د لاس رسي وړ اتصالات

تاشکند کې د افغانستان او اوزبیکستان د تولیداتو ګډ نندارتون پرانیستل کیږي


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په اوزبیکستان کې په نندارتون کې به د افغانستان قالینې هم نندارې ته وړاندې شي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په اوزبیکستان کې په نندارتون کې به د افغانستان قالینې هم نندارې ته وړاندې شي.

طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د افغان سوداګرو یو لوی پلاوی د اوزبیکستان پایتخت تاشکند کې د افغانستان د تولیداتو یو نندارتون د پرانیستلو او ددغه هیواد د چارواکو او سوداګرو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په تړاو د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ له کابل څخه دغه هیواد ته تللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ د وزارت له خوا رسنیو ته په یواستولې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د ښاغلي عزیزي په مشرۍ دا پلاوی به د ددغو دوو هیوادونو د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریز تواصل او دواړخیزو خبرو کې هم ګډون وکړي.

نورالدین عزیزي اوزبیکستان ته د روانیدو دمخه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په اوزبیکستان کې په ګډ نندارتون کې ۲۵۰ افغان شرکتونو ګډون کړی دی.

هغه وویل:" عمومآ زمونږ کوښښ دادی چې که خپل صنعت صادراتي کړو زمونږ زیاته پاملرنه صادراتو ته ده. همداشان مونږ په دې سفر کې زمونږ د لاسي صنایعو پیاوړي شرکتونه د قالینو د اوبدلو د شرکتونو په ګډون ملګرتیا کوي".

د افغانستان د سوداګرۍ اوپانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي چې اوزبیکستان ته د خصوصي سګټور د استازو سره یو ځای تللی امریکا غږ ته وویل چې دمخه اوزبیکستان هم په کابل کې همدغسې یو نندارتون پرانیستی وو،

ښاغلي الکوزي وویل:" اوس مونږ په تاشکند کې ګډ نندارتون جوړ کړی دی. یو هدف دا وو چې تقریبا دوه سوه دوه نیم سوه سوداګر او بانګه وال په شمول چې تاشکند ته راغلي په کې زیات یې زراعتي توکي دي زمونږ په نندارتون چې ټاکل شوې سبا به رسمآ افتتاح شي. همداشان معدني توکي او یو څه صنعتي تولیدات هم شته دی... مشرکه نمایشګاه ده".

دغه نندارتون به درې ورځو لپاره پرانیستی وي. همداشان خان جان الکوزی وايي چې د دغه نندارتون ترڅنګ به د افغانستان او د اوزبیکستان د دولتي او خصوصي سکټور د پلاو ترمنځ هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خبرې هم وشي.

ښاغلي الکوزي وویل:" په تجارتي ناستې کې به د دواړو هیوادونو سوداګر د ګډو پانګونو او همدارنګه د سوداګریزو ستونزو په حل باندې او همدارنګه ترانزیټ باندې خبرې کوي میچ میټینګ دی او ددې په څنګ کې به امارت اسلامې [طالبانو حکومت] دولتي ادارې د اوزبیکستاني چارواکو سره ناستې لري او سره رسمي خبرې به کوي البته په رسمي خبرو کې خصوصي سګټور نشته دی".

خان جان الکوزی وايي چې افغان سوداګر اوزبیکستان سره د سوداګرۍ په ځانګړي ډول د ترانزیت په برخه کې ستونزې لري چې ټاکل شوې د دواړو هیوادونو د خصوصي سګټور د استازو ترمنځ به پرې خبرې وشي.

هغه وویل: زمونږ صادرات اوزبیکستان ته کم دي او د اوزبیکستان صادرات افغانستان ته زیات دي، کله کله زمونږ د صادراتو او ترانزیټي مالونو د انتقال پر مهال پر مونږ باندې کرایه زیاته راځي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي وویل چې د جمهوریت د رژیم پر مهال د افغانستان د خصوصي سګټور استازو د اوزبیکستان حکومت سره د سوداګرۍ اوړند ستونزو باندې مخامخ خبرې کولې، پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د طالبانو د حکومت د پالیسۍ له مخې خصوصي سکټور د اوزبیکستان د حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي، بلکې د طالبانو حکومت د افغان سوداګرو ستونزې ددغه هیواد د چارواکو سره شریکوي.

افغانستان نه یوازې د اوزبیکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، بلکې دغه دوه هیوادونه د یو بل له خاورې نورو هیوادونو ته ترانزیټي مالونه انتقالوي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان تیر۲۰۲۳ کال کې د اوزبیکستان څخه د ۲۳۹ میلیونو ډالرو توکي وارد کړي وو او د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یې دغه هیواد ته صادرات درلودل. ددې سربیره افغانستان هرکال د ۱۵۰ میلیونو ډالرو څخه په زیاتو پیسو د اوزبیکستان څخه د خپلې اړتیا وړ بریښنا اخلي. اوزبیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د طالبانو د حکومت سره ډیرې نږدې اړیکې لري.

د افغان ترانس د اوسپنې پټلۍ

د بلې خوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دوشنبې په ورځ یې د اوزبیکستان، پاکستان او د قطر د هیوادونو د چارواکو سره د ترانس افغان په نوم د اوزبیکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې د پټلۍ د غځولو د پروژې په اړه خبرې کړي دي.

د ازبکستان، افغانستان او پاکستان چارواکو د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې د پخواني جمهوري رژیم د واکمنۍ پرمهال- د اوزبیکستان د ترمز له ښار څخه مزار شریف- کابل او پېښور ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ د غځولو د پروژې د لارې نقشه لاسلیک کړې وه.‌

د روان کال د اپریل په میاشت کې د اوزبیکستان شوکت میر ضیایف د قطر د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره په کتنه کې ددغې پروژې په عملي کولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه. د اوسپڼې دا پټلۍ شاوخوا ۷۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري. تراوسه پر دې پروژې عملي کار نه دی پیل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG