د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان پر مېوو او سبزیو تعارفه لوړه کړې


په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي وايي پاکستان د افغانستان پر مېواو ترکارۍ تعارفه لس فیصده لوړه کړې ده.
په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي وايي پاکستان د افغانستان پر مېواو ترکارۍ تعارفه لس فیصده لوړه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د خیبر سوداګرو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه دې د ترکاریو او مېوو پر واردېدلو لګولې نوې تعارفه ختمه کړي ځکه چې په دې سره د دواړو غاړو سوداګرۍ ته زښت ډېر زیان رسېدلې دی.

دا مهال سوداګر له افغانستان څخه خوبانۍ (زردالو)، انګور او ځینې نورې مېوې او ترکاري راوړي او له پاکستان څخه امونه، کینو او نور داسې مېووې وړي چې په افغانستان کې نه کېږي.

د خیبر د سوداګرو اتحاديې مشر اېمل خان شینواري له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دوی د پاکستان د حکومت لخوا لګول شوې نوې تعارفه غندي او غوښتنه کوي چې دا پرېکړه دې بې له ځنډه بیرته واخیستل شي. ځکه چې له نوې مالیې سره به پاکستان کې ګراني هم زیاته شي.

نوموړي زیاته کړه، ”خوبانۍ مخکې په پینځلس زره درې سوه (۱۵۳۰۰) روپۍ یو ټن پرېوتو خو اوس یې یو ټن دوه پنځوس زره دوه سوه اتیا (۵۲۲۸۰) روپیو ته رسېدلی دی. انګور په نولس زره (۱۹۰۰۰) روپۍ یو ټن وو اوس اته اویا زره (۷۸۰۰۰) روپۍ یو ټن شو. نو تاسو اندازه ولګوئ چې دا موږ ته څومره تاوان راکوي، نو موږ له حکومته غوښتنه کوو چې دا ظالمانه مالیې دې په سمدستي توګه ختمې کړي. “

اېمل خان شینواری زیاتوي، که یې غوښتنې و نه منل شوې نو احتجاج به پیلوي.

وېس خان چې د مردان د مېوو او سبزيو په منډۍ کې مېوې پلوري، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، ”دلته به هر مازیګر دا سړک او منډۍ له ټرکونو ډک و، خو اوس له اففانستان څخه د مېوو ګاډي نه راځي، کارونه په ټپه ولاړ دي. “

په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو غړي شاهد حسین امریکا غږ ته وویل، پاکستان د افغانستان د مېوو لپاره یوه لویه منډۍ دی: ”د افغانستان پر مېوو او ترکارۍ تعارفه لس فیصده زیاته شوې ده. نو د تعارفې له زیاتوالي سره به د مېوو او ترکارۍ نرخونه هم لوړېږي. دا به ګراني ډېره کړي. ممکن ده چې دغه سوداګري ودرېږي نو تاوان به يې دواړه هېوادونو ته رسېږي. “

په کابل کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی وايي، له بده مرغه پاکستان په داسې وخت کې مالیه لوړه کړې چې د افغانستان د مېوو او ترکاریو موسم دی: ”کله چې د مېوو وخت شي نو یا لاره وتړل شي او یا تعارفې زیاتې کړل شي نو اوس هم له معمول سره سم تعارفه څو چنده جګه شوله. “

نوموړی زیاتوي‌، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې دا ستونزه شریکه کړې ده او د سوداګرۍ او بهرنیو چارو له وزیرانو یې وغوښتل چې د پاکستان حکومت له اړونده چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلی الکوزی وايي، د تعارفې له لوړولو سره که یوخوا د افغانستان د کروندګرو او سوداګرو تاوان دی خو بلخوا د پاکستان د خلکو هم تاوان دی ځکه چې هغوی ته به مېوې او ترکارۍ په لوړ قیمت پرېوځي.

امریکا غږ د خیبر د سوداګرو غوښتنې له سیمې څخه د پاکستان ملي‌اسامبلې له غړي اقبال اپرېدي سره شریکې کړې، هغه ویل چې پر دې ستونزه به په پارلمان کې غږ اوچتوي، او د سوداګرۍ له مرکزي وزیر سره به هم ویني.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په پښتون میشته سیمه چمن او انګور اډه کې پر ډیورنډ کرښه له تېرو څه باندې اتو میاشتو راهیسې احتجاجي پرلتونه دي، هلته سوداګر غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پاکستاني وېزې او پاسپورټ پرځای د پخوا غوندې په شناختي کارت او د افغانستان سوداګرو پر تذکره د تګ راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي. خو د اسلام اباد چارواکو یې غوښتنو ته لاهم مثبت ځواب نه دی ویلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG