د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د کانګرس مصوبې په لاسلیکولو سره د دولتي دفترونو د بندېدو مخنیوی وکړ


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ‌ ډسمبر ۲۱ (مرغومې لومړۍ) د امریکا د دولت د بودجې تمدید په اړه د کانګرس مصوبه لاسلیک کړه او د دولتي‌ دفترونو د تړل کېدو مخنیوی یې وکړ.

د امریکا مشرانو جرګې تېره شپه د دولتي دفترونو د تړل کېدو د مخنیوي لپاره د فدرالي دولت د موقتې بودجې لایحه تصویب کړه. د دې لایحې له مخې تر مارچ میاشتې پورې د امریکا د دولت بودجه تامنېږي.

سناتورانو د رایې اچونې په بهیر کې د ۱۱ مخالفو رایو په وړاندې د ۸۵ موافقو رایو په ورکولو سره دا لایحهع تصویب کړه.

د امریکا په سنا کې د اکثریت رهبر چک شومر وویل:‌ "دا ښه خبر دی چې په پای کې د دوو ګوندونو تګلاره بریالی شوه... دا د امریکا او د امریکا د خلکو لپاره یوه ښه نتیجه ده."

د امریکا د استازو جرګې په مذاکراتو کې د پورونو د کچې د شاملولو لپاره د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅې په ګډون په روانه اونۍ کې له دوو ناکامو هڅو وروسته تېره ورځ دا لایحه تصویب کړه خو د تطبیق لپاره یې د مشرانو جرګې تصویب ته اړتیا درلوده.

په دې لایحه کې د طبیعي پېښو او د کرنې د مقرراتو مرستې شاملې دي خو د پورونو د محدودیت ځنډول پکې شامل نه دي چې ټرمپ له جمهوري‌پالو څخه غوښتي و چې ورته رسیدنه وکړي.

د استازو جرګې غړو د دې لایحې په اړه ۳۶۶ موافقې رایې، ۳۴ مخالفې رایې او یوه ممتنع رایه ورکړه.

د متحده ایالاتو د استازو د جرګې مشر مایک جانسن د رایې ورکولو له بهیر وروسته وویل:‌ "موږ د دې نتیجې په اړه هیجاني یو." هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې له ټرمپ سره خبرې کړې دي او "هغه هم له دې نتیجې څخه خوشحاله و."

که د متحده ایالاتو د استازو جرګې او مشرانو جرګې د تېرې شپې تر نیمايي پورې دا لایحه تصویب کړې نه وی د امریکا فدرال حکومت به نن تړل شوی وی او څه باندې څلور میلیونه نظامي پرسونل او دولتي مامورینو ته به معاشونه نه ورکول کېدل.

په امریکا کې د فدرالي دولت د تړل کېدو په صورت کې یوازې د مهمو ادارو لکه د قانون د تطبیق مامورین کولی شي چې خپل کار ته دوام ورکړي او معاش یې د دولت د بېرته فعالیدو وروسته ورته ورکول کېږي.

له دې وړاندې د ډونالډ ټرمپ په لومړۍ دوره کې د دموکراتانو او جمهوري‌پالو ترمنځ د مخالفت له امله فدرالي‌ دولت پنځه اونۍ تړل شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG