د لاس رسي وړ اتصالات

ګراهام په امریکا کې د داعش د شکمنو کسانو نیول له افغانستان سره اړوند وګڼل


لوړپوړي امریکایي سناتور لندسي ګراهام
لوړپوړي امریکایي سناتور لندسي ګراهام

لوړپوړي امریکایي سناتور لندسي ګراهام د امریکا په څو ایالتونو کې د داعش د شکمنو کسانو د نیول کیدو په هکله د رسنیو رپوټونه د متحده ایالاتو د سرحدي ستونزو او د افغانستان څخه د پوځي تخلیې له عملیاتو سره اړوند ګڼلي دي.


د سي بي اس خبري شبکې او د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ راپور ورکړ چې لږ تر لږه اته تنه د امریکا په لاس انجلس، نیویارک او فلاډلفیا ښارونو کې په همغږو عملیاتو کې له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

سي بي اس تلویزیوني شبکې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه کسان د تاجکستان اتباع دی چې له متحده ایالاتو سره د مکسیکو له پولې په غیر قانونی توګه امریکا ته داخل شوي وو. دغې رسنۍ د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې نیول شوي کسان له څو میاشتو راهیسې تر څارنې لاندې وو.

ګراهام د ایکس شبکې په یو پیغام کې، د رسنیو راپور ته په اشارې سره، لیکلي: "ما په دوو تیرو کلونو کې په پرله پسې توګه خبرداری ورکړی دی چې د [امریکا-مکسیکو] پرانیستې پولې او له افغانستان څخه د شرمناکو وتلو سره یوځای ممکن د یو بل ۹/۱۱ [په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ تروریستي بریدونه] سبب شي. د تروریستي سازمانونو سره تړلي کسان له بل هر وخت څخه اوس زمونږ د پرانستو جنوبي پولو څخه [متحده ایالاتو] ته ننوځي."


امریکايي سرچینو سي بي اس خبري شبکې ته ویلي، که څه هم نیول شوي کسان له ترهګرۍ سره په تړاو ندي تورن شوي، خو له داعش سره د احتمالي اړیکو له امله په توقیف کې دي. سرچینو زياته کړې چې دغه کسان به لومړى امريکا ته د ناقانونه ننوتلو او بيا د ترهګرۍ په تور محاکمه شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت هم د سه شنبې په ورځ د جزیاتو له ورکولو پرته په یو بیان کې د متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکونو د کارکوونکو لخوا د څو بهرني اتباعو د نیولو اعلان وکړ. په اعلامیه کې راغلي چې دغه نیول شوي کسان د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (FBI) سره په نږدې همغږۍ کې نیول شوي دي.

د روان کال په اپریل کې هم د اوزبیکستان یو تبعه چې د څه دپاسه دوو کلونو راهیسې په امریکا کې اوسیده د داعش سره د تړاو په تور د متحده ایالاتو د بالتیمور په ښار کې ونیو.

ګراهام د روان کال د مارچ ۲۶ (حمل اوومه) په خپل ایکس حساب لیکلي وو: «موږ باید په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې هدفونه کلک وځپو او مخکې له دې چې ناوخته شي، باید د هغوی عملیات ګډوډ کړو. او مخکې له دې چې ناوخته شي، باید د سرحد عملیاتي کنترول په خپل لاس کې واخلو.»

سناتور لیندسي ګراهام همداشان د الاباما جمهوري غوښتونکي سناتورې کیټي بریټ سره په ګډه په یو لیک کې د اپریل په څلورمه (وري ۱۶مه) د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر چک شومر او د سنا د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر میچ مک کانل څخه غوښتې وو، چې د داعش خراسان د څانګې په ګډون، د سخت دریځو اسلامي تروریستي ډلو د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو په اړه یو محرمه غونډه جوړه کړي.‌


دغو دوو سناتورانو پدغه لیک کې لیکلي وو: "لکه څنګه چې یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو، نوي ګواښونه رامنځ ته کړي او دغه هېواد [افغانستان] یې یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پټنځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. زموږ ولس د دې ګواښونو په وړاندې بې تفاوته نشي پاته کېدلای."


تر دې مخکې،‌ ملګرو ملتونو په څو راپورونو کې ویلي وو په افغانستان کې ترهګرې ډلې د پخوا په پرتله له زیاتې ازادۍ نه برخمن دي او په افغانستان او سیمه کې تروریستي ګواښونه په زیاتیدو دي. په همدې توګه د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس داعش – خراسان څانګه په افغانستان کې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ په شاوخوا کې غړي او کورنۍ لري چې لږ تر لږه د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پناه ځایونه لري.


د افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي تخلیې د څرنګوالي او د هغې څخه د زیږنده احتمالي ګواښونو د د زیاتیدو په هکله د جمهوري غوښتونکو له انتقادونو سره سره د ولسمشر جو بایډن په ګډون د متحده ایالاتو د حکومت مقاماتو استدلال کړی چې متحده ایالات د افغانستان څخه د راوچت شویو تروریستي ګواښونو په وړاندې له لرې څخه د مقابلې وړتیا لري.
د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه امریکايي ځواکونو د القاعده ډلې پخوانی مشر ایمن الظواهري د کابل په شیرپور سیمه کې په خپل کور کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وواژه.

خو ددې سره سره لیندسي ګراهام په اروپا کې د داعش ډلې له بریدونو وروسته او په ځانګړې توګه د روسیې په پلازمینه مسکو ښار کې د دغې ډلې له مرګوني برید وروسته چې له امله یې ۱۳۹ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان شول په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې پر مرچلو باندې د بریدونو غوښتنه وکړه.

د مسکو له برید وروسته، ګراهام وویل: "موږ باید په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې هدفونه په نښه کړو او د دوی عملیات له مینځه یوسو مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي باید هما اوس د پولې عملیاتي کنټرول په غاړه واخلو."

په تېرو څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د بې شمېره او وژونکو بریدونو په ترسره کولو سره د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې اصلي ګواښ بلل کېږي. خو طالبانو تل په افغانستان کې د داعش ګواښ کم اهمیته ګڼلی دی.


د منځنۍ اسیا هېوادونو په تېره بیا تاجکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، تل د افغانستان له پولو څخه بهر د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو په زیاتوالي او پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG