د سوریې د مخکني رژیم سلګونو سرتیرو شنبه ډسمبر ۲۱ ( مرغومي لومړۍ) د بشارالاسد حکومت تر ړنګیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د نویو واکمنانو سره کتلي دي.
راپورونه وایي دا سرتیري پدې خاطر ورغوښتل شوي و چې د بخښنې او ملکي ژوند ته د ستنیدو په بدل کې ترې وپوښتل شي آیا د ملکیانو پر ضد شویو جنایاتو کې یې لاس درلود که نه.
د شنبې په ورځ چې کوم سرتیري د پوښتنو لپاره د اوسنیو حاکمانو لخوا ورغوښتل شوي و، په دمشق کې یې د مخکني جمهور رئیس بشارالاسد د بعث ګوند مرکزي دفتر امنیت ساته.
د یاغیانو مستنطقینو د هغوي سره کتلي، د پوښتنو لست او د نوم لیکنې شمیرې ورکړل شوي تر څو معلومه کړي آیا په جنایاتو کې یې لاس درلود که نه.
د پوځ او امنیتي ادارو یو شمیر پخوانیو غړیو چې پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره یې د ودانۍ څخه د باندې انتظار کاوه، د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې یوازې پدې خاطر یې د اسد تر مشرۍ لاندې ځواکونو کې دنده کوله چې میاشتنی عاید او وړیا روغتیایي خدمات ولري.
د سوریې اوسني چارواکي د اسد رژیم تر ړنګیدو وروسته د ډله ایزو قبرونو پیدا کیدو او په هغو زندانونو کې د سیستماتیکې شکنجې، ډله ایزو اعدامونو او ظالمانه شرایطو په هکله چې د اسد امنیتي ، استخباراتي او نظامي ادارو کړي، تحقیقات کوي.
د سوریې اوسنیو چارواکو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې دا ډول ځایونه پرانیستي چې د پخوانیو سرتیرو او امنیتيې ادارو د مامورینو څخه پوښتنې وشي، او دا پریکړه وشي چې آیا دوي د نوي حکومت په پوځ کې شاملیدی شي که نه.
اوسنیو حاکمانو ژمنه کړې چې د اسد د رژیم پخوانیو جګپوړو چارواکو ته چې د خلکو پر ضد جنایاتو کې لاس لري، سزا ورکوي.
ځینو سرتیرو ویلي چې د دمشق تر سقوط وړاندې پداسې حال کې چې یاغیانو د جګړې په ډګر کې پرمختګ کاوه، دویته امر شوی و چې هر څه پریږدي او ځانونه خوندي کړي.
د علي په نامه یو سرتیري ویلي چې د اسد په رژیم کې یې تقریباً ۴۵ امریکایي ډالره تنخوا درلوده او وایي اوس نیت لري چې یو ځل بیا د خپل هیواد لپاره خدمت وکړي.
فورم \ دبحث خونه