د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه ځینې هېوادونه مبالغه کوي


 ذبیح الله مجاهد، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له ملي راډیو سره په خبرو کې وویل چې داعش هغه پدیده نه ده چې په افغانستان کې د ستونزو لامل شي.
ذبیح الله مجاهد، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له ملي راډیو سره په خبرو کې وویل چې داعش هغه پدیده نه ده چې په افغانستان کې د ستونزو لامل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیت او د دغې ډلې د شتون په اړه اندېښنې بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې ‌ځینې هېوادونه د داعش په اړه مبالغه کوي.

ذبیح الله مجاهد، نن چهارشنبه د اپریل دریمه (وري ۱۵) د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې داعش هغه پدیده نه ده چې په افغانستان کې د ستونزو لامل شي.

هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې [ د داعش د حضور په اړه] د ځینو هېوادونو تبلیغات ددغه ډلې د پراخ حضور په اړه هڅه ده او یا هم د هغه لپاره کمپاین دی، چې حقیقت نلري او موږ یې ردوو. داعش شتون درلود، خو اوس ځپل شوی او له منځه تللی دی."

مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د سولې امریکايي انسټیټیوټ داعش د روسیې د خونړي برید مسوول بللی او ویلي یې دي چې د داعش د خراسان څانګې اصلي اډه په افغانستان کې ده. په مسکو کې د مارچ په ۲۲مه نېټه د موسیقۍ تالار دننه په یو وسله وال برید کې ۱۴۳ کسان ووژل شول او تر ۱۸۰ ډېر ټپیان شول.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د دوشنبې په ورځ، د اپریل په لومړۍ نیټه راپور ورکړ چې د داعش دا برید د دې ډلې وړتیا ښیي چې "د نړۍ په هر ځای کې د برید جوګه دی."

تر دې مخکې امریکايي چارواکو هم د داعش د ظرفیتونو په اړه خبرداری ورکړی و. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخواني مشر کنت فرانک مکینزي یوه اوونۍ وړاندې د داعش د ځواک د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ او د امریکا له حکومته یې وغوښتل چې په افغانستان کې د داعش او القاعدې د ځواکمن کیدو مخه ونیسي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال هم داعش د امریکا او اروپا لپاره یو ګواښ بللی او د دغې ډلې د ګواښونو زیاتیدل یې له افغانستان څخه د امریکا د بیړني وتلو سره تړلي دي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د داعش خراسان څانګه افغانستان او سیمې ته ګواښ دی.

د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې، په یو بل راپور کې ملګرو ملتونو د داعش خراسان څانګه په افغانستان او منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوی ترهګریز ګواښ وباله او ویې ویل، چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې دی.

ددغه راپور له مخې، په دغو جنګیالیو کې پر افغانانو سربېره د اذربایجان، ایران، روسیې، ترکیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو اتباع او لږ شمېر عربان هم شامل دي چې له سوریې څخه افغانستان ته راغلي دي.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د بې شمېره او وژونکو بریدونو په ترسره کولو سره د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې اصلي ګواښ بلل کېږي. خو طالبانو تل په افغانستان کې د داعش ګواښ لږ او بې اهمیته ښودلې دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو په تېره بیا تاجیکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، تل د افغانستان له پولو بهر د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتوالي او پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG