د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په اوزبیکستان کې د افغانستان د کورني تولیداتو نندارتون جوړېږي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ په اوزبیکستان کې د افغانستان د کورني تولیداتو درې ورځینی نندارتون جوړ شي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ‌ جون ۲۹ (غبرګولي نهم) په یوې اطلاعیې کې وویل دا نندارتون د جولای په دویمه په تاشکند ښار کې جوړېږي او په کې ۲۵۰ افغان سوداګر او صنعتکاران ګډون کوي.

په اطلاعیې کې راغلي چې په دغه نندارتون کې به افغان سوداګر د غالیو، لاسي صنایعو، قیمتي ډبرو او وچو میوو په ګډون خپل نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دغه نندارتون کې د افغان سوداګرو ښځو د ګډون په اړه څه نه دي‌ ویلي‌ خو له دې وړاندې یې په ورته کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې د ښځو پر ګډون بندیز لګولی.

دغه وزارت له اوزبیکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هیوادونو سره د اقتصادي،‌ سوداګریزې او ترانزیتي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرو ترمنځ د پانګونې پراختیا د یاد نندارتون د جوړولو عمده اهداف بللي‌ دي.

اوزبکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له سیاسي‌ بدلون وروسته یې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې ټینګې ساتلي او په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې د دغه هیواد لوړپوړو چارواکو له کابل او بلخ ولایت څخه لیدنې کړې دي.

په ورته وخت اوزبکستان د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو په څیر له افغانستان سره پر پوله د افراطي ډلو پر فعالیتونو اندیښمن دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنېدو کابو درې کلنې موده کې طالبانو او اوزبکستاني‌ چارواکو څو ځل کابل او تاشکند ته سفرونه کړي‌ او دواړو خواو د اقتصادي‌ اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د روان عیسوي کال د مارچ میاشتې په ۱۲ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.


د طالبانو په وینا دغه اوزبکستاني پلاوي‌‌ په افغانستان کې د سمینټو د تولید فابریکې د جوړولو،‌ د سکرو ډبرو د استخراج او د بریښنا د تولید په برخو کې پانګونې ته له لیوالتیا ښودلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG