د لاس رسي وړ اتصالات

ایف بي آی د امریکا په خاوره کې د "همغږي ترهګریز برید" په اړه اندیښنه لري


د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (ایف بي آی) مشر کریسټوفر رې
د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (ایف بي آی) مشر کریسټوفر رې

د اروپايي هېوادونو پر وړاندې د داعش د پلویانو لخوا د انلاین ګواښونو د لړۍ او په مسکو کې د موسیقۍ پر یو تالار د دغه ډلې وسله وال برید، د متحده ایالاتو امنیتي مقامات اندیښمن کړي دي.

د امریکا امنیتي مقامات له دې امله اندیښمن دي، چې کیدای شي کوچنۍ ډلې یا افراد په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو دسیسو څخه په الهام اخیستو سره د امریکا په خاوره بریدونه وکړي.

د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (ایف بي آی) مشر کریسټوفر رې، د پنجشنبې په ورځ، د اپریل ۱۱( وري ۲۳مه) امریکايي قانون جوړونکو ته په یو استماعیه غونډه کې پدې اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي وویل: "اوسمهال په هیواد دننه (امریکا) کې د داعش خراسان څانګې لخوا په مسکو کې د موسیقۍ پر یو تالار د ورته همغږي برید احتمال، ډیر د انديښنې وړ دی."

د روان کال د مارچ په ۲۲ مه، څو تنه بریدګر چې پوځي یونیفورم یې اغوستی وو، مسکو ته نژدې د موسیقۍ یو تالار ته ننوتل او پر لیدونکو یې ناتاره ډزې وکړې. په دې وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

هغه په استماعیه غونډه کې له کانګرس څخه وغوښتل چې د بهرنیو استخباراتو د څارنې د قانون ۷۰۲ برخې ته بیا اجازه ورکړي، کوم چې حکومت ته ددې واک ورکوي چې له مخکني خبرداري پرته په متحده ایالاتو کې د میشتو غیر امریکایانو د بهرنيو ارتباطاتو معلومات راټول کړي.

په یوه تازه پیښه کې، داعش ډلې پورې تړلې رسنیو په مادرید، لندن او پاریس کې د اروپایي هیوادونو د فوټبال اتلولۍ سیالیو کوربه لوبغالو (سټدیومونو) باندې د بریدونو غوښتنه کړې، چې دې خبرداریو اروپایي امنیتي چارواکي د سخت امنیتي تدابیرو نیولو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د کورنیو چارو وزارت او یو شمېر پوځي او استخباراتي چارواکو ویلي، داسې کره معلومات او نښې نشته چې داعش یا د هغې مربوطې نړیوالې ترهګرې ډلې د امریکا خاورې ته لاسرسی ولري.

خو په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د امریکايي ځواکونو قوماندان مایکل کوریلا تېره میاشت د امریکا د کانګرس د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې وویل: "د داعش خراسان څانګه د دې وړتیا او اراده لري چې له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې بهر ته او پرته له کوم خبرداری سره د امریکا او د لویدیځ پر ګټو برید وکړي."

بلخوا د امریکا د کورني امنیت وزارت له امریکایانو غوښتي چې محتاطه و اوسي.‌

د چهارشنبې په ورځ ددغه وزارت یو ویاند امریکا غږ ته په اروپا کې د داعش د ګواښونو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: "امریکا هم له سخت ګواښ سره مخامخ ده. "

هغه وویل: "د کورني امنیت وزارت د خپلو شریکانو په همکارۍ د ګواښ وضعیت ارزونه وکړي؛ د امریکا خلکو به خبر ورکړي او د هیواد څخه به ساتنه وکړي."

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویاند زیاته کړه: "موږ له خلکو غواړو چې محتاط واوسي او د شکمنو فعالیتونو په اړه سمدستي امنیتي مسؤلینو ته راپور ورکړي. "

دا پداسې حال کې دی چې د متحده ایالاتو مخکښ جمهوري غوښتنونکی سناتور لیندسي ګراهام او د الاباما جمهوري غوښتونکي سناتورې کیټي بریټ، تیره اوونۍ په یو لېک کې د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر چک شومر او د سنا د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر میچ مک کانل څخه وغوښتل، چې د داعش خراسان د څانګې په ګډون، د سخت دریځو اسلامي تروریستي ډلو د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو په اړه یو محرمه غونډه جوړه کړي.

په لیک کې د داعش خراسان ډلې وروستیو بریدونو، په ځانګړې توګه د روان کال په جنورۍ میاشت کې په ایران کې ځانمرګی برید، په مارچ میاشتې کې په مسکو کې د موسیقۍ د یو تالار دننه وسله وال برید او په جرمني او هالنډ کې د ملکي وګړو په وړاندې د داعش خراسان د پلان شوي بریدونه شنډیدو ته اشاره شوې ده. همدارنګه دغو سناتورانو ویلي دي‌ چې دا ښکاره ده چې د نړۍ په لر او بر کې او په تیره بیا په متحده ایالتونو د داعش خراسان د بریدونو ګواښ، د انديښنې وړ دي.‌

دغو سناتورانو په خپل لیک کې د سنا مجلس له مشرتابه څخه غوښتي چې په کور دننه او بهر کې د امریکایي اهدافو په وړاندې د اسلامپاله سخت دريځو ترهګرو ډلو د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو، له لرې واټنه د عملیاتي وړتیا او د افغانستان لپاره د بایډن د ادارې تګلارې په اړه محرمه غونډه د روان کال د اپریل میاشتې له اتلسمې نیټې څخه مخکې جوړه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG