوزا ۱۴) د کورمې د خرلڅۍ له لارې بار وړنکې لارۍ د داخلېدو لنډ مهالي اسنادو په ښودلو سره پاکستان ته ولاړې. دغه نوی پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ زیاتولو د هغه تړون برخه ده چې د مارچ میاشتې په وروستیو کې په کابل کې شوی وو.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاءالحق سرحدي امریکا غږ ته وویل، د دواړو هېوادونو ترمینځ له ډېره وخته راهیسې خنډونه ول چې له کبله یې د سوداګرۍ کچه هم ډېره راټیټه شوې وه.

نوموړی زیاتوي چې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري په ټپه ولاړه وه.

هغه وویل، ”د چمن او غلام خان لارې اوس هم بندې دي نو د دوه اړخیزه سوداګرۍ زیاتولو لپاره د پاکستان د سوداګرو یوه ډله په مارچ میاشت کې افغانستان ته ولاړه او دا ډول د افغانستان د سوداګرو ډله لاهور ته ولاړه نو موږ په ګډه سره د تګ راتګ عارضي اسناد جوړ کړل او نن د هغې له لارې پاکستان ته له افغانستانه بار وړونکي لارۍ داخلې شوې. “

د نوموړی په خبره په کابل کې د پاکستان سفارت د هغه ځای ډرایورانو ته دغه موقتي اسناد ورکړي دي چې تر شپږو میاشتو پورې به کارول کېږي او په دې باندې شپاړس واره ډرایوران له افغانستان څخه پاکستان ته سفر کولی شي او کله چې د پاکستان اړخ ته له افغانستان څخه لارۍ راځي نو پر ډیورنډ کرښه به په سفري نقطه سل ډالره فیس ورکوي نو بیا به ورته اجازت ورکول کېږي او دا عارضي سفري اسناد اوس یوازې د یو کال لپاره ورکړل شوي دي خو په دې کې یوه ستونزه دا ده چې په دې اجازت نامه کې افغان ټرانزټ ټرېډ نه دې شامل چې له کراچۍ بندر څخه د پاکستان په لار افغانستان ته مالونه انتقالېږي نو دې لړ کې هم کار شروع دی او د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ زیاتولو لپاره هلې ځلې کوي.

بل پلو پېښور کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان کونسلګرۍ په خپل یو خپور شوي بیان کې ویلي چې کابل به هم پاکستاني ډرایورانو ته ورته سفري کاغذونه ورکوي او د دې هدف لپاره له کابله یوه پلاوی پېښور ته رسېدلی دی.

د افغانستان او پاکستان د لاریو اتحادیې مشر حاجي محمد نور احمد زي د دې ګام ستاینه کړې چې په دې سره به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټه ورسېږي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، که څه هم له دوی څخه سل ډالره فیس اخیستل کېږي خو بیا هم د لارې پرانیستو ته خوشاله دي.

هغه وویل،”د افغانستان او پاکستان ترمینځ چې څومره لارې دې، هغه ټولې دې پرانیستل شي، له دې سره به زموږ او د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ګټه ورسېږي. “

دا په داسې حال کې ده چې د جون په دویمه نېټه د شمالي وزیرستان قومي مشرانو یوه جرګه کړې چې پکې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې چې پر ډیورنډ کرښه دې د غلام خان لار د ولس پر مخ پرانیزي.

د جرګې یو مشر ملک رحمت الله امریکا غږ ته وویل، د شمالي وزیرستان کابل خیل سیدګۍ داخیل او د ګوربز په ګډون نورو قامونه د افغانستان په برمل سیمه کې اباد دي او دا خلک د هره ورځ یوې بلې غاړې تګ راتګ کوي خو له څلورو میاشتو راهیسې دا لار بنده ده او کله چې له دې خوا هلته څوک ځي او یا له هغه اړخ نه څوک ناروغه دې اړخ ته رااوړي نو د غلام خان لارې پرځای پر نورو لارو ځي راځي چې اکثره وخت پرې میاشت میاشت یا پینځلس پینځلس ورځې ولګي او ډېر زیات خرڅ هم راځي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنرر خالد عمران د شمالي وزیرستان د قومي مشرانو د غوښتنې په اړه وویل،”موږ د شمالي وزیرستان د خلکو له ستونزو څخه خبر یو چې دا خلک دلته هم اوسېږي او ځینې په افغانستان کې اوسېږي خو دا امر مرکزي حکومت کړی او هغوی به دې لړ کې پرېکړه کوي. “

د بلې خوا په چمن کې د کوژک په لار د ځايي سوداګرو او لغړیانو د اتحاديې د احتجاجي پرلت مشر غوث الله امریکا غږ ته وویل،”زموږ غوښتنې له اته میاشتو راهیسې د احتجاجي پرلت وروستو هم و نه منل شوې نو اوس موږ سلا شوي یو چې دا خپل پرلت د بلوچستان ایالتي پارلمان، د ګورنر او د وزیراعلا د کور مخې ته یوسو خو د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ګوند مخکښ پخواني سناتور حافظ حمدالله ډاډ راکړئ چې هغه به د پوځ له مشر سره زموږ په دې غوښتنو خبرې کوي او د دې لپاره رانه حافظ حمدالله دوه درې ورځې وخت غوښتی دی. “.

د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط ايښی دی او دريځ لري چې دا کار د امنيت لپاره ضروري دی خو ولس او سوداګر بیا به باسپورټ تګ راتګ نه مني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG