د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان او اوزبیکستان سوداګر ګډه خونه جوړوي


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف اف سره په تاشکند کې د افغانستان او اوزبیکستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف اف سره په تاشکند کې د افغانستان او اوزبیکستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د اوزبیکستان د صدراعظم د مرستیال جمشید خواجه یف ترمنځ په کتنه کې د دواړو هیوادو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د یوې ګډې خونې په جوړیدو موافقه شوې ده.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای درېیم (چنګاښ ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په تاشکند کې په دې کتنه کې دواړو چارواکو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، د افغانستان د اوسپنې د پټلۍ او د اوزبیکستان د سرخان څخه تر د افغانستان د پلخمري ښار پورې د بریښنا د لیږد په تړاو هم خبرې کړي دي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې د دغه سفر په ترڅ کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پر پراختیا، د افغانستان په ګټه د یو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن، پانګونې او ټرانزیټي موافقو ته وروستۍ بڼه ورکولو په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغان سوداګرو او پانګه والو یو پلاوی په تاشکند کې د افغانستان او اوزبیکستان د تولیداتو د یو ګډ نندارتون د پرانیستلو او ددغه هیواد د چارواکو او سوداګرو سره د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په سر د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ جولای دوېیم (چنګاښ ۱۲) له کابل څخه دغه هیواد ته تللی دی.

تاشکند کې دغه درې ورځینی نندارتون د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویلي چې په دغه نندارتون کې د شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګرو او تولیدي شرکتونو سوداګریز توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.

همداشان دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د اوزبیکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اف په مشرۍ یو پلاوی به په نږدې راتلوونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.

اوزبیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د طالبانو د حکومت سره ډیرې نږدې اړیکې لري.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان تیر۲۰۲۳ کال کې د اوزبیکستان څخه د ۲۳۹ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي وو او د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یې دغه هیواد ته صادرات درلودل.

ددې سربیره افغانستان هرکال د ۱۵۰ میلیونو ډالرو څخه په زیاتو پیسو د اوزبیکستان څخه د خپلې اړتیا وړ بریښنا اخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی چې اوزبیکستان ته د خصوصي سګټور د استازو سره یو ځای تللی امریکا غږ ته وویل چې دمخه اوزبیکستان هم په کابل کې همدغسې یو نندارتون پرانیستی وو.

خان جان الکوزی وايي چې افغان سوداګر اوزبیکستان سره د سوداګرۍ په ځانګړي ډول د ترانزیت په برخه کې ستونزې لري چې ټاکل شوې د دواړو هیوادونو د خصوصي سګټور د استازو ترمنځ به پرې خبرې وشي.

هغه وویل: "زمونږ صادرات اوزبیکستان ته کم دي او د اوزبیکستان صادرات افغانستان ته زیات دي، کله کله زمونږ د صادراتو او ترانزیټي مالونو د انتقال پر مهال پر مونږ باندې کرایه زیاته راځي".

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي وویل چې د جمهوریت د رژیم پر مهال د افغانستان د خصوصي سګټور استازو د اوزبیکستان حکومت سره د سوداګرۍ اړوند ستونزو باندې مخامخ خبرې کولې، خو پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د طالبانو د حکومت د پالیسۍ له مخې خصوصي سکټور د اوزبیکستان د حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي، بلکې د طالبانو حکومت د افغان سوداګرو ستونزې ددغه هیواد د چارواکو سره شریکوي.

افغانستان اواوزبیکستان نه یوازې یو بل سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، بلکې دغه دوه هیوادونه د یو بل له خاورې نورو هیوادونو ته هم ترانزیټي مالونه انتقالوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې په تیرو دوو کلنو کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترانزیټي مالونو په انتقال کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

افغانستان هم چین ته د خپلو ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره د اوزبیکستان د اورګاډي له شبکې کار اخلي. خو افغان سوداګر شکایت کوي چې اوزبیکستان د افغانستان له ترانزیټي مالونو ډیر محصول اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG